ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت یو لوړپوړی پلاوی ازبکستان ته ولاړ

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت یو لوړپوړی پلاوی ازبکستان ته ولاړ

author avatar
16 Mar 2024 - 18:53
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت یو لوړپوړی پلاوی ازبکستان ته ولاړ
author avatar
16 Mar 2024 - 18:53

کابل (پژواک، ۲۶ کب ۱۴۰۲): د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر په مشرۍ د علماوو  لس کسیز پلاوی ازبکستان ته ولاړ.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد پلاوی د دغه وزارت د سرپرست مولوي نورمحمد ثاقب تر مشرۍ لاندې د ازبکستان مسلمانانو  د ادارې د مشر مفتي شیخ نورالدین خالق نظر په رسمي بلنه یاد هېواد ته تللی.

سرچېنې لیکلي چې په دغه سفر کې به د علماوو پلاوی د ازبکستان هېواد د تاشکند، بخارا او سمرقند ښارونو له دیني او اسلامي مرکزونو څخه د لیدنې سربیره د دغه هېواد د اسلامي بنسټونو له مسولینو سره د دواړو هېوادونو د اړیکو ټینګښت، پراختیا او همکاري، د علماوو ترمنځ د اړیکو پراختیا او پرمختګ، د جوماتونو او مدرسو په برخو کې یو له بل سره همکاري او تجربی شریکول او د اسلامي میناتوری او سبک په برخه کې د معلوماتو ترڅنگ په یو لړ نورو موضوعاتو خبرې وکړي.

د یادونې ده، د ازبکستان هېواد د سمرقند، بخارا او ترمذ ښارونه ګن شمېر ديني، علمي او تاریخي مرکزونه لري چې د اسلامي تمدن یوه لویه برخه جوړوي، په سیمه او په ځانګړې توگه په منځنۍ اسیا کې د اسلامي تمدن او کلتور مهمه برخه بلل کېږي.

Visits: 19

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.