ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“وسله والې ډلې د نشه يي توکو په کښت او قاچاق کې لاس لري”

“وسله والې ډلې د نشه يي توکو په کښت او قاچاق کې لاس لري”

author avatar
27 Mar 2021 - 16:43
“وسله والې ډلې د نشه يي توکو په کښت او قاچاق کې لاس لري”
author avatar
27 Mar 2021 - 16:43

مزارشريف (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۰): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې له نشه يي توکو سره د مبارزې برخه کې د رسنيو د رول په تړاو يو ورځنی کنفرانس جوړ شو.

دغه کنفرانس د امريکا غږ د نشه يي توکو په تړاو راپور ورکونې څانګې له خوا جوړ شوی و چې په کې په افغانستان کې د نشه يي توکو د کرکيلې او استعمال پر زياتېدو اندېښنه وښودل شوه.

د کنفرانس مسوول رحيم ګل څاروان پژواک اژانس ته وويل چې د دغه پروګرام له جوړولو يې موخه دا ده څو له نشه يي توکو سره د مبارزې مفکوره په ټولنه کې ژوندۍ وساتل شي.

هغه زياته کړه، حکومت او عام خلک مسووليت لري څو په ګډه د نشه يي توکو د کښت او استعمال مخه ونيسي.

نوموړی زياتوي، د ملګرو ملتونو د جرمونو او نشه يي توکو د مخنيوي ادارې (UNDC) موسسې او افغان حکومت وروستۍ ګډه سروې ښيي چې  د ۲۰۱۹ کال په پرتله په ۲۰۲۰ زېږديز کال کې په افغانستان کې د نشه يي توکو په کرکيله کې ۳۷ سلنه زياتوالی راغلی دی.

د هغه په وينا، په ياده سروې کې موندل شوې چې په تېر زېږديز کال کې پر ۲۲۳زره هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي وو.

څاروان زياته کړه چې د يادې سروې په پايلو کې همدا راز راغلي چې په افغانستان کې د روږدو کسانو ټوليز شمېر شاوخوا ۳،۵ ميليونه کسانو ته رسېږي.

نوموړي وويل چې په تېرو دوو لسيزو کې د نړيوالې ټولنې د ميليونونه ډالرو مرستې سربېره لا هم په افغانستان کې نشه يي توکي يوه ستره ټولنيزه ستونزه ده.

په ورته مهال د بلخ ولايتي شورا رييس وايي چې وسله والې ډلې د جنګ د مالي سرچينو پوره کولو په موخه د نشه يي توکو په کښت او قاچاق کې لاس لري.

هغه زياته کړه چې ډېری دغه نشه يي توکي په هغو سيمو کې کرل کېږي چې د حکومت له کنټرول څخه خارج وي.

حديد وويل: ((له بده مرغه څومره چې د نشه يي توکو کښت زياتېږي، په هماغه کچه ورسره جګړه زياتېږي؛ ځکه نظام ضد وسله والې ډلې له همدې لارې خپلې مالي سرچينې بشپړوي.))

د بلخ ولايتي شورا رييس په مزارشريف ښار کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو زياتېدل هم د اندېښنې وړ وبلل او زياته يې کړه چې د روږدو کسانو زياتېدو سره د ښار ټولنيز وضعيت ګډوډ شوی دی.

هغه له حکومته وغوښتل چې د نشه يي توکو د کرکيلي مخنيوي ته جدي پاملرنه وکړي.

له دې سره په بلخ کې د روږدو کسانو د درملنې ولايتي مسوول ډاکتر عصمت الله کريمي پژواک ته وويل چې نشه يي توکو ته د اسانه لاسرسي له امله ورځ تر بلې د روږدو کسانو شمېر زياتېږي.

نوموړي وويل، د دوی معلومات ښيي چې دمګړۍ په بلخ ولايت کې څه باندې ۱۲۴زره کسان نشه يي توکي کاروي.

هغه له رسنيو وغوښتل چې د نشه يي توکو د زيانونو په اړه دې د عامه پوهاوي له لارې خلک وهڅوي څو د نشه يي توکو له استعمال څخه ډډه وکړي.

نوموړی که څه هم وايي چې په مزارشريف کې د روږدو کسانو د درملنې مرکزونه فعاليت کوي خو زياتوي چې د روږدو شمېر ته په کتو يې د درملنې بهير امکانات کم دي.

د بلخ د کرنې رييس محمد سالم ساعي هم کنفرانس ته په خپلو خبرو کې وويل چې د دغه ولايت په ناامنو ولسواليو کې کوکنار کرل شوي دي.

هغه زياته کړه چې د نشه يي توکو د کرکيلې په زياتوالي کې نړيوال مافيايي ګروپونه او قاچاق کوونکي لاس لري.

نوموړی زياتوي چې د افغانستان د کرنې وزارت په دې برخه کې منظم فعاليت کوي چې څنګه کروندګر وهڅوي څو د کوکنارو د کښت پر ځای نور حلال او له اقتصادي پلوه د ګټې وټې توکي په خپلو ځمکو کې وکري.

د نشه يي توکو په برخه کې د امريکا غږ راپورو ورکولو څانګې مسوول په خبره، په افغانستان کې په هرو سلو روږدو کې يواځې ۱۳ يې درملنې ته لاسرسی لري.

Views: 26

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.