کابل (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۲): د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د کرنې برخه کې د همکارۍ درې هوکړهلیکونه لاسلیک شوي چې له مخې دغه هېواد د افغانستان پر ۱۶۰۰ هکتاره ځمکه باغونه جوړوي او کښتونه به کوي.
د افغانستان د کرنې وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، دغه هوکړهلیکونه د کرنې او مالدارۍ وزارت د مرستیال مولوي صدراعظم عثماني او د ازبکستان د کرنې وزیر جمشید خواجهیوف او د یو شمېر چارواکو په حضور کې د دواړو هېوادونو د کرنې وزارت د مسوولینو له لوري د دغه هېواد په پلازمېنه تاشکند کې لاسلیک شول.
د کرنې وزارت معلوماتو له مخې، دغه تړونونه ازبکستان ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلاوي د سفر په ترڅ کې د افغانستان د کرنې وزارت د چارواکو او د ازبکستان هېواد د کرنې وزارت د انګورو بڼونو، اصلاح شوو تخمونو او سبو د پانګونې برخې د مسوولینو ترمنځ لاسلیک شوي دي.
کرنې وزارت لیکلي: «د دغو هوکړو له مخې، ازبکستان هېواد په بېلابېلو برخو، لکه پر ۱۰۰ هکتاره ځمکه د بېلابېلو ونو باغونو جوړول، پر ۵۰۰ هکتاره ځمکه د بېلابېلو مېوه لرونکو باغونو لپاره د څاڅکي اوبوخور سیستم جوړول، پر ۵۰۰ هکتاره ځمکه د غنمو او پنبې اصلاح شوي تخمونه کرل او پر ۵۰۰ هکتاره ځمکه د بېلابېلو سبو او خټکيو کرلو برخه کې د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له وزارت سره همکاري کول شامل دي.»
سرچینه زیاتوي، دغه باغونه او کروندې د ازبکستان هېواد په تخنیکي او مالي مرسته او د افغانستان د کرنې سکټور د متخصصینو په همکارۍ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پر ۱۶۰۰ هکتاره ځمکه چې مناسبې اوبه، خاوره او اقلیم ولري، جوړېږي.
د یادونې ده، د لړم په ۳۰مه د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرستیال په مشرۍ یو پلاوی د کرنې او مالدارۍ برخو کې د پانګوالو ترمنځ د اړیکو او همغږۍ پیاوړتیا په موخه ازبکستان ته سفر کړی دی.