کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۰) : ازبکستان ویلي چې د دوی په خاوره کې د افغانستان د یوې نظامي الوتکې د لوېدو په اړه پلټنې کوي.
د روسیې د ټاس اژانس د راپور له مخې، یوه نظامي الوتکه چې پرې د افغان هوایي ځواک نښه شته، د ازبکستان په سرحدي سیمه شېراباد کې پرون لوېدلې ده.
دغې رسنۍ د ازبکستان د دفاع وزارت په حواله خبر ورکړی چې په دې اړه یې تر خپرو شوو خبرونو وروسته پلټنې پیل کړې دي.
بلخوا په ازبکستان کې ټولنیزو شبکو د لوېدلې الوتکې عکسونه او ویډیوګانې هم خپرې کړې دي.
په کابل کې هم ځینو کسانو په ټولنیزو شبکو کې لیکلي چې د کام ایر هوایي شرکت یوه مسافر وړونکې الوتکه په ازبکستان کې لوېدلې ده.
خو په کابل کې د کام ایر شرکت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې دغه اوازې بې اساسه بلل شوې دي او ویلي یې دي چې د دوی هیڅ الوتکه نه ده لوېدلې.
Views: 1054
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن