ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرونا درېيمه څپه، بلخ د اکسيجن له کمښت سره مخ دى

د کرونا درېيمه څپه، بلخ د اکسيجن له کمښت سره مخ دى

author avatar
30 May 2021 - 15:29
د کرونا درېيمه څپه، بلخ د اکسيجن له کمښت سره مخ دى
author avatar
30 May 2021 - 15:29

مزارشريف ( پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۰) : د بلخ د عامې روغتيا سرپرست رييس وايي چې دغه ولايت کې د کرونا ویروس درېيمه څپه په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.
نوموړی خبرداری ورکوي، که خلک روغتيايي لارښوونې مراعات نه کړي؛ نو بلخ کې به د کرونا درېيمه څپه پر ناورين بدله شي.
ډاکټر ګل احمد ايوبي له پژواک اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې له وړوکي اختر وروسته په پر له پسې ډول هره ورځ بلخ کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر زياتېږي.
نوموړي زياته کړه : (( له اختر وړاندې موږ بار بار خلکو ته پيغام ورکړ، چې احتياط وکړئ، کرونا ټوکې نه دي او د نړۍ ډېر قوي هېوادونه يې ځپلي؛ خو له بده مرغه زموږ له محاسبې سره سم خلکو د دغه ویروس مخنيوي ته لازمه پاملرنه ونه کړه او اوس يې موږ وينو چې ورځ تر بلې پېښې زياتېږي)).
د هغه په وينا، د کوويډ۱۹ ويروس د درېيمې څپې له خپرېدو سره هم مهاله دوی د روغتيايي خدماتو د زياتولو برخه کې هم اغېزناک ګامونه پورته کړي دي.
نوموړی وايي، د کرونا په اوله او دويمه څپه کې مزارښار کې د ناروغانو د درملنې لپاره پنځوس بستريز روغتون فعال وو؛ خو زياتوي چې اوس د ناروغانو زيات شمېر ته په کتو دوی د بسترونو شمېر ۱۲۰ ته رسولی دی.
د بلخ د عامې روغتيا رييس د اندېښنې په څرګندولو وايي، چې له دوی سره شته اکسيجن کم دی؛ خو زيآتوي چې له قراردادي شرکت سره يې موضوع مطرح کړې او هیله من دی، چې ژر به د اړتيا وړ اکسيجن ورته چمتو شي.
هغه وايي: (( په اوس مهال کې موږ ته د اکسيجن څه باندې ۴۰۰ بالونونه پکار دي، خو له بده مرغه دمګړۍ قراردادي شرکت ۲۰۰ بالونونه اماده کړي، چې دا بسنه نه کوي، موږ يې له مسوولينو سره خبره کړې او امېد لرو چې ژر به د اړتيا وړ اکسيجن تهيه کړي)).
ډاکټر ګل احمد ايوبي زياتوي، چې بلخ کې د کرونا په درېيمه څپه کې د مثبتو پېښو فيصدي د تېرو دوه څپو په پرتله دوه برابره زياته ده.
د هغه په وينا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يواځې د کوويډ۱۹ روغتون کې ۵ کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.
ډاکټر ايوبي زياته کړه: (( له بده مرغه د کرونا په درېيمه څپه کې بلخ کې د مثبتو پېښو کچه ۶۷ سلنه ده، چې دا خپله د خطرناک حالت ښکارندويي کوي، زموږ د مسووليت ساحه کې په هرو ۱۰۰ ټسټونو کې ۶۷ کسان يې په کرونا ويروس اخته دي)).
د هغه په خبره، ټول هغه طبي پرسونل يې بېرته راغوښتی او د کرونا د مخنيوي او ناروغانو درملنې برخه کې يې ګومارلی، چې د کوويډ۱۹ ناروغۍ له لومړۍ او دويمې څپې وروسته يې رخصت کړي وو.
نوموړی د خپلو خبرو په دوام کې وايي، چې د مزارشريف ښار په پرتله د بلخ ولايت په ولسواليو کې وضعيت عادي دی.
هغه يو ځل بيا له خلکو وغوښتل، چې روغتيايي لارښوونې مراعات کړي او تر ډېره بريده دې پر کور پاتې شي.
د بلخ د عامې روغتيا رييس وويل: (( که خلک همکاري ونه کړي او روغتيايي لارښوونې مراعات نه کړي؛ نو شته وضعيت پر يوه ناورين بدلېدلی شي؛ زما توقع له خلکو څخه دا ده چې روغتيايي لارښوونې او ټولنيز واټن مراعات کړي، ماسک واچوي او په له بيروباره ډکو ځايونو کې ونه ګرځي)).
هغه همدا راز د ښوونځيو او پوهنتونونو رخصتولو لپاره د حکومت د پرېکړې هر کلی وکړ او غوښتنه يې دا وه، چې مسوولې ادارې دې د خلکو د راټولېدو او ازدحام مخه ونيسي.
د بلخ د عامې روغتيا رييس وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دغه ولايت کې ۱۰۶ کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي او همدا راز په کرونا ويروس اخته ۶ کسان مړه شوي هم دي.
د يادونې ده، چې تر اوسه په بلخ ولايت کې په ټوليزه توګه ٤١٥٠ کسان پر کرونا اخته، ٢٠٣ مړه او ٣٢٧٦ کسان بېرته روغ شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.