جلال اباد (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ او حج او اوقافو رياستونو له لوري جلال اباد کې هټۍ والو ته د احتکار د مخنيوي د عامه پوهاوي کمپاين ترسره شو.
دوی هټيوالو ته د لوډسپيکرو له لارې اعلانونه کول چې په اسلام کې احتکار حرام دی او هر څوک چې په روژه کې حرام کار وکړي د روژې فضليت يې له منځه ځي.
مسوولين وايي، د دغې چارې موخه په جلال اباد ښار کې د خوراکي توکو د نرخونو کنټرول دی، ځکه روژه کې هټيوال په خپلسري توګه د خوراکي توکو نرخونه لوړوي او يا هم د نرخونو د لوړوالي په موخه خوراکي توکي ساتي چې دغه چاره احتکار دی.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس رحيم الله خوږياڼی وايي، دغه کمپاین کې پر امنیتي ادارو سربېره د حج او اوقافو ریاست او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست استازو برخه درلوده.
هغه زياته کړه چې د کمپاين ګډونوالو د عامه پوهاوي په بڼه د جلال اباد ښار له هټۍ والو وغوښتل چې اسلامي ارزښتونه وپالي او له احتکاره ډډه وکړي.
د ننګرهار د حج او اوقافو رياست د حج او اوقافو مدير مولوي محمد عزيز وويل چې د اسلامي شرعيت له مخې د احتکار کول حرام عمل دی او په روژه کې دغه ډول عمل ترسره کول د روژې فضيلت له منځه وړي.
هغه زياته کړه: ((چاچې پر مسلمانانو خوراکي توکي د قيمتۍ په نيت ذخيره کړل الله تعالی به يې په جذام ( خوړونکي ) او فلج مرض اخته کړي.))
دا په داسې حال کې ده چې د جلال اباد ښاروالۍ ادارې د روژې له پيل راهیسې د نرخونو د کنټرول په تړاو بېلابېل فعاليتونه ترسره کړي، خو لا هم د جلال اباد ښاريان وايي چې د خوراکي توکو نرخونه کنټرول نه دي.
Views: 19
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن