کابل (پژواک، ٢٨ کب ٩٩): د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوټيرز پخوانى فرانسوى ډيپلومات د افغانستان لپاره خپل نوی ځانګړى استازى ټاکلى دى.
په نيويارک کې د ملګرو ملتونو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا نوى استازى جين ارنالټ نومېږي، د افغانستان او سيمه ييزو موضوعاتو لپاره د سرمنشي شخصي استازى ټاکل شوى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي، سرمنشي نوموړي ته دنده سپارلې چې د افغانستان شخړې سياسي هواري هڅې و ارزوي، له يوناما او نورو سيمه ييزو هېوادونو سره له نږدې کار وکړي.
سرچينې زياته کړې چې نوى استازى د ډيپلوماسۍ، سولې او شخړو هواري په برخو کې ٣٠ کلنه تجربه لري او پخوا يې هم په افغانستان کې دندې ترسره کړې دي.
د يادونې ده، د امريکا بهرنيو چارو وزير له خوا د افغانستان په اړه د سولې په نوو طرحو کې د ملګرو ملتونو پر ډېر رول ټينګار کړى دى.
ټاکل شوې ده، د همدې نوو هڅو او طرحو په رڼا کې راتلونکې مياشت د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ کې د افغان سولې په تړاو په ترکيه کې يوه ناسته جوړه شي.
Views: 77
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن