ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عدليې وزير: په تېرو درېيو مياشتو کې د بچه بازۍ ٤٠ قضيې ثبت شوې دي

د عدليې وزير: په تېرو درېيو مياشتو کې د بچه بازۍ ٤٠ قضيې ثبت شوې دي

author avatar
10 Aug 2021 - 17:31
د عدليې وزير: په تېرو درېيو مياشتو کې د بچه بازۍ ٤٠ قضيې ثبت شوې دي
author avatar
10 Aug 2021 - 17:31

کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۰): د عدلیې وزیر وایي چې د روان کال په لومړۍ ربع کې د بچه بازۍ ۴۰ قضیې ثبت شوي چې دا مهال تر څېړنو لاندې دي.

دغه څرګندونې د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي د زمري په ۱۹مه په کابل کې د خبري غونډې پرمهال خبریالانو ته وکړې.

هغه وویل چې نړیوالو ته د بچه بازۍ موضوع ډېره مهمه ده، نو هغه که په ملکي او يا هم پوځي برخه کې وي، باید مخنیوی یې وشي.

دی وایي، نړیوال غواړي په افغانستان کې او په ځانګړي ډول د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د بچه بازۍ ریښې له منځه یوسي.

معنوي وویل: ((د روان کال په لومړی ربع کې د بچه بازۍ ۴۰ قضیې ثبت شوي او دا مهال تر څېړنو لاندې دي.))

هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل، هغه کسان ډېر په بچه بازۍ کې ښکېل دي چې اقتصادي وضعيت یې ښه دى او يا هم په ښه دولتي پوست کې کار کوي.

دى زياتوي: ((نړيوال تل ټينګار کوي چې د افغانستان د امنيتي ځواکونو په ليکو کې بايد کم عمره کسان ونه ګومارل شي، ځکه له هغوى څخه ناوړه ګټه پورته کيږي.))

معنوي وايي چې ځینې خلک په مدرسو کې د زده کړو په نوم يو شمېر ماشومان له هېواده بهر د زده کړو لپاره استوي، خو بيا وروسته یې د جګړو ليکو ته داخلوي.

د معنوي د معلوماتو له مخې، په روان کال کې امنیتي ځواکونو ۱۳ ماشومان له ترهګریزو فعالیتونو راګرځولي او خپلو کورنیو ته یې سپارلي دي.

د عدلیې وزیر وویل: ((کوم راپور او شمېرې چې موږ د انساني قاچاق او مهاجرتونو په برخه کې وړاندې کړي، په ځینو برخو کې د نړيوالو قناعت يې حاصل کړی، خو په ځينو نورو برخو کې مشکلات شته دي.))

هغه وویل چې سږکال هم د ناامنیو له امله له انساني قاچاق سره مبارزه په ښه توګه روانه نه ده چې له امله يې افغانستان د درېيمې درجې هېوادونو په کتار کې راغلى دى.

دی وایي، له انساني قاچاق سره مبارزه يواځې په حکومت نه کیږي، خلک هم بايد په دغه برخه کې جدي ونډه واخلي.

همدارنګه د کورنيو چارو وزارت له انساني قاچاق سره د مبارزې مديریت غړي عبدالظاهر فراهي پژواک ته وویل چې په روان کال کې د انساني قاچاق او غيرقانوني مهاجرت ۲۹ قضیې ثبت شوې دي.

هغه وویل چې په یادو قضیو کې ۶۳ نارینه، ۳ ماشومان او ۶ ښځې شاملې دي چې له هېواد څخه بهر ته قاچاق کېدل.

دا په داسې حال کې ده چې دوه کاله وړاندې په افغانستان کې د حکومت په ګډون بېلابېلو موسسو او بنسټونو له انساني قاچاق سره جدي مبارزه وکړه چې له امله يې افغانستان د نړيوالو په درجه بندۍ کې د هغو هېوادونو په کتار راغى چې په دويمه درجه کې یې قرار درلود.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.