ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار ښار کې د هدفي وژنو ډېرېدو خلکو سخت اندېښمن کړي دي

په کندهار ښار کې د هدفي وژنو ډېرېدو خلکو سخت اندېښمن کړي دي

author avatar
11 May 2021 - 16:33
په کندهار ښار کې د هدفي وژنو ډېرېدو خلکو سخت اندېښمن کړي دي
author avatar
11 May 2021 - 16:33

کندهار (پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۰): په کندهار ښار کې د هدفي وژنو ډېروالي خلک اندېښمن کړي او وايي چې امنیتي ځواکونه د دغو پېښو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

په کندهار کې له ډېرو کلونو راهیسې هدفي وژنې روانې دي خو د هوا له ګرمېدو سره دا پېښې ډېرې شوې دي.

د روژې په روانه میاشت کې تر بل هر وخت د هدفي وژنو کچه لوړه شوې او د معلوماتو له مخې هره ورځ په کندهار ښار کې لږ تر لږه درې یا پنځه دغسې پېښې کېږي.

د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، هره ورځ په کندهار ښار کې هدفي وژنې کېږي، نظامي او ملکي مامورین، مخور او نور په نښه کېږي او هیڅوک ځان خوندي نه ګڼي.

د کندهار ښار د ۱۱مې ناحیې اوسېدونکي صدیق الله پژواک خبري اژانس ته وویل، روژه چې د عبادتونو میاشت ده، تر بل هر وخت په کې ډېرې هدفې وژنې کېږي.

هغه زیاته کړه، هره ورځ په کندهار ښار کې کمه تر کمه له ۳ تر ۵ هدفي وژنې کېږي خو عاملین یې په تېښته بریالي کېږي.

نوموړی پر امنیتي او کشفي ارګانونو نیوکه کوي او وايي چې د دغو پېښو په مخنیوي او یا له پېښو وروسته د برید کوونکو په پېژندلو او نیولو کې پاتې راغلي دي.

د کندهار ښار د کابل دروازې اوسېدونکي عبدالواسع پژواک خبري اژانس ته وویل، همدا نن د کندهار ښار په زړه هرات بازار کې بریدګرو پر دوو پولیسو برید وکړ چې یو په کې ووژل شو او بل ټپي شو.

دی وايي، په دې پېښه کې د ځوابي ډزو په پایله کې یو بریدګر ووژل شو او بل وتښتېد.

د ده په خبره، دا د کندهار د هرې ورځې کیسه ده، په دې ولایت کې د هدفي وژنو پېښې له کلونو راهیسې روانې دي چې کله لږ ورو او کله بیا توندېږي.

د ده په خبره، په تېرو شلو کلونو کې د دغو پېښو له امله په سلګونو نارینه او ښځینه مخورو څېرو، نظامي مسوولینو، دولتي کارکوونکو او نورو ژوند له لاسه ورکړی.

دی وايي، د اندېښنې وړ خبره دا ده چې امنیتي ارګانونه تر اوسه نه دي بریالي شوي چې د دغو پېښو مخنیوی وکړي او د چریکي بریدونو د دغو شبکو د فعالیت مخه ونیسي.

 

د ده په باور، د ناامنۍ تر بلې هرې پېښې هدفي وژنې په خلکو کې ډېره وېره خپروي.

دی وايي، هیڅوک هم د تګ راتګ پر مهال ځانونه خوندي نه احساسوي، دغسې پیښې ټول اغېزمن کوي.

 

نوموړی غوښتنه کوي چې امنیتي ځواکونه دې له کشفي ارګانونو سره په ګډه د دغو پېښو پر مخنیوي جدي کار وکړي او بېلابېل امنیتي تدابیر دې ونیسي.

د کندهار د ولایتي شورا رییس حاجي سید جان خاکرېزوال هم د هدفي وژنو په ډېروالي اندېښنه ښيي او وايي، هره ورځ له ۱۰ تر ۱۲ کسان یوازې په هدفي بریدونو کې وژل کېږي.

ده د بېلګې په توګه د خبریال نعمت روان د وژل کېدو پېښه یاده کړه چې له کابله کندهار ته په خپل شخصي کار پسې راغلی و خو ووژل شو، دغه راز یې د شاولیکوټ د ولسوال زوی یاد کړ چې د کندهار ښار په ۹مه ناحیه کې ووژل شو او په لسګونو نورې پېښې.

نوموړی پر اړوندو ارګانونو نیوکه کوي او وايي چې امنیتي مسوولین د خلکو د امنیت په خوندیتوب کې پاتې راغلي دي.

د ده په خبره، ادارې او مسوولین یې په فساد کې ښکېل دي، چارې د اهل کسانو پر ځای نااهلو ته سپارل شوي، هېواد، خلکو او نظام ته ژمنتیا نشته، رښتیا نشته ټولې چارې په دروغو چلېږي.

خو دی وايي، چې که په دې لړ کې پر کوم امنیتي چارواکي او یا د حوزې پر امر نیوکه کوې نو بېلابېلې کړۍ دې پر وړاندې درېږي.

د کندهار والي روح الله خانزاده هم له امنیتي مسوولینو سره په وروستۍ امنیتي غونډه کې له امنیتي مسوولینو په جدیت غوښتنه وکړه څو د وسله والو پلانونه شنډ کړي، د ترور او نورو جنايي پېښو مخنیوی وکړي.

هغه زیاته کړه، وسلوالو مخالفینو په یو شمېر ولسوالیو کې له ماتې وروسته خپله ټوله پاملرنه ښار ته را اړولې ده، او د ترهګریزو کړنو له لارې د خلکو په زړونو کې وېره خپروي.

ده وویل، له دغو پېښو د ښاریانو شکایتونه ډېر شوي او له امنیتي مسوولینو د دې وضعیت کنټرول غواړي.

کندهار والي کشفي او استخباراتي ادارو ته دنده وسپارله چې د ټولو وسله والو شبکو په اړه معلومات پیدا کړي، تر پېښې مخکې یې پلانونه شنډ کړي او هغوی وځپي.

 

و موغوښتل په دې اړه د امنیتي چارواکو نظر هم واخلو څو لږ تر لږه په روانه میاشت کې د هدفي وژنو د قربانیانو کره شمېرې راسره شریکې کړي خو څوک حاضر نه شول.

که څه هم په کندهار ښار کې د هدفي وژنو د قربانیانو کره شمېره معلومه نه ده، خو په تېرو څو کلونو کې په کندهار ښار کې سلګونه قومي مخور، دیني عالمان، مدني فعالان، پولیس افسران، سرتېري او نور عام وګړي په نښه او وژل شوي دي.

 

Visits: 15

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.