کابل (پژواک، ۶ کب ۹۹): د چک جمهوریت جګپوړو حکومتي چارواکو ويلي چې په افغانستان کې به خپل پوځي حضور ته دوام ورکړي.
دغه مطلب په چک جمهوريت کې د افغانستان سفارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې خپور شوی دی.
سرچينه زياتوي، د چک جمهوریت ولسمشر میلوش زیمان، د ولسي جرګې رییس رادېک ووندراچېک، لومړي وزیر اندری ببېش، د بهرنیو چارو وزیر توماش پیتریچیک، د دفاع وزیر لوبومیر میتنار او د کورنیو چارو وزیر یان هماچیک د ۲۰۲۱ د فبرورۍ په ۲۳مه ( د کب ۵مه) سره وکتل او د نورو تر څنګ د بهرنۍ پالیسۍ د مسئلې په هکله یې خبرې اترې وکړې.
سرچينه کاږي، د ناټو د دفاع د وزیرانو (د فبرورۍ ۱۷ – ۱۸مې) په کتنه کې له شویو بحثونو څخه د دفاع د وزیر له خوا د ترلاسه شویو معلوماتو په اساس، جګپوړو حکومتي چارواکو په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د چک جمهوریت د اردو د راتلونکې په هکله خبرې اترې وکړې.
په خبرپاڼه کې زياته شوې: “هغوی وویل چې په افغانستان کې روان وضعیت خراب دی. د امنیتي ځواکونو، حکومتي چارواکو، او ملکي خلکو پر ضد د بریدونو شمېر د تېرو کلونو په پرتله د ریکارډ په کچه زیات شوی دی. طالبان او نورې ترهګرې ډلې بریدونه ترسره کوي. د افغان حکومت او طالبانو تر منځ په دوحه کې د سولې مذاکرات د شړېدلو په لور روان دي.”
خو بايد وويل شي چې له اوږده ځنډ وروسته دوه ورځې مخکې (د کب ۴مه) د بین الافغاني مذاکراتو د دواړو پلاوو د مشرانو او ځینو غړو ترمنځ په دوحه کې ناسته ترسره شوه.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د غونډې برخه والو هوکړه وکړه چې دغه حالت د ایتلاف پوځي ځواکونو ته اجازه نه ورکوي چې له افغانستان څخه راوځي. د چک جمهوریت په شمول، متحدینو لا له هماغه پیل نه ټینګار کاوه چې د قاطع ملاتړ ماموریت پای ته رسېدل به په افغانستان کې امنیتي وضعیت پورې ارتباط ولري او د هغه مخکې شرط به دا وي چې د سولې په خبرو اترو کې پرمختګ وشي. اوس وضعیت داسې نه دی او چک جمهوریت چمتو دی چې په دغه ماموریت کې کار ته دوام ورکړي.
سرچينه وايي، د قاطع ملاتړ ماموریت په هکله پرېکړه به متحدین په ګډه کوي او په افغانستان کې د هغوی د پوځي حضور اصلي هدف دا دی چې په دغه هېواد کې د سولې د مذاکراتو او ثبات ملاتړ وکړي.
د خبرپاڼې په حواله، د غونډې برخه والو هوکړه وکړه چې افغانستان باید بیا د نړۍ والې ترهګرۍ مرکز ونه ګرځي او نه بیا پر لوېدیځو هېوادونو د بریدونو لپاره وکارول شي.
Visits: 124
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن