ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د احمدزیو شورا : ملي بیرغ، ملي سرود او اساسي قانون ته دې درناوی وشي

د احمدزیو شورا : ملي بیرغ، ملي سرود او اساسي قانون ته دې درناوی وشي

author avatar
9 May 2021 - 15:37
د احمدزیو شورا : ملي بیرغ، ملي سرود او اساسي قانون ته دې درناوی وشي
author avatar
9 May 2021 - 15:37

کابل (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۰): د احمدزیو سراسري شورا له هغو کسانو سره مخالفت څرګند کړ چې ملي ارزښتونو او اساساتو ته درناوی نه کوي او شخصي او ګوندي ګټې پالي.

دغه څرګندونې د احمدزیو د شورا غړو د غویي په ۱۹ مه د يوې غونډې په ترڅ کې د جمعیت ګوند د هغې غونډې په غبرګون کې وکړې چې څلور ورځې وړاندې په کابل جوړه شوې وه، خو د ملي سرود پرځاى په کې ګوندي ترانه غږول شوې وه او  د ملي بيرغ پر ځاى په کې ګوندي بيرغ پورته شوى و.

د احمدزيو شورا په نننۍ غونډه کې د دې شورا مشر نقیب الله احمدزي وویل، په هېواد کې دې ټول ګوندونه ملي ارزښتونو ته متعهد او وفادار و اوسي.

هغه وایي، څوک چې په دې هېواد کې ژوند کوي، باید ملي بیرغ، ملي سرود او اساسي قانون ته درناوی وکړي.

هغه وویل:((په هېواد کې له هغو خلکو سره مخالف يم چې ملي ارزښتونو او اساساتو ته درناوی نه کوي او خپلې شخصي ګټې لټوي.))

دا په داسې حال کې ده چې نوموړي هم د جمعيت ګوند په ياده غونډه کې ګډون کړى و چې د احمدزيو د قوم احساسات يې را پارولي دي.

خو نقيب الله احمدزى بيا وايي چې د هماغې غونډې پرمهال يې هم د جمعيت ګوند ياده کړنه غندلې ده.

دغه راز په نننۍ غونډه کې د دې شورا د دارالانشاء رییس ځدراڼ احمدزي وویل، د جمعيت ګوند په غونډه کې له ملت سره جفا او خيانت شوى دى.

هغه وایي: ((په هغه هېواد کې چې څوک اوسیږي، هلته یې خوري، معاش یې اخلي او د اساسي قانون لاندې يې ژوند کوي او نه یې مني، دا د پردیو خلکو کار دی.))

ده ټینګار وکړ چې ملت او حکومت باید د داسې خلکو مخه ونیسې چې ملي سرود او ملي بيرغ ته درناوی نه کوي.

دغه راز د ولسمشر سلاکار حاجي عالم ګل وویل، دا مهال افغانان ملي حاکمیت، باعزته سولې او اوربند ته جدي اړتيا لري، له هغو مسايلو بايد ډډه وشي چې احساسات راپاروي.

ده غوښتنه وکړه چې د جګړې ښکېلې غاړې دې په هېواد کې د خلکو له وژنو لاس واخلي او روانه جګړه دې ودروي.

د غونډې يو شمېر نورو ګډنوالو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت او طالبانو يې د اوربند او سولې کولو غوښتنه وکړه.

Visits: 39

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.