کابل (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۰) : د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې د کرونا واکسین خلاص شوی او له دې له امله یې د تطبیق لړۍ درېدلې ده.
د عامي روغتیا وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان ته د کرونا ټول راوړل شوی واکسین مصرف شوی او له پرون ( دوشنبې) څخه یې د تطبیق پروسه درول شوې ده.
سرچینې زیاته کړې چې د واکسین د لومړي او دویم ډوز ترمنځ له څلورو څخه تر ۱۶ اوونیو پورې وقفه کېدای شي.
د عامې روغتیا وزارت ویلي، چا چې لومړی ډوز واکسین کړی، کولی شي دویم ډوز یې تر ۱۶ اوونیو پورې هم ترسره کړي.
سرچینې زیاته کړې چې د لومړي او دویم ډوز واکسین ترمنځ د ۱۶ اوونیو واټن معافیت ته یې زیان نه رسوي.
د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د نور واکسین له ترلاسه کولو سره سم به د واکسین د تطبیق لړۍ بیا پیل کړي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه ۹۶۸ زره ډوزه سترازنیکا واکسین پر ۶۵۰ زره کسانو تطبیق شوی دی.
د دغه وزارت ویاند دوست دستګیرنظري وایي، ۲۵۰ زره کسانو لومړی ډوز واکسین اخیستی او دویم ته منتظر دي.
د یادونې ده، چې تر اوسه هندوستان له افغانستان سره د ۵۰۰ زره ډوزه واکسین مرسته کړې، دغه راز چین هم د واکسین مرسته کړې ده.
بلخوا چین تازه له افغانستان سره د ۷۰۰ ډوزه واکسین مرستې اعلان کړی دی.
په چین کې د افغانستان سفیر جاوېد قایم وایي چې دغه واکسین یې پرون له چینايي چارواکو ترلاسه کړی او تر دوو ورځو پورې به افغانستان ته ولېږدل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د کرونا وبا درېیمه څپه په ډېرې تېزۍ سره پرمخ روانه ده او هره ورځ شاوخوا ۱۵۰۰ کسان پرې اخته او تر ۵۰ کسانو پورې مړه کیږي.
په افغانستان کې تراوسه له ۸۲ زرو ډېر کسان پر کرونا اخته او ۳۲۰۰ کسان یې له امله مړه شوي، دغه راز ۵۹ زره کسان بېرته روغ شوي دي.
Views: 43
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن