کندهار (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۰): د کندهار په میوند ولسوالۍ کې پر یوه مسافر وړونکي ۳۰۴ ډوله موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کړې چې له امله یې ۵ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.
پېښه تېره شپه نهه بجې د ميوند ولسوالۍ اړوند د ګچ کارېز په سیمه کې شوې ده.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند لومړي څارن جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د نهر سراج شرکت اړوند ۳۰۴ مسافر وړونکی موټر چې له کابل څخه هلمند ته روان و، د میوند ولسوالۍ په ګچ کارېز سیمه کې ورباندې چاودنه شوې ده.
هغه زیاته کړه، د چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
دی وايي، دغه ماین د وسله والو له خوا ځای پر ځای شوی و چې دغه مسافر وړونکی موټر یې ښکار شو.
ده وویل، د پېښې ټپيان تېره شپه د کندهار میرویس روغتون ته راوړل شوي دي.
په کندهار کې د میرویس حوزوي روغتون رییس ډاکټر محمد داوود فرهاد پژواک خبري اژانس ته وویل، روغتون ته د پېښې له ځایه په دوولس امبولانسونو کې ۵ جسدونه او ۱۸ ټپيان راوړل شوي دي.
هغه زیاته کړه، په وژل شوو کې څلور نجونې او یو نارینه شامل دي او په ټپيانو کې لس نارینه، پنځه ښځې او درې ماشومان دي.
د ده په خبره، د ټپيانو درملنه روانه ده چې د یو شمېر ټپيانو ټپونه ژور دي.
نور احمد چې د پېښې له ځایه روغ وتلی پژواک خبري اژانس ته وویل، پر یاد شوي موټر هغه مهال چاودنه وشوه چې د لارې بندېدو له امله له پاخه سړک څخه خام سړک ته واوښت.
د ده په خبره، خلکو له موټر چلوونکي وغوښتل چې پر خامه لار دې نه ځي چې د ماینونو خطر دی، خو موټر چلوونکي و نه منله او له بده مرغه دا خونړۍ پېښه رامنځته شوه.
که څه هم وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له وړمې ورځې راهیسې یې پر میوند ولسوالۍ بریدونه پيل کړي او د جګړې له امله لار تړلې ده.
له همدې امله خلک له سختو ستونزو سره مخ دي، ځکه اړ دي چې د پاخه سړک پر ځای پر خامو لارو د ماینونو د خطر له ګواښونو سربېره تګ راتګ وکړي.
Views: 54
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن