ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل او بلخ کې د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ ونمانځل شوه

کابل او بلخ کې د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ ونمانځل شوه

author avatar
21 Feb 2021 - 17:37
کابل او بلخ کې د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ ونمانځل شوه
author avatar
21 Feb 2021 - 17:37

کابل، مزار شريف (پژواک، ۳ کب ۹۹): په کابل کې د افغانستان کلتوري ټولنو ګډې جرګې له خوا د مورنۍ ژبې د نړۍ والې ورځ نمانځغونډه ترسره شوه چې ويناوالو په کې د مورنۍ ژبې پر اهميت او ارزښت خبرې وکړې.

دغه غونډه په کابل کې د علومو اکاډمي په تالار کې نن د کب په ٣مه، جوړه شوه چې د علومو اکاډمۍ علمي غړو او څېړونکو، د پوهنتونونو استادانو، ګڼ شمېر ماشومانو او نورو مینه نوالو په کې ګډون کړی وو.

په غونډه کې د پوهنتونونو د استادانو د اتحادیې رئیس پوهاند نجیب الله امرخېل وویل، ژبه د بشریت روح او تکامل دی، که انساني ټولنې څخه ژبه واخیستل شي، انساني ټولنه په ټپه درېږي. همدارنګ په مورنۍ ژبه د زده کړو حق نه لرل، د نوموړې ټولنې او قوم لپاره ستر خنډ او د همدې ټولنې او قوم په حق کې جفا ده.

هغه په خپل خبرو کې د نیلسن مانډیلا هغه خبره چې وايي: که یو انسان ته په بله ژبه خبره وشي، نو مغزو ته یې لار کوي، خو که په مورنۍ ژبه ورته خبره وشي، نو زړه ته یې لار کوي.

ده زیاته کړه، ژبه د یو ملت د هستۍ او نیستۍ اساسي رکن دی، باید دې اساسي رکن ته کار وشي.

د علومو اکاډمۍ علمي منشي څېړنوال دوکتور رفیع الله نیازي په نړۍ او افغانستان کې د ژبو پر وضعیت او تاریخچې خبرې وکړې او ویې ویل، دپاکستان او بنګلدېش د بېلتون او جلاوالي یو اصلي عامل ژبه وه.

نوموړي همداراز په نړۍ کې د ژبو په وضعیت خبرې وکړې، ویې ویل: د یونسکو د ۲۰۱۰م راپور له مخې تراوسه په نړۍ کې ۶۹۱۲ ژبې دي، خو په اتنولاګ کې ۷۷۹۷ ژوندۍ ژبې ثبت شوې دي.

د دې راپور له مخې، په ۲۱۰۰م کال کې به د دې ژبو نیمايي له منځه لاړې شي. ۲۴۷۳ داسې ژبې دي چې د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي، ۱۷۸ ژبې داسې دي چې له ۱۰ تر ۵۰۰ ویونکي لري، ۱۴۶ داسې دي چې تر ۱۰ ویونکي لري او ۵۷۷ داسې ژبې دي چې د مړه کېدو له شدید ګواښ سره مخامخ دي.

نيازی وايي، د ژبو د مړه کېدو لاملونه طبیعي پېښې، بلواګري، ناروغۍ او وباګانې دي او همدا شان په ۲۱مه پېړۍ کې د ژبو له منځه تللو باعث نړیوالتوب يا ګلوبلایزېشن دی.

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه: هغه مدنیتونه چې په خپل وخت کې یې مهذبه ژبه درلوده، تر دې دمه یې نومونه په تاریخ کې ژوندي او تر اوسه هغه ژبې ژوندۍ دي.

د هغه په وينا، د علومو اکاډمي د خپل امکان او توان په اندازه د یوه علمي- تحقیقي مسوول بنسټ په توګه د هېواد په لویو او وړو ژبو څېړنې کړې او په راتلونکي کې هم په دې اړه برنامې او پلانونه لري.

د کلتوري ټولنو ګډې جرګې د دارالانشاء غړي ضیاءالحق حقپال په خپلو خبرو کې وویل چې دولت د اساسي قانون له مخې مکلف دی، هغه خلک چې په کومه سیمه کې په کومه ژبه خبرې کوي، باید په هماغه ژبه ورته د زده کړې زمینه برابر شي.

نوموړي همدا راز په هېواد کې د زده کړو د ګڼ شمېر ستونزو په اړه هم خبرې وکړې.

همداراز ماشومې هادیه شېراني د ماشومانو غوښتنې له ګډونوالو سره شریکې کړې.

پر دې سربېره لیکوالې او شاعرې صفیې صدیقي هم د مورنۍ ژبې په اړه خبرې وکړې.

د غونډې په پای کې پرېکړه لیک هم ولوستل شو.

د يو بل خبر له مخې، بلخ ولایت کې هم د فبروري ۲۱مه د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ونمانځل شوه.

په همدې تړاو پروګرام د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې جوړ شوی و. د بلخ فکري بنسټ مسوول غلام رسول ملکزي وویل چې حکومت باید د ټولو ژبو ویونکو ته په مورنۍ ژبه د زده کړو زمینه برابره کړي.

هغه زیاته کړه چې په مورنۍ ژبه زده کړه ماشوم سره مرسته کوي څو د موضوعاتو ښه اخیستنه وکړي.

د سترې اریانا عالي لېسې ښوونکې کریمه دولتزۍ وایي چې بلخ کې د دوی د ماشومانو ستره ستونزه په مورنۍ ژبه د زده کړو نشتوالی دی.

هغې وویل: (( زموږ په بلخ ولسوالۍ کې ۵۴ ښوونځي فعال دي خو دا نږدې ټول په یوه ژبه دي چې دا حالت مایوسوونکی دی. ))

نوموړې همدا راز وویل چې د ژبو په نوم هر ډول تبعیض ناروا دی؛ خو زیاته یې کړه چې په مورنۍ ژبه خبرې، لیک او لوست د هر انسان مسلم حق دی.

د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوي دغه پروګرام کې د ښوونځیو زده کوونکو، ښوونکو او مدني فعالانو برخه اخیستې وه.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.