منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۸ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

ازبکستان

۱۳۵ راپورونه

راپورونه

غړي

ملا برادر ازبکستان ته خپل سفر له لاسته‌راوړنو ډک وباله

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال چې نن د ازبکستان له سفره بېرته کابل ته راستون شو، وویل د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه چې پخوا یې تړون په ۲۵۲ میلیون ډالرو شوی و، له بحثونو وروسته ازبکستان دغه تړون ۲۲۲ میلیون ډالرو ته راټیټ کړ.

غړي

ملا برادر ازبکستان کې افغان سوداګرو ته: خپلې پانګې هېواد ته را انتقال کړئ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په ازبکستان کې له مېشتو افغان سوداګرو سره په ليدنه کې ویلي، ا.ا له خصوصي سکټوره ملاتړ او د کورني صنعت پرمختګ ته لومړیتوب ورکول خپل مکلفیت ګڼي او هڅه یې دا ده چې افغانستان د سیمې د اقتصادي او سوداګریز اتصال پر مرکز بدل کړي.

غړي

ملي دفاع وزارت: امریکا دې ازبکستان ته لېږدول شوې چورلکې افغانانو ته وسپاري

د افغانستان ملي دفاع وزارت، د ازبکستان له لوري امریکا ته د اوو چورلکو د سپارلو په اړه خپرو شوو راپورونو په غبرګون کې ویلي، دغه چورلکې د افغانانو حق دی، امریکا یې دې افغانستان ته د رالېږدولو برخه کې خنډونه نه جوړوي.

غړي

افغان او ازبک چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې کچې د پراختیا په اړه خبرې کړي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د ازبکستان هېواد د دولتي او خصوصي سکتور له راغلي ګډ سوداګریز پلاوي سره په لېدنه کې، د دواړو هېوادو تر مینځ د ترسره شویو هوکړو په اړه د لازیاتې همغږۍ د رامینځ ته کېدو او د سوداګرۍ کچې د پراختیا په اړه خبرې کړي دي.

غړي

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ برخه کې د اړيکو پر پراختیا هوکړه وشوه

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال د ازبکستان د سرخان‌دریا ولایت له چارواکو سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ برخه کې د پراختیا په اړه خبرې کړې دي او په دغه هېواد کې یې له مېشتو افغان سوادګرو غوښتي څو افغانستان کې پانګونه وکړي.

غړي

مولوي عبدالسلام حنفي ازبکستان کې له مېشتو افغان سوداګرو افغانستان کې د پانګونې غوښتنه کړې

د ریاست‌الوزراء‌ اداري مرستیال په ازبکستان کې له مېشتو یو شمېر افغان سوداګرو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې افغانستان کې دې د کانونو په استخراج، انرژۍ، کرنې او تولیدي کارخانو جوړولو برخو کې پانګونه وکړي.

غړي

د ازبکستان نوي سفیر د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ته خپل باورلیک وړاندې کړ

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د ازبکستان نوي ګومارل شوي سفیر سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سترو اقتصادي پروژو برخه کې دې عملي ګامونه پورته شي.

غړي

د هېواد د ای‌ټي‌اېف تکواندو ورزشکارانو او جیټ‌کانډو کمېټې د ازبکستان سیالیو کې شپږ مډالونه وګټل

د افغانستان د المپیک، بدني‌ روزنې او ورزش عمومي کمېټه وايي، د هېواد جیټ‌کانډو کمېټې او د ووشو په ملي فدراسیون کې د ای‌ټي‌اېف تکواندو ورزشکارانو د ازبکستان په سیالیو کې شپږ د سرو او سپینو زرو مډالونه ګټلي دي.

غړي

کابل کې د ازبکستان علماوو پلاوی: د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا لپاره هڅه کوو

له ازبکستان څخه کابل د علماوو راغلي پلاوي د رياست‌الوزراء له اداري مرستيال سره په لیدنه کې د خپل سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پياوړتيا بللې او ویلي یې دي، هڅه کوي له رامنځته شوي فرصت غوره استفاده وکړي.

نور راپورونه