Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست ازبېکستان ته ولاړ

کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۴): د مخابراتو او معلوماتي‌ ټکنالوژۍ وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست د ګډو ګټو د سیمه‌ییزو هېوادونو ۳۱مه غونډه کې د ګډون په موخه تاشکند ته ولاړ.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه غونډه کې د آي سي ټي(ICT)   په برخه کې د سیمه ییزې همکارۍ پر پراختیا، د ۲۰۲۵م  کال د  (ITU) آی ټي یو نړیوال کنفرانس، د آر سی سي  هېوادونو او نړیوال پوسټي کانګرس لپاره پر چمتووالي، د معلوماتي ټولنې د نړیوالې غونډې د پرېکړې  پر ارزونې، د غیر ثابت مدار سپوږمکیو د سیسټمونو پر پراختیا، ټېلېکام سیسټمونو کې د درغلیو د مخنیوي او د آر سي سي پلس همکاریو چوکاټ په رامنځته کولو، موضوعاتو ته ځانګړې شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، همدا رزا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر ازبکستان هېواد ته تر سفر وړاندې کابل کې د یاد هېواد له سفیر اویبک عثمانوف سره هم لیدلي او دواړو لورو د ټکنالوژۍ او ورته نورو موضوعاتو په اړه خبرې اترې کړې.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست مولوي نجیب الله حیات حقاني به د یادې غونډې ګډون کوونکو ته د سټلایټ، پوسټ او د ټکنالوژۍ اړوند نورو برخو په تړاو خپله وینا هم واوروي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.