ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

احمد علي: افغان ځواکونو د ننګرهار پر ګوشتې ولسوالۍ د پاکستان د بریدونو ځواب ورکړی

احمد علي: افغان ځواکونو د ننګرهار پر ګوشتې ولسوالۍ د پاکستان د بریدونو ځواب ورکړی

author avatar
26 Feb 2021 - 14:59
احمد علي: افغان ځواکونو د ننګرهار پر ګوشتې ولسوالۍ د پاکستان د بریدونو ځواب ورکړی
author avatar
26 Feb 2021 - 14:59

جلال اباد (پژواک، ۸ کب ۹۹): د ننګرهار ولایتي شورا رییس احمد علي حضرت وایي چې افغان ځواکونو په ګوشتې ولسوالۍ کې د پاکستان د بریدونو ځواب ورکړی دی.

هغه د کب په اتمه پژواک اژانس ته وویل چې پاکستاني ځواکونو د ټولو اصولو خلاف یو ځل بیا د ننګرهار ګوشتې ولسوالۍ پر یو شمېر سرحدي سیمو راکټي بریدونه کړي چې له نېکه مرغه یې ځاني زیان نه درلودل.

هغه د مرکزي دولت له ټولې رهبرۍ او په ختیځ کې د سرحدي ځواکونو له قوماندان پردیس ساپي مننه وکړه چې پوله ساتو ځواکونو ته یې پر وخت د پاکستاني لوري د ځپلو لپاره د بالمثل ځواب امر ورکړ.

ده زیاته کړه: “پر خپلو ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاړم چې تل یې له دښمن نه ميدان ګټلی او دا ځل یې هم خپل سیال ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ. ”

دی وایي، د معلوماتو له مخې، په رامنځته شوې نښته کې پاکستاني لوري ته د سر زیان هم رسېدلی، خو شمېر یې کره نه دی.

احمد علي وایي: “زه د پاکستان د سرغړونو او تېریو پر وړاندې د افغان دولت د وروستي دریځ کلک ملاتړ کوم چې افغان پوله ساتو ځواکونو ته وخت ناوخت د پاکستاني لوري د راکټي بریدونو او سرغړونو په تړاو د بالمثل ځواب اجازه ورکوي. ”

بلخوا د ننګرهار ګوشتې ولسوالۍ د کلیو مدیر ګل احمد مومند پژواک اژانس ته وويل چې پرون پاکستاني ځواکونو د دې ولسوالۍ پر لرو پرتو سيمو باندې ۱۵۰ توغندي توغولي دي.

هغه زياته کړه چې بريدونه له غرمې وروسته په درېيو بجو پيل او د شپې تر اته نيمو بجو يې دوام درلود.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، افغان ځواکونو هم غبرګون ښودلی او ورته بريدونه يې کړي دي.

دی وايي، بريدونو کې چا ته مرګ ژوبله نشته خو ځينې کورنۍ له خپلو کورونو وتلې دي.

د ګوشتې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالجبار پژواک ته ومنله چې پرون یو شمېر توغندي راغلي وو خو چاته زیان نه دی اوښتی.

د یادونې ده، پاکستاني ځواکونو تېره میاشت هم پر ګوشتې بریدونه کړي وو.

Views: 576

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.