ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان له اداري فساد سره د مبارزې برخه کې يو نړيوال سند لاسليک کړ

افغانستان له اداري فساد سره د مبارزې برخه کې يو نړيوال سند لاسليک کړ

author avatar
8 Aug 2021 - 16:37
افغانستان له اداري فساد سره د مبارزې برخه کې يو نړيوال سند لاسليک کړ
author avatar
8 Aug 2021 - 16:37

کابل (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۰): افغانستان د روڼتيا په برخه کې د نړيوال ايتلاف د ژمنې په لاسليک سره د ملګرو ملتونو له اداري فساد سره د مبارزې له کنوانسيون سره هوکړه وکړه.

د یادې موضوع په اړه د فساد پر وړاندې د مبارزې کمېسیون مشر څارنپال عبدالقیوم نظامي وویل چې د يوناما د پنځم راپور له مخې افغانستان تېرکال له فساد سره ښه مبارزه کړې او په دغه راپور کې يې ستاينه هم شوې ده.

ده وويل چې د يوناما په راپور کې افغانستان ته له فساد سره د مبارزې په برخه کې ځینې سپارښتنې هم شوي چې په وخت سره به عملي شي.

هغه زياتوي چې افغانستان د روڼتيا په برخه کې د نړيوال ايتلاف د ژمنې په لاسليک سره د ملګرو ملتونو له اداري فساد سره د مبارزې له کنوانسيون سره هوکړه هم کړې ده.

نظامي وويل چې د نړيوال شفافيت سازمان د معلوماتو له مخې، افغانستان له اداري فساد سره د مبارزه په برخه کې د تېرو کلونو په پرتله ښه پرمختګ کړى او اته نومرې ښکته راغلى دى.

هغه دا هم وویل چې په دغه کمېسیون کې تر اوسه ۱۱۲ د فساد لویې قضیې ثبت شوې دي او ۳۲ قضیې یې څارنوالۍ ته هم تللې دي.

له فساد سره د مبارزې کمېسیون مرستیالې فرخ لقا اونچي زاده وویل چې په دغه سازمان کې له ۱۰۰ هېوادونو څخه ۳۵۰ مدني ټولنې غړیتوب لري.

هغې وویل چې د فساد پر وړاندې د مبارزې نړیوال ایتلاف له لوري افغان حکومت ته يو سند استول شوى و او ترې غوښتل شوي چې لاسليک يې کړي.

دې زياته کړه چې تر اوسه په نړۍ کې ۲۷ هېوادونو دغه سند لاسلیک کړی او نن افغانستان هم لاسليک کړ.

ورته وخت کې له فساد سره د مبارزې کمېسیون ویاند فیروز بشري پژواک ته وویل چې د دغه سند د لاسلیک هدف دا دی چې حکومت کومې کړنې تر سره کوي نو باید له خلکو سره يې شریکې کړي.

هغه وویل: ((کوښښ مو دا دی چې د فساد پر وړاندې مبارزه نوره هم چټکه کړو او زموږ اقدامات د ولس د قناعت وړ وګرځي.))

هغه وایي، د دغه سند اهمیت په دې کې دی چې حکومتونه مکلفوي چې له فساد سره مبارزه وکړي او خلکو ته يې په اړه معلومات ورکړي.

Visits: 26

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.