ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

والي: د کابل ولايت په پنځه سوه جريبه ځمکه کې کوکنار کرل شوي

والي: د کابل ولايت په پنځه سوه جريبه ځمکه کې کوکنار کرل شوي

author avatar
14 Mar 2021 - 18:51
والي: د کابل ولايت په پنځه سوه جريبه ځمکه کې کوکنار کرل شوي
author avatar
14 Mar 2021 - 18:51

کابل (پژواک، ۲۴ کب ۹۹): له نشه يي توکو سره د مبارزې معينیت مسوولين وايي چې د تېر کال په اوږدو کې ۴۳۷۷ کسان د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نيول شوي او لسګونه فابريکې يې له منځه وړل شوې دي.

دغه څرګندونې د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معينيت مرستيال فاضل وثيق د هغې غونډې په ترڅ کې وکړې چې د امريکا غږ له لوري په کابل کې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د رسنيو د رول په اړه جوړه شوې وه.

وثيق وويل، د تېر کال په اوږدو کې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې ٣٧٠٢ عمليات ترسره شوي چې په ترڅ کې يې ٤٣٧٧ تنه د نشه يي توکو کاروباريان نيول شوي دي.

هغه زیاته کړه: ((په دغو عملیاتو کې ۲۲ د مخدره موادو د پروسس فابریکې، ۱۷ د الکولي مشروباتو د توليدولو فابریکې او ۲۱ د مخدره موادو زېرمې هم له منځه وړل شوې دي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، هر کال د نشه يي توکو کاروباريان په افغانستان کې د نشه يي توکو له قاچاق څخه شاوخوا څلور سوه ميليونه ډالر ترلاسه کوي.

دغه راز په ياده غونډه کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید الله مجروح وویل چې په هېواد کې د معتادینو لپاره ۸۲ روغتونونه ځانګړي شوي چې شاوخوا څلور زره بستره لري.

خو دى وايي، يواځې په روغتونونو ستونزه نه حل کيږي، له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې بايد ټول ونډه واخلي.

هغه وویل: ((داسې خلک شته چې شپږ ځلې روغتون ته د درملنې لپاره راغلي خو کله چې له روغتون نه تللي، بيا يې نشه يې توکو ته مخه کړې او روږدي شوي دي.))

په همدې غونډه کې د کابل والي محمد یعقوب حیدري وویل چې په کابل ښار کې د جرمونو د زياتوالي يو لامل په نشه يي توکو د اخته کسانو ډېروالى دى.

هغه زیاته کړه: ((ټول په دې يوهیږي چې د مخدره موادو عمده پلورونکي چېرته دي، خلک یې معلوم دي، خو پولیس اقدام نه کوي، نه پوهېږم چې په څه شي مصروفه دي.))

والي هم له خلکو غوښتنه وکړه چې له نشه يي توکو سره په مبازره کې له حکومت سره همکاري وکړي.

د حيدري په وينا، دا مهال د کابل ولايت د ځينو سیمو په څه باندې ۵۰۰ جریبه ځمکه کې کوکنار کرل شوي دي.

د يادونې ده چې له کلونو راهيسې حکومت په بېلابېلو برخو کې له نشه يي توکو سره مبارزه کوي، خو خلک وايي چې ورځ تر بلې په هېواد کې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق کچه مخ په لوړېدو ده.

Visits: 58

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.