ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د افغانستان، ازبکستان او اماراتو درې اړخیزه ناسته وشوه

کابل کې د افغانستان، ازبکستان او اماراتو درې اړخیزه ناسته وشوه

author avatar
24 Sep 2023 - 00:23
کابل کې د افغانستان، ازبکستان او اماراتو درې اړخیزه ناسته وشوه
author avatar
24 Sep 2023 - 00:23

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نیټه ۱۴۰۲): د افغانستان، ازبکستان او عربي متحده اماراتو ترمنځ درې اړخيزه ناسته د کابل نړۍوال هوايي ډګر کې ترسره شوه.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې ناسته کې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست ملا حميدالله اخندزاده، د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست شیخ شهابإالدين دلاور، د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې ریيس ملا بختإالرحمن شرافت، د ازبکستان د ترانسپورټ وزير الهام محکموف او د دغه هېواد د کانونو وزير بابر اسلاموف او د عربي متحده اماراتو لوړپوړي پلاوي ګډون کړی و.

سرچینې زیاته کړې، په دې ناسته کې د افغانستان د کانونو د استخراج، د واټ ترانسپورټ، ترانزيټ او د اوسپنې پټلۍ پر پراختيا او همدارنګه د سويلې او منځنۍ اسيا د وصل په اړه خبرې شوې دي.

د یادونې ده، تېره مياشت هم د ازبکستان يو لوړپوړی پلاوی افغانستان ته راغلی و او د تورخم ترڅنګ يې له ځينو نورو ترانزيټي سيمو ليدنه کړې وه او په دې برخه کې پر ګډو همکاريو ټينګار شوی و.

[/restrict]

Views: 106

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.