ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو پلار چې خپل څلور زامن یې له لاسه ورکړي، له دولت او طالبانو سوله غواړي

27 Apr 2021 - 08:36
27 Apr 2021 - 08:36

قلعه نو (پژواک، ۷ غويی ۱۴۰۰): د بادغيس ولایت یو اوسېدونکی چې د کورنۍ جګړې پر مهال یې څلور زامن له لاسه ورکړي، وايي چې خلک نور د دغسې حالت توان نه لري، ښکېلې خواوې، په ځانګړې توګه طالبان باید سوله وکړي.

په دې وروستیو کې د هېواد په هر ګوټ کې جګړې ځپلي خلک، سره له دې چې خپل اولادونه یې له لاسه ورکړي، د سولې غوښتنه کوي.

د بادغيس د قادس ولسوالۍ اوسېدونکی ۶۷ کلن محمد یو له هغو زرګونو هېوادوالو دی چې له هېواده په دفاع کې د خپلو زامنو په له لاسه ورکولو سربېره هم سوله غواړي.

د پاخه عمر دغه کس څلور زامن په تېرو دوو کلونو کې چې د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې یې د ملي پولیسو په لیکو دنده ترسره کوله، د طالبانو په برید کې وژل شوي دي.

هغه چې د خپلو زامنو د غم له امله د ډېرو خبرو توان نه لري، پژواک ته وویل چې د نوموړي درې زامن چې عمرونه یې ۲۵، ۲۰ او ۱۸ کلونه وو، د قادس ولسوالۍ په امنیتي پوسته کې د طالبانو په برید کې په یوه شپه وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې مشر زوی یې ۳۰ کلن و، دوه کاله مخکې هغه مهال د وسله والو طالبانو په کمین کې ووژل شو چې د قادس له ولسوالۍ قلعه نو ښار ته په رخصتۍ راغلی و.

دغه ځورېدلي کس چې هره ورځ د خپلو څلورو زامنو په فراق ک تېروي، پژواک ته وویل چې له درېیو لویو زامنو یې چې هر یوه کورنۍ درلوده، له هر یوه دوه – دوه زامن او مېرمنې پاتې دي.

هغه په غریو نیولي اواز زیاته کړه چې اوس یوازې دی د شپږو یتیمانو او درېیو کونډو سرپرست دی.

نوموړی په داسې حال کې چې هره شېبه یې د خپلو وژل شوو زامنو په یاد کې چیغې وهلې، وویل نور نه غواړي بله مور یا پلار د ده په څېر د زامنو غم وګوري او د جګړې له ښکېلو غاړو، په ځانګړې ډول له طالبانو غواړي چې سوله وکړي.

هغه څرګنده کړه چې خلک نور د خپلو زامنو وژل نه شي زغملی او له وسله والو طالبانو یې وغوښتل چې د خدای (ج) لپاره دې سوله وکړي.

د بادغیس ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بېک پژواک ته وویل چې په افغانستان کې۴۰ کلنې جګړې حتی نباتات هم خسته کړي دي.

هغه وویل چې خلک نور د دغه وضعیت زغملو توان نه لري او د سولې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.

نوموړي زیاته کړه چې په وروستۍ لویه جرګه کې خلک ان د ۵۰۰۰ طالب بندیانو خوشي کولو ته چې ټولو د خلکو په وینه تویونه کې یې لاس درلود، حاضر شول. دا ښیي چې خلک نور د جګړې او وینې تویونې توان نه لري.

د بادغيس ولایتي شورا رییس زیاته کړه چې اوس نه یوازې د بادغيس، بلکې ټول خلک د سولې خبرو، په ځانګړې توګه د ترکیې غونډې پایلو ته هیله من دي خو دا چې خپلې دې هیلې ته به ورسېږي کنه؟ نه ده معلومه.

هغه په ​​هېواد کې د جګړې له ښکېلو غاړو هم وغوښتل چې د افغانستان بېوزلو خلکو پر حال رحم وکړي او د هغو یتیمانو په لپاره چې په کورونو کې دي، له جګړې لاس واخلي او سوله وکړي.

د بادغيس سیمه ییزه اداره هم وایي چې حکومت له کلونو راهیسې سوله غواړي او حتی د ښه نیت له امله د طالبانو ډېری غوښتنې، په ځانګړې توګه د ۵۰۰۰ بندیانو خوشي کول ومنل او ازاد یې کړل.

Visits: 81

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version