ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دفاع وزارت : هلمند کې د هند قارې لپاره د القاعده شبکې ۱۳ غړي ووژل شول

دفاع وزارت : هلمند کې د هند قارې لپاره د القاعده شبکې ۱۳ غړي ووژل شول

author avatar
25 May 2021 - 16:09
دفاع وزارت : هلمند کې د هند قارې لپاره د القاعده شبکې ۱۳ غړي ووژل شول
author avatar
25 May 2021 - 16:09

کابل ، جلال اباد (پژواک، ٤ غبرګولی ١٤٠٠) : د ملي دفاع وزارت وايي چې په هلمند ولايت کې د عملياتو پر مهال د هند قارې لپاره د القاعده شبکې ۱۳ غړي وژل شوي، خو طالبان دغه ادعا ردوي او وايي چې په افغانستان کې د القاعدې هېڅ غړي نه شته.

د ملي دفاع وزارت له خوا د غويي په ٤مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون له غرمې وروسته هوایي ځواکونو د هلمند خانشین ولسوالۍ”پوپلزو” سیمه کې د القاعده شبکې پر غړو او پټنځایونو هوایي هدفمند عملیات ترسره کړل.

سرچينې زياته کړې چې د دغو عملياتو په پایله کې د هند قارې لپاره د القاعده شبکې یو مهم قوماندان” حاجي الفت” ټپي او  ۱۳ نور غړي یې ووژل شول.

د ملي دفاع وزارت وايي چې وژل شوي کسان حرفوي ماین جوړونکي او د وسله والو لپاره د شپې له دوربین څخه ګټې اخیستنې برخه کې د زده کړې مسولین وو.

خو طالبان د ملي دفاع وزارت دغه ادعا ردوي او وايي چې دا يواځې تبليغات دي چې د سياسي موخو لپاره يې ترسره کوي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په هلمند او افغانستان کې د القاعدې هېڅ غړي نه شته او حکومت له دې کار سره غواړي سياسي ګټې ترلاسه کړي.

کندهار ولايت:

بلخوا په کندهار ولايت کې د اتل قول اردو له خوا په يوه خپره شوې خبرپانه کې راغلي چې هوايي ځواکونو تېره شپه پنجوایي او شاه ولیکوټ ولسوالیو کې د طالبانو پر یوې غونډې عملیات ترسره کړل، چې پایله کې په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د دغې ډلې د کمربند قوماندان اجمل په ګډون ۲۴ طالبان ووژل شول او ۳ نورټپیان شول.

لغمان ولايت :

په ختيځ کې د سيلاب قول اردو چارواکي وايي، لغمان ولايت کې يې د بېلابېلو هوايي او ځمکنيو بريدونو پرمهال ۳۰ وسله وال طالبان وژلي دي.

دوی وايي، د مرکز مهترلام، الينګار او اليشنګ ولسواليو کې یې ګڼې سيمې هم له وسله والو پاکې کړې دي.

په ختيځ کې د سيلاب قول اردو وياند تورن سيد مقصود صاحبزاده د غبرګولي په ۴مه پژواک اژانس ته وويل، چې ګډو افغان ځواکونو د وسله والو ځپلو په موخه ګډ هوايي او ځمکنې عمليات ترسره کړي چې تېرو ۲۰ ساعتونو کې يې يو شمېر کلي له وسله والو پاک کړي، ۱۹ وسله وال يې وژلي او يو تن يې ټپي کړی دی.

هغه زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې د مرکز اړوند پاټک،ابوز او قلعټک، د الينګار اړوند شيخ صاحب او د اليشنګ اړوند دوملام سيمې له وسله والو پاکې شوې دي.

نوموړي دا هم وويل، چې تېره شپه افغان هوايي ځواکونو د لغمان بادپښ ولسوالۍ کې هوايي بريدونه کړي چې په کې يې ۱۱ وسله وال وژلي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، وسله والو د بادپښ ولسوالۍ يو شمېر پوستو باندې بريدونه کړي و چې د امنيتي ځواکونو تر هوايي بمبار لاندې راغلل.

بلخوا وسله والو طالبانو ويلي چې لغمان کې لا هم ټولې هغه سيمې چې له دولتي ځواکونو يې نيولي د دوی تر کنټرول لاندې دي.

د دغې ډلې وياند ذبيج الله مجاهد پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې په لغمان کې د دوی د وسله والو د وژل کېدو ادعاوې د افغان پوځ پروپاګنډ دی او حقيقت نه لري.

نورستان ولايت :

بلخوا د نورستان والي وايي، د دغه ولايت پر دواب ولسوالۍ د وسله والو طالبانو ډله ييز بريد يې له ماتې سره مخ کړی او د وسله والو د يو ولسوال په ګډون يې يو شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده.

د نورستان والي حافظ عبدالقيوم پژواک اژانس ته وويل، چې وسله والو طالبانو تېره شپه شاوخوا ۶ بجې د دغه ولايت پر دواب ولسوالۍ له دوو لوریو څخه ډله ييز بريد پيل کړی و.

هغه زياته کړه، چې وسله والو د دغې ولسوالۍ د سقوط پلان درلود، خو د امنيتي ځواکونو له کلک مقاومت شول او ماتې سره مخ شول.

هغه وويل، چې په دغو نښتو کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو د دغه ولايت د نورګرام ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال په ګډون د يو شمېر وسله والو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کوي.

بلخوا د نورستان د امنيه قوماندانۍ وياند سراج الحق اميري پژواک ته وويل، چې په دغه نښته کې د نورګرام ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوي ولسوال په ګډون ۴ وسله وال وژل شوي او ۹ نور یې ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه، په ټپي وسله والو کې د چيچنيا هېواد يو وسله وال هم شامل دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Views: 69

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.