ژبه

حکومت او خلک : له ولسمشر اشرف غني د استعفی غوښتنه د پاکستان اجنډا ده

کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۰) : افغان حکومت او د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکو د طالبانو د مرکچي پلاوي د غړي سهیل شاهین د هغو څرګندونو په تړاو کلک غبرګون ښودلی چې له ولسمشر غني څخه یې د استعفی غوښتنه کړې، دغه غوښتنه یې د پاکستان د نویمو کلونو تکراري اجنډا بللې ده .

د طالبانو یوه ویاند او د مرکچي پلاوي غړي سهیل شاهین امریکایي اژانس (ای پي) سره په یوه مرکه کې ویلي، تر هغه پورې سوله نه کیږي، څو پورې چې اشرف غني استعفی نه وي ورکړې.

د نوموړي دغو څرګندونو ته د افغان حکومت بېلا بېلو چارواکو کلک غبرګونو ښودلي او ورسره یې د پاکستانیو رسنیو د هغه خبر عکس هم خپور کړی چې په نویمه لسیزه کې هغه مهال مجاهدینو، امریکا او پاکستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله د استعفی غوښتنه کړې وه.

د حکومت د رسنیو د مرکز مشر دوا خان مینه پال په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي، همدا د نویمو کلونو اجنډا وه چې پاکستانیانو غوښتله او ډاکتر نجیب په تېروتنې سره استعفی ورکړه او واک یې پرېښود.

هغه زیاته کړې، نور افغانان هیڅکله دا تېروتنه نه کوي.

‏مینه پال ویلي، د ولسمشر ځای ناستی به هغه څوک وي چې د افغانانو د رایې پراساس وټاکل شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې د فرهنګي چارو رییس استاد محبوب شاه محبوب بیا ویلي، کټ مټ د نویمو کلونو د مجاهدینو په خوله د پاکستان غوښتنه تکرار شوه.

ده ویلي : “ډاکتر نجیب بار – بار د سولې لاس ورغځاوه او ویل یې چې روسان خو لاړل راځئ سوله وکړو، مګر د وخت د مجاهدینو مشرانو ویل چې ډاکتر نجیب دې لومړی ارګ پرېږدي، ان خپلو نږدې ملګرو یې هم د واک د پرېښودو چغې وهلې، د ارګ له پرېښودو او د واک له تشې وروسته څه پېښ شول؟ ایا خپلې وسلې مو پر پاکستان ونه پلورلې؟ ایا سترجنرالانو مو د پېښور او ایران د خښتو په بټیو کې کار ونه کړ؟”

محبوب شاه وایي، طالب هم لومړی ویل چې بهرني ځواکونه دې ووځي بیا سوله کوو، اوس د بهرنیو له وتلو وروسته وایي چې نه ولسمشر دې واک پرېږدي.

د هغه په وینا، دا اوس هغه پخوانی افغانستان نه دی، څلور میلیونه نجونې او لس میلیونه هلکان ښوونځیو او پوهنتونونو ته ځي، د باسوادو افغانانو شمېر تر پخوا څو برابره شوی او اوس په دې پوهېږي چې د واک تشه څه معنا؟ او د طالب په خوله د پاکستان غوښتنه څه ده؟

ده زیاته کړې : “موږ یو ځل بې نظامي او خپل سري تجربه کړې ده، د خپلو تور سرو بې ابۍ مو زغملي بیا هغه دور ته نه ورګرځو. یو ډاډ باید ولرو چې موږ تاریخونه نه تکراروو او دا ځل کلک درېږو. ”

استاد اسماعیل یون په دې اړه په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي، روسانو ببرک کارمل راوست، بيا روسان کارمل راوستل؛ خو غمونه يې پر ډاکټر نجيب ور بار کړل.  کرزي امريکايان راوستل، يا امریکایانو کرزی راوست؛ خو د ميليونونو ډالرو د هست او نيست تر څنګ یې امريکايان په ډاکټر غني ور تاوان کړل.

نوموړي زیاته کړې، هغه وخت مجاهدينو ويل چې له ډاکټر نجيب سره خبرې نه کوو او اوس طالبان وايي چې له ډاکټر غني سره خبرې نه کوي.

استاد یون ویلي، هغه وخت هم ايران، پاکستان، جرمني، سعودي عربستان او… کې ناستې جوړېدې او اوس هم قطر، مسکو، پاکستان، ايران او جرمني کې ناستې جوړيږي.

د نوموړي په وینا، هغه وخت کارمل او سیتميانو نجيب ته خنډونه جوړول، خلکو کارمل هېر کړ؛ خو ډاکټر نجيب ته يې نجيب ګاو وایه. اوس کرزی، جمعيت او سیتميان غني ته خنډونه جوړوي او د خلکو کرزی هېر دى؛ خو ډاکټر اشرف غني ته فاشيست او يهودي وايي.

میر احمد یاد په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي، بالاخره ټول جدید اسلامي نظام دا شو چې غني دې واک پرېږدي.

هغه زیاته کړې: ” ولسمشر غني خو پرون هم ویلي او نن یې هم وايي چې راشئ، سبا ټاکنې وکړئ چې واک خپل ځای ناستي ته ورکړي… او که تاسې وایئ چې افغانستان دې بې زعیمه وطن او بې سرپوښه دېګ شي چې تاسې بیا په ګډوډۍ کې خپل شوم اهداف ترلاسه کړئ، نو هغه درسره دا ملت نه مني. ”

د نعمان دوست په نوم یو تن په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي، د یوه نفر استعفی لپاره دومره ویجاوړنکې او خونړۍ جګړه د څه لپاره ؟

هغه زیاته کړې : ” هره خوا یې قربانیان زموږ خلک دي او قرباني یې زموږ وطن دی؟ ایا د دې شرط پوره کولو لپاره دومره وینه تویول جایز دي؟”

دوست ویلي، دا وینه تویول، وطن ړنګول او د خلکو در په دري به عاقلانه او انساني کار وي او که لږ انتظار او بیا په قانوني بڼه د واک لېږد؟ د زور له لارې د واک نیولو خونړۍ کیسې مو هېرې دي؟

د هغه په وینا، تجربې ښيي چې کیسه بله ده، دا د افغانستان د لا کمزوره کولو لپاره د پلمو د تسلسل یوه کړۍ ده. په همدې پلمو ډاکټر نجیب له واکه لرې شو؛ خو څه وشول؟ وطن لوټه لوټه نه شو؟ په زرګونو هېوادوال مو بې عزته نه شول او…؟

د خوشحال خلیل په نوم بل تن په فیسبوک کې لیکلي، سهيل شاهين وايي ولسمشر غني دې واک پريږدي، يو څو نومونه خو دې واخلي چې چاته يې پرېږدي؟ او په کوم ميکانيزم يې پرېږدي او ولې يې پرېږدي؟

هغه ویلي، بيا به دوی څه وکړي، افغان وژنه بندوي، خلک څنګه باور وکړي چې د ولسمشر په واک پرېښودو به کابل کې کوڅه په کوڅه جنګ نه کېږي.

زیرک فهیم بیا په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي، له ”اسوشټيډ پرس” سره د طالب مذاکراتي پلاوي د یوه غړي په تازه مرکه کې دا دریځ مطلق د کورنۍ جګړې د بیا پیلېدو لپاره د پاکستان تکراري اجنډا ده چې وايي: ولسمشر دې واک پرېږدي بیا سوله کوي.

هغه زیاته کړې : ” دا خبره کټ مټ د مجاهدینو د وخت هغه پاکستانۍ تیوري ده چې ویل یې: ډاکټرنجیب الله دې واک پرېږدي موږ سوله کوو. ”

د فهیم په وینا، نجیب الله ته سره له دې چې ملګروملتونو او قدرتمندې نړۍ د یقیني سولې تضمین ورکړی و او همداشان په داخل کې هم ورته ځينو روشن‌فکرانو‌ او د هغه وخت ځينو پروفیسورانو په ډاډ سره ویلي وو ”هیڅ نه کېږي مجاهدینو ته دا واک پرېږده ” خو کله چې یې لکه شیشه جوړ افغانستان او قدرتمند ځواک ور پرېښود بیا نو تاسو ولېدل چې پاکستانۍ اجنډا څنګه پلې کېده او څنګه دا ملک تباه، برباد او ولوټل شو.

ده زیاته کړې : ” زه وایم که امریکا او حتی ټوله نړۍ هم د افغان سولې تضيمن وکړي، خو قدرت دې مسالمت‌امیزه انتقال شي او بیا چې هر څوک په ‌کې قدرت اخلي زموږ به ولسمشر وي. زه د دې ملک د یوه بچي په توګه د داسې سولې سخت طرفدار او ورته په تمه یم چې په سوله کې مو نه هېواد ویجاړ شي، نه مو ولسونه قتل عام او مهاجر شي، نه مو تاسییسات تخریب شي او بالاخره نه مو پوځي تجهیزات ګانډيو هېوادونو ته انتقال کړای شي. “