ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو او د غزني ولسي جرګې ټاکنې راتلونکی کال ترسره کېږي»

«د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو او د غزني ولسي جرګې ټاکنې راتلونکی کال ترسره کېږي»

author avatar
17 Feb 2021 - 18:56
«د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو او د غزني ولسي جرګې ټاکنې راتلونکی کال ترسره کېږي»
author avatar
17 Feb 2021 - 18:56

کابل(پژواک،۲۹سلواغه ۹۹): ټاکنو خپلواک کمېسیون راتلونکي کال کې، د ولايتي او ولسواليو شوراګانو، ځينو ښارواليو او غزني کې د ولسي جرګې ټاکنو ته تیاری ښیي، خو د ترسره کولو لپاره یې په مالي او امنیتی برخو کې د مرستو غوښتنه کوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشرې حوا علم نورستانۍ نن په کابل کې له اړوند ارګانونو سره د همغږۍ د ناستې پر مهال وويل، دغه کمېسیون د تېرو ټاکنو له تجربو په ګټې اخيستنې سره تيار دی چې په راتلونکي ۱۴۰۰ هجري لمریز کال کې د ولسي جرګې لپاره د غزني ولايت، د ولايتي شوراګانو، د ولسواليو شوراګانو او د ځينو ښارواليو ټاکنې ترسره کړي.

د راپورنو پر بنسټ، د ولسي جرګې ټاکنې تېر کال په تله میاشت کې له غزني پرته په نورو ولایتونو کې تر سره شوې. دغه ټاکنې په غزني کې د امنیتي ستونزو او د دغه ولایت د خلکو تر منځ د اختلافونو له امله تر سره نه شوې او تر نامعلوم وخته وځنډېدې.

د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې تر اوسه نه دي تر سره شوې او د راپورونو له مخې، د ولایتي شوراګانو ټاکنې د امنیتي او ځینو نورو ستونزو له امله په تېرو شپږو کلونو کې نه دي تر سره شوې او د دغو شوراګانو پخواني غړي کار ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د اساسي قانون د ۱۳۸ مې مادې له مخې، د ولایتی شورا غړي له قانون سره سم د نفوس په تناسب، د ازادو، عمومي، پټو او مستقیمو ټاکنو له مخې د ولایت د اوسېدونکو له خوا د څلورو کلونو لپاره ټاکل کېږي.

نورستانۍ د غزني، ولایتي شورا او ولسوالیو د ټاکنو په اړه وایي:«ټاکنو خپلواک کمېسيون د يادو ټاکنو لپاره اړينه طرحه جوړه کړې، د ټاکنو قانون د تعديل ابتدايي طرحه يې جوړه کړې او ډېر ژر به يې عدليې وزارت ته واستوي.»

هغې له ماليې وزارت او نړیوالو مرسته کوونکو بنسټونو غوښتنه وکړه چې د دغو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره پر وخت مالي امکانات برابر کړي، تر څو د ټاکنو په ترسره کېدو کې ځنډ رامنځته نه شي.

نورستانۍ له امنيتي ارګانونو څخه غوښتنه وکړه چې د نوماندانو، ټاکنيزو دفترونو او ټاکنيزو موادو د لېږد لپاره امنیتي پلانونه جوړ کړي او په دې برخه کې همکاري وکړي.

هغې دغه راز، د ارشاد، حج او اوقافو، پوهنې او لوړو زده کړو له وزارتونو، مدني فعالانو او رسنيو وغوښتل چې د جمهوري نظام د ساتنې په موخه خلک په ټاکنو کې ګډون ته وهڅوي.

د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون مشرې زهرې بيان شينوارې هم په نننۍ ناسته کې ورته غوښتنې لرلې او له ماليې وزارته یې وغوښتل چې د ياد کمېسيون د نورو دايمي او موقتو کارکوونکو د استخدام لپاره مالي امکانات برابر کړي.

دې له نړيوالو مرسته کوونکو بنسټونو هم غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې مرستې وکړي.

هغې زياته کړه:«د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون په تېرو ټاکنو کې د يوې ټاکنيزې محکمې په توګه خپلې کړنې په پوره صداقت او خپلواکۍ ترسره کړې او ژمن يو چې تر دې وروسته به هم خپلې کړنې په خپلواک ډول ترسره کړو؛ ترڅو ټاکنيز عدالت په ښه ډول تامين شي.»

د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې مشر ډاکټر فضل محمود فضلي په نننۍ ناسته کې د ټاکنيزو کمېسيونونو له کړنو مننه وکړه او په دې برخه کې یې د امنيتي او دفاعي ځواکونو کړنې هم وستایلې.

هغه وويل:«دا ټاکنې يوه ملي پروسه ده او د دې پروسې د لا روڼتیا لپاره اړينه ده چې ټولې ادارې په دې برخه کې همکاري وکړي او هره اداره له الف تر يا د ټاکنو په ترسره کېدو کې خپلې هڅې ونه سپموي.»

فضلي ټاکنیزو کمېسيونونو ته په خطاب وویل:« د چارو اداره به له ټولو ادارو سره په همغږۍ تاسو ته ځواب درکوونکې وي، استقلاليت ستاسو دی، امريت ستاسو دی، موږ به له تاسو سره همکاري کوو؛ نو سر له نن نه په هر ډول چې وي موږ به تاسو ته ځواب ویونکي اوسو او په هر وخت کې چې ضرورت کېږي د افغانستان ولسمشر به کله چې سختو فيصلو ته خبره رسېږي ستاسو په خدمت کې وي.»

هغه دغه راز وويل چې د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ ګړندۍ شوې، دغه پروسه به لا ګړندۍ شي او په ازمايښتي ډول به د غزني په ځينو سيمو کې د يادو پېژندپاڼو پر مټ ټاکنې ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د ټاکنو خپلواک کمېسيون ويلي و You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.