ازبکستان کې د افغانستان نوي سفیر کار پیل کړ
ازبکستان کې د افغانستان سفارت وایي، دغه هېواد ته د اسلامي امارت له لوري ټاکل شوی سفیر معرفی او په کار یې پیل وکړ.
ازبکستان کې د افغانستان سفارت وایي، دغه هېواد ته د اسلامي امارت له لوري ټاکل شوی سفیر معرفی او په کار یې پیل وکړ.
په کابل کې د ازبکستان سفیر د ریاستالوزرا له اداري مرستیال سره د مخه ښې په لیدنه کې ویلي، د هېواد پانګهوال یې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته چمتو دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، ملا عبدالغني برادر د ترمذ نړۍوال سوداګریز مرکز د پرانیستې په مراسمو کې د ګډون په موخه د ازبکستان ترمذ ښار ته ولاړ.
د افغانستان ملي دفاع وزارت په ازبکستان کې د امریکا سفیر د وروستیو څرګندونو غبرګون کې ویلي چې په ازبکستان کې د افغانستان اړوند الوتکو او چورلکو د برخلیک په اړه هر ډول معامله د منلو وړ نه ده.
تاشکند کې د امریکا سفیر ویلي، له افغانستانه ازبکستان ته لېږدول شوې الوتکې او چورلکې به په هغه هېواد کې پاتې کېږي او په دې اړه له ازبکستان سره رسمي تړون شوی.
د افغانستان فاریاب ولایت استقلال فوټبال لوبډلې خپله دوستانه لوبه د ازبکستان سرخاندریا ولایت قزریق لوبډلې ته دوه - صفر وبایلله.
له کابل څخه د ۷۰ زره ډالرو په ارزښت دوه کانټینره پمپرونه چې ۲۳۰۰ بستې کېږي، نن ازبکستان ته صادر شول.
د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د ازبکستان له خوا د شاوخوا شپږ میلیون ډالرو په لګښت د امام بخاري په نوم د یوې لویې دیني مدرسې د جوړولو چارې پيل شوې.
د ازبکستان لومړی وزیر وایي چې هېواد یې په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې له افغانستان سره د همکاریو پراختیا ته ژمن دی او په کلتوري برخه کې هم خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په موخه کابل کې د ازبکستان هېواد د تولیداتو نندارتون جوړیږي. د صنعت…
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د ازبکستان جیولوجي او کانونو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې تاشکند دې د هېواد په شمال کې د نفت او ګازو په کانونو کې…
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست له ازبکستاني چارواکو سره لیدنه کې د افغان ټرانس پروژې د چارو پر تطبیق او بشپړېد د ټینګار ترڅنګ د افغانستان د کرنې برخې د میکانیزه کولو او د بزګرانو ظرفیت لوړونې په اړه خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د دغه وزارت د سرپرست په مشرۍ د دولتي او خصوصي سکټور ګډ پلاوی ازبکستان ته لاړ.
د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې د دغه سازمان سرمنشي منځنۍ اسیا ته د خپل سفر په پیل کې نن (شنبه) ازبکستان ته ولاړ شي.
د ازبکستان سفیر د لوړو زدهکړو وزارت له علمي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې په روان کال کې افغانستان ته په بېلابېلو پوهنځیو کې د لیسانس کچې ۵۰ تحصیلي بورسونه ورکوي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت یو ګډ پلاوی په رسمي بلنه، ازبکستان هېواد ته ولاړ.
د ازبکستان د ترانسپورټ وزیر د ریاستالوزراء له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، ازبکستان له افغانستان سره د دوه اړخیزه سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا ته ژمن دی اوغواړي د ا.ا په ملتیا اوږدمهاله اقتصادي پروژې پیل کړي.
افغان او ازبک چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو، سیمهییز اتصال، ترانزیټي پروژو، سوداګرۍ او ګډې پانګونې په اړه خبرې کړې دي.
د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایع خونې ویلي چې دغه هېواد له افغانستان سره د ۴۴ میلیون ډالرو په ارزښت نوي صادراتي قراردادونه لاسلیک کړي دي.
ازبکستان له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام نن ۱۶۰ تڼه خوراکي توکي د بلخ ولایت حیرتان سوداګریز بندر کې افغان پلاوي ته وسپارل.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې د ازبکستان له خوا مرسته شوي د سبو، غلو دانو او صنعتي بوټو تخمونه بلخ ولایت ته راورسېدل.
د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مرستیال وایي، هېواد یې غواړي چې د ریلي تعرفو په ۵۰ سلنه کمښت سره د افغانستان د ریل پټلۍ له لارې انتقالات ډېر کړي او ترانزیټي بهیر ته وده ورکړي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف سره ټلیفوني خبرې وکړې.
د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر په مشرۍ د علماوو لس کسیز پلاوی ازبکستان ته ولاړ.