ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: د واقعي سولې راتلو په صورت کې له وخته مخکې واک پرېښودو ته چمتو یم

ولسمشر غني: د واقعي سولې راتلو په صورت کې له وخته مخکې واک پرېښودو ته چمتو یم

author avatar
5 May 2021 - 11:51
ولسمشر غني: د واقعي سولې راتلو په صورت کې له وخته مخکې واک پرېښودو ته چمتو یم
author avatar
5 May 2021 - 11:51

کابل (پژواک، ١٥ غويى ١٤٠٠) : ولسمشر اشرف غني وايي چې د واقعي سولې لپاره چمتو دى چې له وخته مخکې واک پرېږدي.

ولسمشر اشرف غني دغه څرګندونې «د افغانستان د ګواښ او فرصت شېبه» تر عنوان لاندې په هغې ليکنه کې کړې چې پرون د امريکا (فارن پاليسۍ) مجلې په ويب سايټ کې خپره شوې ده.

هغه زياته کړې، د امريکا د ولسمشر جوبايډن له لوري، د روان کال تر سپټمبر میاشت پورې له افغانستانه د متحده ایالتونو د پاتې ۲۵۰۰ سرتېرو ایستلو پرېکړه د افغانستان او ګاونډيانو لپاره د عطف ټکی دی.

هغه زياته کړې، د افغانستان حکومت د دې پرېکړې درناوی کوي او د حکومت، افغانانو، طالبانو او سیمې لپاره ورته د یوه فرصت او په عین حال کې د خطر په سترګه ګوري.

ده ويلي: ((ما په ۲۰۱۸ کال کې (طالبانو ته) د بې قید و شرطه خبرو اترو وړاندیز وکړ چې د هماغه کال په جون میاشت کې (د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ) د درې ورځني اوربند لامل شو. په ۲۰۱۹ کال کې چې ما (د سولې مشورتي) لویه جرګه را وغوښته، د افغانستان حکومت یې موظف کړ چې له طالبانو سره د سولې خبرې اترې پيل کړي. له هغه راهیسې زما حکومت د یوه داسې سیاسي توافق لپاره د ملي اجماع په رامنځته کولو کار کوي چې د افغانستان د اساسي قانون او د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې له ارزښتونو سره همغږی وي.))

د هغه په وينا، حکومت يې چمتو دی چې له طالبانو سره خبرو اترو ته دوام ورکړي. که چېرې یې هدف په هېواد کې د سولې تأمین وي.

دى وايي: ((زه حاضر یم چې خپله د جمهوري ریاست دوره له ټاکلې نېټې مخکې پای ته ورسوم.))

ولسمشر اشرف غني وايي چې د افغانستان حکومت او امنیتي قواوې د اووه کاله پخوا په پرتله ډېر قوي او پياوړي وضعیت کې دي او کاملاً چمتو دي چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د خپلو خلکو دفاع او خدمت ته دوام ورکړي.

د هغه په وينا، له بلې خوا د دغو ځواکونو وتل افغانانو ته د خپل هېواد د واقعي حاکمیت موندلو فرصت ورکوي. په تېرو شلو کالو کې په افغانستان کې د څلوېښتو هېوادونو پوځیان مېشت وو. په نږدې راتلونکي کې به د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې د نظامي روشونو ټولې پرېکړې د افغانستان حکومت کوي.

ولسمشر غني ليکلي، په دې کې شک نشته چې اوس به طالبان د جګړې (د بهرني ځواک پر وړاندې د جهاد په څېر) توجیه او پلمه ونه لري.

هغه وايي، د متحده ایالتونو پرېکړې، طالبان او په پاکستان کې د دې ډلې ملاتړي غافلګیر او یوه انتخاب ته اړ کړل. دوی به با اعتباره همکاران شي او که به د لا ډېرې بې نظمۍ او تاوتریخوالي عاملین شي؟ که طالبان دویمه (د بې نظمۍ او تاوتریخوالي) لار خپله کړي، نو د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه به ورسره وجنګېږي. که طالبان له خبرو اترو ځان لرې کړي، نو په اصل کې به د هدیرې سوله انتخاب کړي.

ولسمشر اشرف غني ويلي، د ترکيې د استانبول د سولې په ناسته کې د طالبانو له نه ګډونه داسې ښکاري چې د ښځو حقونو، تعليم او سولې په تړاو د يو شمېر پوښتنو لپاره د طالبانو ځواب منفي دی.

ده زياته کړې: ((داسې ښکاري چې طالبان اوس هم سولې ته د رسېدو نه، بلکې د واک ترلاسه کولو لېوال دي. سیاسي توافق او د افغانستان په حکومت او ټولنه کې د طالبانو ادغام هغه یوازېنۍ لاره ده چې موږ یې په مخ کې لرو. په عین حال کې، توپ د طالبانو په میدان کې دی.))

د هغه په وينا، د امریکایي ځواکونو د وتلو خطرات په رسنیو کې په پراخ ډول ښودل شوي او منفي تبلیغات روان دي، خو څه چې په کې بېخي لږ ښکاري، د هغو فرصتونو په اړه بحث دی چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو سره رامنځته کېږي.

ده زياته کړې: ((افغانان بیا هېڅکله د نویمې لسیزې وحشت ته نه ورستنېږي، موږ نه یوازې د اتفاقي سولې په تمه اوزګار نه کېنو، بلکې د سولې راتلو لپاره د اړین وضعیت او چاپېریال رامنځته کولو په موخه به ګام واخلو.))

د هغه په وينا، افغانان، همکاران یې او ذیدخله بین‌المللي اړخونه یو مستقل، اسلامي، ولسواک، متحد، بې‌طرفه او متصل افغانستان غواړي.

ولسمشر غني ليکلي: ((سره له دې چې ډېر وضاحت نشته چې طالبان څه غواړي، هغوی اسلامي نظام غواړي او دغه اسلامي نظام په افغانستان کې شته، خو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ یوه سیاسي توافق ته په رسېدو کې د بریالیتوب لپاره باید دغه ډله (طالبان) خپل مطلوب هدف په پوره جزئیاتو او روښانه ډول بیان کړي.))

هغه وايي، مذاکرات یو با اعتباره او بې‌طرفه منځګړی غواړی؛ په دوحه کې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو اترو کې کوم بن بست رامنځته شوی، اوس په کې د منځګړي اړتیا تر پخوا ډېره لیدل کېږي او کمی یې ډېر احساسېږي. د دغه کار لپاره تر ټولو مناسبت بنسټ د ملګرو ملتونو سازمان کېدای شي.

ولسمشر ويلي، د مذاکرې لومړني موضوعات باید مطلوب هدف ته رسېدل او هر اړخیز اوربند وي چې نه یوازې د افغانانو ورځني ژوند ته سوله او ارامي راوړي، بلکې د سولې پروسې ته اعتبار هم ور وبښي.

دا چې د سولې په زیاتره مذاکراتو کې پر اوربند توافق نقض شوی، نو په دې خاطر بین‌المللي نظارت ډېر مهم دی.

نوموړي زياته کړې، وروسته باید د مذاکراتو اړخونه د یوې انتقالي دورې پر جوړېدو بحث او په دې اړه یوه پرېکړه وکړي؛ که څه هم د جمهوریت جوړښت باید پر خپل حال پاتې شي، خو د سولې حکومت باید د ټاکنو ترسره کېدو لپاره د پلان جوړولو ترڅنګ د نظام نظم او تدوام هم وساتي. د سولې د حکومت انتقالي دوره باید لنډه وي او ډېر ژر باید د جمهوري ریاست، پارلماني او محلي ټاکنې ترسره شي څو له لارې یې د هېواد نوې رهبري وټاکل شي.

ولسمشر غني ويلي: ((زه به په دې ټاکنو کې نوماند نه یم او د خپل جمهوري ریاست رسمي دورې له بشپړولو مخکې به واک وسپارم؛ البته په هغه صورت کې چې اصلي هدف، زما د ځایناستي ماموریت هېواد ته د سولې راوستل وي.))

ده زياته کړې، دغه مذاکرات به له سختو موضوعاتو سره مل وي؛ د دې په ګډون چې طالبان به له هغه پاکستان سره خپل روابط څه ډول ختموي چې د دوی لوجستیکي، مالي او د جلب و جذب ملاتړ کوي؟ په دغو مذاکراتو کې باید طالبانو او القاعدې په اوسنیو اړیکو خبرې وشي چې د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۰ کال په راپور کې یې جزئيات راغلي دي.

هغه وايي، نو دا ډېره اړینه ده چې د افغانستان حکومت او طالبان د اسلامي دولت (داعش)، القاعدې او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې د مبارزې پر روش توافق وکړي او موافقتنامه دې له ترهګرۍ سره د مبارزې په هغه چارچوب کې شامله وي جې د سیمې هېوادونو او بین‌المللي سازمانونو د ملاتړ تضمین ولري.

ولسمشر وايي، دا موافقت‌نامه باید د لوړې کچې سیمه ییزې ډیپلوماسۍ دوام هم وساتي او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی هم باید په کې وي.

Visits: 737

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.