ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار په ښوونځيوکې د نيالګيو ايښودلو کمپاين پيل شو

د ننګرهار په ښوونځيوکې د نيالګيو ايښودلو کمپاين پيل شو

author avatar
7 Feb 2021 - 13:50
د ننګرهار په ښوونځيوکې د نيالګيو ايښودلو کمپاين پيل شو
author avatar
7 Feb 2021 - 13:50

جلال اباد (پژواک، ۱۹ سلواغه ۹۹): د ننګرهار د کرنې او پوهنې رياستونو له له لوري د دغه ولايت په ښوونځيو کې د نيالګيو ايښودلو کمپاين پيل شو.

مسوولين وايي، د (زما ښوونځی او زما نيالګی)کمپاين کې به ۵۰۰۰ نيالګي په ښوونځيو کې کېښودل شي او زده کوونکو ته به يو يو دانه سپارل کېږي چې هغوی يې ساتنه او پالنه وکړي.

د نيالګيو د ايښودلو کمپاين د سلواغې په ۱۹مه د جلال اباد ښار اړوند ننګرهار لېسې څخه پيل او ټاکل شوې د مرکز او ولسواليو په لېسو کې کېښودل شي.

د ننګرهار د پوهنې رييس حسيب الله شينواري وويل، د کرنې له رياست سره يې د يوه هوکړه ليک له مخې په ښوونځيو کې د نيالګيو ايښودلو دا پروسه پيل کړې ده.

هغه وايي، پخوا هم په ښوونځيو کې نيالګي ايښودل کېدل چې د نه پاملرنې له امله به بېرته له منځه تلل، خو دا کال يې ورته پلان جوړ کړی چې يو نيالګی به يوه زده کوونکي ته سپارل کېږي چې هغه به يې پالنه او ساتنه کوي.

د ننګرهار د کرنې رييس انعام الله ساپي وويل، پوهنې رياست ته يې پنځه زره نيالګي چې د دوی په قوريه جاتو کې توليد شوي ورکړي دي.

دی زياتوي، سږ کال دغه ولايت کې ۲.۳ ميليونه ميوه لرونکي، بې مېوې او زينتي بوټي د خصوصي سکتور او کرنې ادارې له لوري روزل شوي چې له ياد شمېر څخه يې د کرنې رياست ۲۲۸ زره بوټي روزلي دي .

د ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل وويل، دا ډول فعاليتونه نه يوازې دا چې د هوا د ککړتيا مخه نيسي، بلکې د ښوونځيو زده کوونکو ته د مسووليت پېژندنې روحيه هم ورکوي.

هغه زياته کړه، په دې موخه چې ياد نيالګي په منظم ډول کېښودل او ښه پالنه يې وشي، د کرنې رياست له لوري به له بېلا بېلو ادارو سره هوکړه ليک لاسليک کیږي، ترڅو د دوی له لوري د ورکړل شويو نيالګيو سمه روزنه او پالنه شي.

Views: 77

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.