ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اوونۍ په ملي او نړیواله کچه د سولې هڅو تمرکز ترکیه کې پر جوړېدونکې غونډه و

تېره اوونۍ په ملي او نړیواله کچه د سولې هڅو تمرکز ترکیه کې پر جوړېدونکې غونډه و

author avatar
3 Apr 2021 - 18:44
تېره اوونۍ په ملي او نړیواله کچه د سولې هڅو تمرکز ترکیه کې پر جوړېدونکې غونډه و
author avatar
3 Apr 2021 - 18:44

کابل (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۰): تېره اوونۍ په سیمه ییزه او نړیواله کچه د افغانستان د سولې په تړاو ترکیه کې د جوړېدونکې غونډې په اړه لیدنې او چمتوالي روان وو، خو په دغه اوونۍ کې د وړمې په پرتله د ملکي وګړو مرګ ژوبله درې برابره ډېره وه.

د سولې لپاره د اوونۍ مهمې کړنې:

  • په سیمه ییزه او نړیواله کچه د ترکیې غونډې په اړه خبرې وشوې
  • ځینې دولتي او نورو سرچینو د ترکیې ناستې مثبتو پایلو ته هیله مندي وښوده
  • د ترکیې غونډه ته د وړاندې کېدو په موخه بېلابېلو دولتي ادارو او ګوندونو د سولې طرحې جوړې کړې
  • په شپږو ولایتونو کې د سولې په تړاو غونډې وشوې، خو په بدخشان کې یې مخه ونیول شوه
  • تېره اوونۍ د وړمې په پرتله د ملکي وګړو مرګ ژوبله درې برابره ډېره وه

بریدونه او د ملکي وګړو مرګ ژوبله:

تېره اوونۍ د هېواد په ۱۷ ولایتونو (بغلان، بلخ، فاریاب، غزني، هلمند، کابل، کندهار، کاپیسا، خوست، لغمان، لوګر، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، تخار، اروزګان او میدان وردګو) کې د ۲۳ بریدونو په ترڅ کې۳۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان دي.

تېره اوونۍ د وړمې په پرتله ډېره خونړۍ وه؛ ځکه چې وړمه اوونۍ د هېواد په اتو ولایتونو کې د لسو بریدونو په ترڅ کې ۱۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان وو، خو تېره اوونۍ د وژل شویو او ټپیان شمېر ۸۵ ته ورسېد.

دولت په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي چې تېره اوونۍ په ۱۵ ولايتونو کې د دولتي ځواکونو په بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۹ نور ټپيان شوي دي.

د دغو مرګ ژوبلو مسوولیت هېڅ لوري پر غاړه نه دی اخیستی.

په بریدونو کې دولتي ځواکونو او د دولت وسله والو مخالفینو ته هم مرګ ژوبله اوړي، خو پژواک یې ځکه شمېرې نه خپروي چې په اړه یې کره معلومات نه ترلاسه کېږي.

د ترکیې پر جوړېدونکې غونډه تمرکز:

ټاکل شوې افغانستان کې د سولې لپاره د ترکیې ناسته په روانه اپریل میاشت کې د سیمې او نړۍ د ځينو هېوادونو د استازو، د افغان دولتي چارواکو، سیاستوالو او طالبانو د استازو په ګډون د ملګرو ملتونو سازمان تر نظارت لاندې جوړه شي.

د راپورونو له مخې، تېره اوونۍ، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې مېرمن ډيبرا لاينز قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو له پلاویو او د قطر، ترکيې له استازو سره د ترکيې د ناستې په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم قطر کې د جمهوریت او طالبانو له مرکچي پلاویو او په ترکیه کې له ترکي چاروکو او د افغانستان د ملي جنبش ګوند له مشر مارشال عبدالرشید دوستم سره هم د سولې په تړاو د ترکیې د ناستې په اړه خبرې کړې دي.

د جمهوریت مرکچي ډله وایي چې خلیلزاد ورسره د سولې خبرو پر چټکتیا او د ترکیې د غونډې په اړه خبرې کړې دي، خو طالبانو ویلي چې له خلیلزاد سره د دوی په ناسته کې د دوحې د هوکړې د ټولو مادو پر پلي کېدو، د پاتې ټولو بنديانو د خلاصون او له تورو لېستونو د طالبانو د ایستلو په اړه خبرې شوې دي.

د یادونې ده چې د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف هم ويلي چې د سياسي جوړجاړي لپاره د دوحې تړون مهم سند دى او که چېرې ترې سرغړونه وشوه، نو د سولې هڅې به څو کاله شا ته ولاړې شي او د تاوتريخوالي يوه نوې څپه به پيل شي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب بیا ويلي چې د افغان سولې په اړه د ترکیې کنفرانس ته چمتوالی روان دی او اوس کنفرانس ته په اجنډا بحث کېږي.

د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم وایي چې د افغانستان دولت د خبرو د محتوا په اړه چمتووالي سره د استانبول ناسته کې ګډون کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه د ترکیې د ناستې کره وخت نه دی څرګند.

د سولې له بهير څخه باخبره او څارونکو سرچينو ۸صبح ورځپاڼې ته ويلي چې د استانبول ناستې د ګډونوالو تر منځ د رامنځته شويو ستونزو په تړاو د دغې ناستې د ترسره کېدو موده ځنډېدلې ده.

نورو سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر ویاند محمد نعيم پژواک ته وويل:”د ترکیې کنفرانس په اړه تر اوسه دقیق معلومات نشته، نو د وخت په اړه يې خبرې هم له وخت نه مخکې دي.”

د دوو رقیبو هېوادونو بېلابېل دریځونه:

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند زاهد حفيظ چودهري د وري په نهمه وویل چې د افغانستان ستونزه پوځي حل نه لري او په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه باید په «مسوولانه توګه» له افغانستانه ووځي.

دغه راز تېره اوونۍ د هندوستان د بهرنيو چارو وزير جاى شنکر، افغانستان کې د بېګناه خلکو د وینو پر توېیدو او «د بهرنیو وسله والو په شتون» اندېښنه څرګنده کړه، ویې ویل چې هېواد یې د افغان سولې پروسې د ټولو هغو هڅو هرکلى کوي چې اوربند ته لاره هواروي.

سولې ته هیله مندي:

د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله وایي، استانبول کې جوړېدونکې ناسته به د افغانستان برخلیک وټاکي.

دغه راز تېره اوونۍ د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار، د ترکیې په غونډه کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتو او انتقالي حکومت ته د واک پر لېږد د ټینګار تر څنګ، د ترکیې غونډې مثبتو پایلو ته هیله مندي وښوده او ویې ویل:” که خدای کول ټول لوري به یوې هوکړې ته ورسیږي.”

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د وري په لسمه د اسیا زړه ـ استانبول پروسې نهم کنفرانس ته وویل چې د افغانستان حکومت او نړیوال شریکان د سولې لپاره ګډ لیدلوری لري. هغه وایي: “افغانان خپل راتلونکي ته هیلې لري، موږ خپلې هیلې له لاسه نه ورکوو او دا چې د افغانستان حکومت او بین المللي شریکان د سولې په برخه کې ګډ لیدلوری لري، نو په افغانستان کې سوله او ثبات تامینېږي.”

د یادولو ده چې د اسیا زړه ـ استانبول پروسې کنفرانس په یوې ګډې اعلامیې کې په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګېدو لپاره د تاوتريخوالي پر کمولو او اوربند ټينګار وکړ، خو «له القاعده او نورو وسله والو ډلو سره د طالبانو د اړیکو د دوام» په اړه یې اندېښنه څرګند کړه.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني، د ترکیې ناستې جوړېدل د افغانستان لپاره غوره تاریخي فرصت وباله او هیله یې څرګنده کړه چې افغان پلاوی دې ناستې ته له یوې مشخصې او واحدې اجنډا سره ورشي.

د سولې بېلابېلې طرحې:

افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره نه یواځې چې ځینو ګوندونو طرحې جوړې کړي، د دولت بېلابېلو ارګانونو هم یا دا کار کړی او یا یې پر جوړولو لګیا دی.

د حکومت د طرحې په اړه ډېر جزییات نشته، خو ولسمشر غني ویلي چې دی له وخته مخکې ټاکنو له لارې د واک لېږد ته چمتو دی.

غني ویلي:” د سولې ټينګښت، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو اصلي محور دی چې نتیجه به یې یوه سیاسي هوکړه وي او هغه به بیا د لویې جرګې له لوري تایید شي. ورسره د رښتینولۍ د ثابتولو لپاره د اوربند، نړیوال نظارت او داسې سیمه ییزو او نړیوالو اصولي ضمانتونو اړتیا ده چې د افغانستان بیطرفي یقیني کړي. د سولې د ټينګښت د یوه حکومت د جوړېدو لپاره اصول باید د اساسي قانون اډانه وي او د یوه مشخص وخت په ټاکلو سره داسې ولسمشریزو ټاکنو ته لار هواره کړي چې نړیوال پرې څارنه وکړي.”

هغه زیاته کړې:” زموږ اساسي قانون د تعدیل لپاره په ځان کې تګلارې لري او په اساسي قانون کې د هر تعدیل د تطبیق لپاره یو کمېسیون باید جوړ شي. د سولې د ټینګښت حکومت باید د یوه مشخص وخت پربنسټ ماموریت ولري او په نتیجه کې یې داسې ټاکنې وشي چې د دغه بهیر د درېیم پړاو اعتبار او مشروعیت تضمین کړي. زما تر ټولو لوی ویاړ به دا وي چې واک خپل منتخب ځایناستي ته وسپارم؛ نو له همدې امله په نږدې ممکن وخت کې له وخته د مخکې ټاکنو د ترسره کېدو ملاتړ کوم.”

د ملي پخلاینې عالي شورا هم ویلي چې د سولې لپاره پر طرحه کار کوي.

د ولسی جرګې مشر رحماني هم وايي چې دغه جرګه به ډېر ژر د ترکیې ناستې ته د وړاندې کولو لپاره د سولې طرحه تیاره کړي.

رحماني وايي، د دې جرګې د سولې طرحه سربېره پر دې چې له حکومت سره شریکېږي د ترکیې په ناسته کې به د جرګې د استازو له خوا وړاندې شي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي هم د سولې لپاره طرحه جوړه کړې ده.

حکمتیار وایي، د دغې طرحې له مخې باید واک داسې لنډمهاله غیرایتلافي حکومت ته وسپارل شي چې له بې پلوه کسانو جوړ او ټولو ته د منلو وړ وي، بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، د همدغه حکومت له کړنو د څار لپاره د دولت عالي شورا جوړه شي او وروسته له ولسمشریزو ټاکنو سره یو ځای د ولسي جرګې، ولایتي شورا او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې تر سره شي، تر څو د لویې جرګې تشکیل ته لاره برابره شي او دغه جرګه بیا نورې مهمې پرېکړې کوي.

حکمتیار وایي چې دغه طرحه یې له ټولو کورنیو او بهرنیو لوریو سره شریکه کړې ده.

جمعیت اسلامي او جنبش ملي اسلامي ګوندونو هم ویلي چې د سولې لپاره طرحې جوړوي. دغو دواړو ګوندونو په دې اړه جزییات نه دي ورکړي، خو جنبش ویلي چې کېدای شي دغه طرحه د ملي پخلاینې شورا له طرحې سره مدغم کړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب ويلي چې په کور د ننه به ټولې طرحې سره شریکېږي او یوه طرحه به ورنه جوړېږي .د ولسمشر سلاکار محمد اکرم خپلواک هم د حزب اسلامي او جمعیت اسلامي ګوندونو له مشرانو سره خبرې کړي، تر څو ټول په یوه طرحه سره سلا شي.

د سولې په تړاو غونډې:

تېره اوونۍ د هېواد په شپږو ولایتونو کې د سولې په تړاو غونډې جوړې شوې، خو په بدخشان کې یې مخه ونیول شوه.

د افغانستان د نجات حرکت په ننګرهار کې غونډه وکړه. د غونډې ګډونوالو وویل چې د سولې لپاره د بېلابېلو طرحو جوړول هسې پلمې دي او «د نه ژمنتیا له امله» د تېر په پرتله د سولې فرصت پنځوس سلنه کم شوی دی.

کابل کې د ټولو ولایتونو د خلکو او قومي مشرانو په ګډون د ټول شموله سولې لپاره د افغانستان ميکانيزم (AMIP) ادارې غونډه جوړه کړه. د دغې غونډې ګډونوالو د سولې په پروسه کې د یو میکانیزم له لارې د عامو خلکو د غږ په اورېدو او په مسوولانه ډول له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتو ټینګار وکړ.

د لوی کندهار سلګونو کسانو په یوه غونډه کې په هېواد کې د سرتاسري سولې غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې په حکومتولۍ او د سولې په طرحو او پرېکړو کې دې لوی کندهار ته حق ورکړل شي.

د هرات په پوهنتون کې د هېواد د لوېدیځې حوزې ځوانان راټول شول او د سولې په تړاو یې د ځوانانو د نظرونو راټولو چاره پیل کړه. هغوی ټینګار وکړ چې دغه چاره باید د هېواد په اتو زونونو کې تر سره شي.

په بلخ ، خوست او لغمان ولایتونو کې د درېیو بېلابېلو غونډو ګډونوالو له جمهوري نظام څخه ملاتړ وکړ. ټاکل شوې وه چې بدخشان کې هم ورته غونډه جوړه شي خو د جمعیت اسلامي ګوند یې مخه ونیوه

Visits: 207

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.