ژبه

د مسلمانو علماوو د نړیوالې اتحادیې مشرتابه: افغانستان کې روانه جګړه دیني مشروعیت نه‌لري

کابل (پژواک ۱۲ سلواغه ۹۹): د مسلمانو علماوو د نړیوالې اتحادیې مشرتابه وايي، په افغانستان کې روانه جګړه دیني مشروعیت نه‌لري او په کار ده د جګړې ختمولو ته سیاسي حل‌لاره ولټول شي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړو مولوي عطاءالله لودین، مولوي عنایت‌الله بلیغ او محمد ناطقي نن (یکشنبه) په دوحه کې د مسلمانو علماوو د نړیوالې اتحادیې له مشرتابه ډاکتر احمد الریسوني او ډاکتر قره‌داغي سره وکتل.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د سولې بهیر په اړه بحث وکړ.

د سرچينې په حواله، د مسلمانو علماوو د نړیوالې اتحادیې مشرتابه وویل چې په افغانستان کې روانه جګړه دیني مشروعیت نه‌لري، له دې امله په‌کار ده چې د جګړې ختمولو ته سیاسي حل‌لاره ولټول شي.

دوی زیاته کړه چې په اوسني وضعیت کې بیړنی اوربند شرعي واجب امر دی او د مذاکراتو لوري باید ژر تر ژره په دې اړه هوکړې ته ورسېږي.

همدا راز دوی د افغانستان د روانې جګړې لامل سیاسي اختلافات وبلل او ویې ویل، د سولې په بهیر کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو رول اساسي دی.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د مسلمانو علماوو نړیوالې اتحادیې د دفتر مشرتابه د مذاکراتو له لورو وغوښتل چې د سولې مذاکراتو بهیر په حوصلې سره چټک کړي.