ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طبي پوهان: د «چرسو» په وسیله د کرونا درملنه او مخنیوی علمي اساس نه لري

طبي پوهان: د «چرسو» په وسیله د کرونا درملنه او مخنیوی علمي اساس نه لري

author avatar
10 May 2021 - 14:37
طبي پوهان: د «چرسو» په وسیله د کرونا درملنه او مخنیوی علمي اساس نه لري
author avatar
10 May 2021 - 14:37

کابل(پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۰): د ټولنیزو رسنیو ځینې کاروونکي چرس د کرونا ناروغۍ د درملنې او مخنیوي لپاره ګټور ګڼي، خو طبي پوهان دغه ادعا ردوي او وايي، د دې ترڅنګ چې له چرسو استفاده د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره ګټوره نه ده او علمي اساس نه لري، په شدت سره روږدي کوونکي دي.

چرس د نشه يي توکو ماده ده چې د شاه دانې له بوټي ترلاسه کېږي، نشه کوونکی خاصیت لري، چرس هغه نشه يي مواد دي چې تر ټولو ډېره مړینه رامنځته کوي، ډېر کسان تصور کوي چې روږدي کوونکې نه ده.

د روغتیايي متخصصانو د معلوماتو له مخې، د چرسو په لومړي ځل استفاده کس ته دروغجنه خوشحالي ورکوي، خو د استفادې د تکرار په صورت کې یوازې شدید تړاو دی چې استفاده کوونکی مصرف ته مجبوروي، داسې چې د چرسو له مصرف پرته هېڅ کار نه شي کولای.

اوازې:

د «کابل ډیلي نیوز» په نوم ټوېټر پاڼې لیکلي، کاناډايي ډاکترانو فکر کاوه چې ښايي شاه دانه بوټی یا «چرس» د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوی وکړي.

په یاد مطلب کې راغلي: “دوی له څېړنو او کولمو د مکروب او سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره د چرسو تر امتحاني استفادې وروسته دې پایلې ته رسېدلي دي.”

مختار وفايي بل ټوېټر کاروونکی دی چې «د کندهاري طبیب رقیب، د حشیشو (چرسو) او تنباکو په وسیله د کرونا ناروغانو درملنه کوي!» تر عنوان لاندې مطلب خپور کړی دی.

په ورته وخت کې، دویچه وله هم په خپل دري سایټ کې د «ایا چرس پر کرونا ناروغۍ د اخته کېدو مخه نیسي؟» په نوم راپور خپور کړی دی.

په دغه راپور کې راغلي، کاناډايي ډاکترانو ګومان کاوه چې شاه دانه نبات یا چرس ښايي د کرونا ویروس د خپرېدو مخه ونیسي.

دغه راز د بشیر احمد قاساني په نوم افغان خبریال هم د «دویچه وله» د دري راپور متن پر خپله فېسبوک پاڼه خپور کړی چې د فېسبوک کاروونکو له جدي غبرګون سره مخ شوی، خو یو شمېر نورو کسانو د یاد مطلب له خپرېدو ملاتړ کړی دی.

د ټولنیزو شبکو پر کاروونکو سربېره ځینې خلک هم له چرسو استفاده د کرونا ناروغۍ د درملنې لپاره ګټوره ګڼي.

حقیقت موندنه:

د روغتیايي چارو پوهان وايي، تر اوسه د کرونا ناروغۍ د درملنې او مخنیوي لپاره له چرسو د استفادې ګټورتوب نه دی ثابت شوی.

د افغان ــ جاپان روغتون د جدي مراقبتونو برخې (ICU) موظف ډاکتر حشمت الله فیضي پژواک ته وویل، چرس د تریاکو په څېر افیوني (Opoid) موادو له ډلې دي چې د درد ضد خاصیت لري.

هغه پر دې په ټينګار چې له چرسو او تریاکو استفاده په موقتي ډول درد له منځي وړي وویل، د کرونا ناروغان شدید درد لري او له همدې امله ځينې کسان د درد د ارامۍ لپاره له هغو استفاده کوي.

نوموړي له افیوني توکو استفاده روږدي کوونکې وبلله او ویې ویل، له یادو توکو استفاده غیر معقول کار دی، ځکه چې د درد له منځه وړلو لپاره ځينې درمل موجود دي چې روږدي کوونکي نه دي.

د روغتیايي چارو پوهان د حکیم الکوزي قطرې ته په اشاره وویل: “د هغه قطره هم له افیوني موادو جوړه شوې وه چې درد یې له منځه وړلو، خو اوس ځينې کسان لرو چې پر دې قطره عادت شوي، دوی ته روږديتوب پیداشوی او اوس هم ترې استفاده کوي.”

ډاکتر فیضي له کرونا ناروغۍ د ځان ژغورلو یوازینۍ لار له ماسک څخه استفاده او ټولنیزو واټن مراعاتول وبلل او له خلکو یې وغوښتل چې د دغو دوو مواردو ترڅنګ نورې روغتیايي سپارښتنې هم عملي کړي.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت پخوانی سلاکار ډاکتر باز محمد شېرزاد پژواک ته وویل، په علمي توګه د کرونا ناروغۍ د درملنې لپاره له چرسو استفاده هېڅ رول نه لري.

هغه د انسانانو په ځانګړې توګه کرونا ناروغانو لپاره له چرسو استفاده مضره وبلله او ویې ویل، د کرونا ناروغۍ د مخنیوي او درملنې لپاره له دغه ډول افیوني موادو استفاده انسان روږدی او ناروغ کوي.

نوموړي په دې اړه د ځينو راپورونو خپرېدو ته په اشاره چې ګواکې له چرسو استفاده پر کرونا ناروغۍ د اخته کېدو مخه نیسي وویل، د روغتیا نړیوال سازمان او پوهان اندېښنه لري چې د دغه ډول څېړنو په خپرېدو به عامه فکرونو کې د یادو توکو په اړه ناسم تصور رامنځته شي.

د روغتیايي چارو د پوهانو په خبره، د روغتیا نړیوال سازمان او پوهان وایي چې دغه څېړنه تر اوسه د نړۍ د نورو څېړونکو له خوا نه ده ارزول شوې نو له همدې امله نیمګړې پاتې ده.

دغه پوهان وایي، د چرسو دود د تنباکو د دود په څېر د اګین زهرجنو کیمیاویي موادو په ګډون په خپل ترکیب کې امونیا او هایدروجن سیاناید لري، چې د علمي څېړنو په اساس د تنفسي لارو او ششونو د تخریب، دوامداره ټوخي او بلغم لامل کېږي، دغه راز د برانشونو او تنفسي سیستم د مکروبي کېدو ناروغۍ د خطر زیاتېدو لامل کېږي.

بلخوا، دیني عالم مفتي شمس الرحمن فروتن پژواک ته وویل، د کرونا درملنې لپاره له چرسو او تریاکو استفاده نه یوازې اغېز نه لري، بلکې نشه کوونکي او کمزوري کوونکي دي، په اسلام کې داسې درملنه ناسمه بلل شوې ده.

نوموړي زیاته کړه: “په داسې حال کې چې متخصصو ډاکترانو نظر نه وي ورکړی چې تریاک او چرس اغېزناک دي، نه شو کولای ترې ګټه واخلو او که د هغه د اغېزمنتیا په اړه یې نظر هم ورکړی وي، بیایې هم بدیل موجود وي، باید له بدیل څخه یې چې حلال دی ګټه واخیستل شي.”

هغه څرګنده کړه: “نبي کریم (ص) فرمایي چې الله (ج)، زما د امت شفا‌ء په مضرو او حرامو شیانو کې نه ده اچولې.”

د عامې روغتیا وزارت ویاند غلام دستګیر نظري پژواک ته وویل چې د کرونا مخنیوي لپاره له نشه یي توکو په ځانګړې توګه له چرسو استفاده، علمي اړخ نه لري.

هغه زیاته کړه: “دا اوازې دي چې په ټولنیزو شبکو کې مطرح شوې، هېڅ علمي اساس نه لري او موږ یې ردوو.”

نوموړي خبر ورکړ، هغه کسان چې د داسې خبرونو په خپرولو د خلکو ذهنونه خرابوي، قانوني او جدي چلند به ورسره وشي.

پایله: د ټولنیزو شبکو ځینو کارکوونکو او هېوادوالو د کرونا درملنې او مخنیوي لپاره له چرسو ګټه اخیستل ګټور بولي؛ خو روغتیايي پوهان وایي چې د کرونا لپاره له چرسو استفاده علمي بنسټ نه لري.

پرېکړه: د کرونا د درملنې او مخنیوي لپاره له چرسو استفاده، ثابته ادعا نه ده.

 


دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

Visits: 138

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.