ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بغلان کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله د یوې کورنۍ۹ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په بغلان کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله د یوې کورنۍ۹ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
3 Jul 2021 - 11:35
په بغلان کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله د یوې کورنۍ۹ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
3 Jul 2021 - 11:35

پلخمری (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۰) د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار اړوند د ډنډ غوري په سیمه کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې چې نهو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د سیمې اوسېدونکي وایي چې دغه پېښه تېر ماښام د ډنډ غوري جوی نو کلي کې رامنځته شوې ده.

د حاجي فرهاد احمدزي په نوم د سیمې یوتن اوسېدونکي پژواک ته وویل چې د ډنډغوري جوی نو سیمې ته له سنګ چارک څخه د راغلې یوې کورنۍ پر کور د هاوان مرمۍ لګېدلې ده.

هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې درې کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د دغې کورنۍ مشر چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله وویل، پر لمانځه ولاړ و چې ناڅاپه یې پر کور  مرمۍ ولګېده.

نوموړی وایي، دوه زامن او یوه لور یې وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي .

د بغلان ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند عبدالله ملنګ هم د پېښې په تایید پژواک ته وویل، تېر ماښام له ډنډ غوري سیمې څخه د یوې کورنۍ نهه تنه روغتون ته را وړل شوي دي .

هغه وایي، شپږ ټپیان او درې جسدونه ورته راوړل شوي، چې په وژل شوو کې دوه نجونې او یو یې یوکلن ماشوم شامل دي.

د یادونې ده وړمه ورځ هم د پلخمري اړوند حسین خېلو سیمه کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله یو ماشوم مړ او د یوې مېرمنې په ګډون درې کسان ټپیان شوي وو.

Views: 124

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.