ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچينې: طالبانو د غزني اب بند ولسوالۍ نيولې ده

سرچينې: طالبانو د غزني اب بند ولسوالۍ نيولې ده

author avatar
8 Jun 2021 - 11:13
سرچينې: طالبانو د غزني اب بند ولسوالۍ نيولې ده
author avatar
8 Jun 2021 - 11:13

غزني ښار (پژواک، ١٨ غبرګولى ١٤٠٠): امنيتي سرچينې وايي چې وسله والو طالبانو د غزني د اب بند ولسوالۍ نيولې، خو حکومتي مسوولين وایي چې طالبانو د دغې ولسوالۍ يواځې دوه پوستې نيولې دي.

بل لورته طالبان هم وايي چې د غزني د اب بند ولسوالۍ يې نيولې او حکومتي سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

په غزني کې يوې امنيتي سرچينې د غبرګولي په ١٨ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د اب بند ولسوالۍ پر ودانۍ او امنيه قوماندانۍ بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې طالبانو د ولسوالۍ ودانۍ او امنيه قوماندانۍ دواړه نيولي او ځينو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله هم اړولې ده.

ده زياته کړه: ((حکومتي مسوولينو ولسوالۍ او امنيې قوماندانۍ دواړه يې له تودې چينې سيمې څخه اوس د کابل-کندهار پر لويه لار يو بل ځاى ته انتقال کړي دي.))

دغه راز د اب بند ولسوالۍ يو تن سرتېري د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې پرون ټوله ورځ دوى له طالبانو سره جګړه کړې خو مرسته ورته نه ده رسېدلې.

دى زياتوي: ((زموږ د ملګرو مړي پاتې شول، موږ دلته يو بل پخوانى تعمير دى چې د کابل-کندهار پر لويه لار پروت دى دلته راغلي يو.))

خو د غزني د امنيې قوماندانۍ له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې طالبانو په اب بند ولسوالۍ کې يواځې دوه پوستې نيولې دي.

سرچينه وايي چې د اب بند ولسوالۍ په جګړه کې ١٧ طالبان او درې امنيتي سرتېري وژل شوي او دوه امنيتي سرتېري ټپيان شوي دي.

بل لورته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو تېره شپه د اب بند ولسوالۍ ودانۍ او امنيه قوماندانۍ نيولي دي.

دى زياتوي چې په دې جګړه کې شپږ پوليس او يو طالب وژل شوي دي.

د يادونې ده چې په تېره يوه اوونۍ کې تر ده يک وروسته اب بند د غزني دويمه ولسوالۍ ده چې د طالبانو له لوري نيول کيږي.

Views: 241

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.