کابل (پژواک، ۱۵ سلواغه ۱۴۰۲): یوه سرچینه وایي چې ازبکستان کې د افغانستان سفارت ټولې چارې اسلامي امارت ته سپارل شوې او مغفورالله شهاب هلته د نوي سرپرست سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
د راپورونو له مخې، مغفورالله شهاب دوه میاشتې مخکې د یاد سفارت د لومړي سکرټر په توګه ټاکل شوی و او سفارتي چارې د مخکني سفیر احمدخالد علمي له خوا پر مخ وړل کېدې.
یوې باوري سرچینې د نورو معلوماتو له ورکولو پرته نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې مغفورالله شهاب په تاشکند کې د افغانستان چارسمبالی سفیر ټاکل شوی دی.
د یادونې ده، شهاب د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست شهابالدین دلاور زوی دی.
اسلامي امارت وايي چې دوی اوس بهر د افغانستان سفارتونو کې څه باندې ۱۷ استازي لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP