ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان غزني کې د ښوونځیو له مديرانو او ښوونکو د ديني علومو ازموينه اخلي

طالبان غزني کې د ښوونځیو له مديرانو او ښوونکو د ديني علومو ازموينه اخلي

author avatar
17 Apr 2021 - 14:11
طالبان غزني کې د ښوونځیو له مديرانو او ښوونکو د ديني علومو ازموينه اخلي
author avatar
17 Apr 2021 - 14:11

غزني ښار(پژواک، ٢٨ ورى ١٤٠٠): وسله والو طالبانو د يوه مکتوب په خپرولو سره ويلي چې په غزني کې د عصري ښوونځيو له مديرانو، سرښوونکو او ښوونکو څخه د ديني علومو ازموينه اخلي.

دغه مکتوب چې د روان هجري قمري کال د اتمې مياشتې په ٢٤مه نېټه خپور شوى، يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس هم ترلاسه کړې ده.

په مکتوب کې راغلي :”د اسلامي امارت د تعليم او تربيې رياست غواړي چې د عصري ښوونځيو له ټولو مديرانو، سرښوونکو، ښوونکو او نورو اراکينو څخه د فقهې، عقايدو او سيرت په برخو کې ازموينه واخلي.”

په مکتوب کې زياته شوې چې دغه ازموينه له هغو کسانو څخه اخيستل کيږي چې عمرونه يې له ٤٠ کلونو څخه لږ وي.

سرچينه وايي چې په دغې ازموينه کې به د يادو ټولو اشخاصو صورت او سيرت تر جدي ارزونې لاندې نيول کيږي او د هغو کسانو په اړه به جدي پرېکړه کيږي چې صورت او سيرت يې د نبوي منهج خلاف وي.

په مکتوب کې دا هم ويل شوي چې برياليو کسانو ته به د يوې ځانګړې کمېټې له لوري د تدريس ورکولو اجازه ليک ورکول کيږي او کوم کسان چې بيا دغه ليک ونه لري د تدريس کولو صلاحيت هم نه لري.

په مکتوب کې ټينګار شوى که څوک په ياده ازموينه کې ګډون ونه کړي د کار کولو جواز هم نه ورکول کيږي.

په یاد مکتوب کې يادونه شوې چې دغه ازموينه له راتلوونکي کوچني اختر څخه وروسته اخيستل کيږي او کره نېټه به يې هم وروسته په ډاګه شي.

په دې اړه د غزني ښار يو تن ښوونکي شمس الله پژواک ته وويل چې د طالبانو د مکتوب او ازموينې په اړه يې اورېدلي دي.

هغه وايي: ((دا چې طالبان څه ډول امتحان اخلي موږ پرې نه پوهيږو، خو دومره وايم چې دغه ډول ازموينه به په غزني کې د پوهنې بهير ټکنى کړي.))

همدارنګه د غزني د ده يک ولسوالۍ يو تن ښوونکي شاه محمد پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې نږدې ټولو ښوونکو د ياد مکتوب کاپي ترلاسه کړې ده.

دى زياتوي: ((ټولو استادانو ته يې کاپي ورکړې، خپله پوهنې رياست ته هم رسېدلې خو فکر کوم ډېر کسان به په دې ازموينه کې ګډون ونه کړي چې دا د معارف لپاره يوه لويه ضربه ده.))

په ورته وخت کې د غزني ښار اوسېدونکي حمدالله پژواک ته وويل چې طالبان بايد يواځې له هغو ښوونکو څخه ازموينه واخلي چې په ديني برخو کې زده کړې ورکوي.

دى وايي: ((اول خو بايد حکومت طالبانو ته د دغه کار اجازه ورنه کړي که بيا هم دغه کار کوي نو يواځې دې له ديني استادانو څخه ازموينه واخلي.))

په دې اړه د غزني د پوهنې رياست سرپرستې بي بي رعنا له څه ويلو ډډه وکړه.

خو د پوهنې وزارت وياندې نجيبه آرين يواځې دومره پژواک ته وويل چې په دې اړه د پوهنې وزارت مرکزي او ولايتي همکاران اطلاع نه لري.

بل لورته بيا طالبان دغه موضوع تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې دغه ازموينه يواځې د عصري ښوونځيو له ديني ښوونکو څخه اخيستل کيږي.

ده وويل چې د يادې ازموينې د اخيستلو په موخه يوه کمېټه هم جوړه شوې ده.

د يادونې ده چې غزني د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې څخه دى چې ډېرى سيمې يې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي.

Views: 1921

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.