منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۹ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

ازبکستان

۱۳۵ راپورونه

راپورونه

غړي

ازبکستان: افغانستان باید د نړۍوالې ټولنې برخه وي

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال د ازبکستان بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي، داعش ډله د بهرنیو استخباراتو زېږنده ده او له منځه وړل شوې، بلخوا د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر ټينګار کړی چې افغانستان بايد د نړۍوالې ټولنې برخه وي.

غړي

متقي د ازبکستان له سفیر سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او د اړيکو پر پراختیا خبرې وکړې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د ازبکستان له سفیر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د پلاوو د تګ راتګ، دوه اړخیزې سوداګرۍ او له تړون سره سم افغانستان ته د وارداتي برېښنا د لېږد په اړه خبرې کړې دي.

غړي

د کرنې وزارت یو پلاوی ازبکستان ته ولاړ

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مرستیال په مشرۍ یو پلاوی د کرنې او مالدارۍ برخو کې د پانګوالو ترمنځ د اړیکو او همغږۍ پیاوړتیا په موخه ازبکستان ته سفر وکړ.

غړي

ازبکستان په ترمذ کې افغان سوادګرو ته د سوداګرۍ یو لوی مرکز سپاري

له ازبکستانه راغلی پلاوی د ریاست‌الوزرا له اقتصادي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، په نږدې راتلونکي کې به تاشکند کې د افغاني محصولاتو نړۍوال نندارتون جوړ کړي او چمتو دي چې په ترمذ کې افغان سوداګرو ته د سوداګرۍ یو لوی مرکز هم وسپاري.

غړي

د ازبکستان یو رسمي پلاوی کابل ته راغی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت کابل ته د ازبکستان ۴۵ کسیزه پلاوي د راتګ خبر ورکوي او وايي، یاد پلاوی د ازبکستان سوداګریزو توکو د نندارتون پرانستې او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا په موخه افغانستان ته راغلی دی.

نور راپورونه