کابل (پژواک) – د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ایران د اټومي پروګرام، اړوندو ساینسپوهانو، تجهیزاتو او ټکنالوجۍ په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره یې تر ۲۰ میلیون ډالرو پورې نغدي جایزه ټاکلې ده.
د فاکسنیوز د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «عدالت لپاره انعام» پروګرام د جمعې ورځ (د نومبر ۶مه) په ټولنیزه شبکه اېکس کې اعلان کړی، هغه کسان چې د ایران د اټومي پروګرام، اړوندو شتمنیو او اشخاصو په اړه معلومات ورکړي، ښايي د نغدي انعام او خوندي ځای ته د لېږدولو مستحق وګرځي.
دغه پروګرام له خلکو غوښتي چې خپل معلومات د سیګنال پیغاملېږدوونکي اپلېکېشن یا د تور (Tor) شبکې له لارې له امریکایي چارواکو سره شریک کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ایران د اټومي پروګرام اړوند د ساینسپوهانو او کارکوونکو، ټکنالوجۍ، وړتیاوو، سازمانونو او اشخاصو په اړه معلومات غواړي.
دغه وزارت زیاته کړې چې د امریکا حکومت لا هم د ایران د اټومي وسلو د پروګرام د پراختیا له هر ډول هڅې سره مبارزې ته ژمن دی.
د راپور له مخې، دغه اعلان په داسې حال کې شوی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران د بیاځلي پوځي بریدونو احتمال ارزوي او د دغه هېواد د اټومي پروګرام په اړه د واشنګټن او تهران ترمنځ خبرې روانې دي.
ټرمپ د جمعې په ورځ یو ځل بیا ټینګار کړی چې ایران ته به هيڅکله د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړل شي. هغه د پنجشنبې په ورځ هم ویلي وو چې واشنګټن به له ایران سره د جګړې د بیا پیل په اړه پرېکړه وکړي.
فاکسنیوز راپور ورکړی چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ځواکونو د ایران پر ضد د پراخو پوځي عملیاتو د احتمالي بیا پیل لپاره د چمتووالي وروستي پړاوونه بشپړوي، خو تر اوسه یې له واشنګټن څخه نوی امر نه دی ترلاسه کړی.











