ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له کندهاره د ۷۶ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه او تازه مېوه بهر ته صادره شوې ده

له کندهاره د ۷۶ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه او تازه مېوه بهر ته صادره شوې ده

author avatar
2 Sep 2021 - 17:45
له کندهاره د ۷۶ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه او تازه مېوه بهر ته صادره شوې ده
author avatar
2 Sep 2021 - 17:45

کندهار (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۰): د روان لمریز کال له پیله د ستونزو، ناامنیو او لارو بندېدو سره سره له کندهاره د ۷۶ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۳ زره ټنه وچه او تازه مېوه بهر ته صادره شوې ده.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا پژواک خبري اژانس ته وویل، که څه هم سږنی لمریز کال له سختو جګړو، ناامنیو او ګڼو ستونزو سره مل پیل شو خو بیا هم له کندهار څخه وچه او تازه مېوه بهر ته صادره شوې ده.

هغه زیاته کړه، په دې موده کې د کندهار په هغو ولسوالیو کې سختې جګړې وشوې چې د انګورو، انارو او نورو مېوو د حاصلاتو لوی مرکزونه وو.

دی وايي، ورپسې نه یوازې له ولسوالیو تر ښاره غځېدلې لارې ناامنې شوې، بلکې پاکستان هم له افغانستان سره لارې وتړلې چې بڼوال او د تازه مېوې سوداګر یې له سختو ستونزو سره مخامخ کړل.

خو ده وویل، له هغه وروسته چې جګړې ودرېدې او لارې خلاصې شوي، له کندهاره د وچې او تازه مېوې صادرات هم پیل شوي دي.

بینا وايي: ((د روان لمریز کال له پیله بیا تر اوسه له کندهاره د ۷۲ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۹ زره ۸۰۰ ټنه وچه مېوه او د ۳ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۳ زره ۳۰۰ ټنه لنده مېوه پاکستان او هندوستان ته صادره شوې ده.))

په وچه مېوه کې انځر، کشمش، تورې وڅکې، خوږه ولې، زیره او نور او په لنده مېوه کې انګور، خټکي او هنډواڼې شامل دي.

د ده په خبره، په پیل کې ګڼ خلک اړ شول چې د ناامنیو او لارې بندېدو له امله انګور په کشمشو واړوي او دغه راز خټکي او هندواڼې په کور دننه په ټیټه بیه وپلوري.

نوموړی زیاتوي د لارو له خلاصېدو سره د صادراتو لړۍ پیل شوې او د پخوا په څېر تازه مېوه پاکستان او هندوستان ته صادرېږي.

د کندهار بڼوال او د مېوې سوداګر وايي، سږکال نامناسبو حالاتو او د لارې بندېدو زیانمن کړ او د څه مودې لپاره د صادراتو لړۍ ټکنۍ وه.

ارغنداب، ژیړۍ، پنجوايي او یو شمېر نورې ولسوالۍ چې د کندهار د مېوو د حاصلاتو مرکزونه ګڼل کېږي او جګړې په کې شاوخوا ۶ میاشتې دوام وکړ، اوس ارامې دي خو د جګړې له امله اوښتي زیانونه لا پر ځای پاتې دي.

د معلوماتو له مخې، په یاد شوو ولسواليو کې د لسګونو پلونو، ټولګټو ځایونو او کورونو تر څنګ کروندو او باغونو ته درانه زیانونه اوښتي دي.

د ارغنداب ولسوالۍ یوه کروندګر نظر ګل پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال له یوې خوا سخته وچکالي ده اوله بلې خوا په ارغنداب کې ۶ میاشتې جګړه روانه وه.

هغه زیاته کړه، خلکو خپل باغونه او کورونه پرې ایښي وو، کله چې جګړه پای ته ورسېده او خلک بېرته د خپلو باغونو او کروندو په سمبالولو بوخت شول نو د جګړو له امله د دهلې بند د اوبو خوشې کېدل وځنډېدل چې کرنه یې سخته زیانمنه کړه.

دی وايي، چې د همدې ستونزو له امله سږ کال حاصلات کم شوي دي، دغه راز ډېرو خلکو د لارې بندېدو له امله د انګورو حاصلات په کشمش خونو کې وساتل څو د وچې مېوې په توګه یې بهر ته صادر کړي.

د دامان ولسوالۍ اوسېدونکی او کروندګر محمد اکبر وايي، سږ کال د وچکالۍ او جګړې له امله ان د انګورو او انارو باغونو ته هم پر وخت اوبه و نه رسېدې چې دې ستونزې په ټوله کې کروندګر زیانمن کړي دي.

دغه راز نوموړی وايي، چې سږ کال یې په خپله ځمکه خټکي هم کرلي وو چې د جګړو او لارې بندېدو له امله یې و نه کړای شول بهر ته یې صادر کړي.

د ده په خبره، د همدې ستونزې له امله ګڼو کروندګرو خټکي او هندواڼې په کور دننه په ټیته بیه وپلورل.

د کندهار د تازه مېوې د سوداګرو د ټولنې مشر حاجي ناني اغا پژواک خبري اژانس ته وویل، د کندهار مېوې د طبیعوالي او خوند له مخې ځانګړي دي او د نړۍ ډېر هېوادونه یې غوښتونکي دي، خو ستونزه د لارو د نشتوالي ده چې نه یې د ځمکې له لارې لېږلای شي او نه د هوا له لارې.

د ده په وینا، څلور کاله مخکې د افغانستان- هند هوايي دهلېز پرانیستل شو، کروندګر او سوداګر دواړه خوشحاله وو او فکر یې کاوه چې کلونه وروسته یې د خپلو محصولاتو د صادرولو لپاره هوايي لار موندلې خو له بده مرغه دې چارې ډېر دوام و نه کړ او د نوي بدلون له راتلو سره یې د بیا شروع کېدو لپاره تمه نه لري.

دی وايي، د هېواد په کچه د تازه او وچې مېوې ۷۰ سلنه صادرات له کندهار او پاتې ۳۰ سلنه یې د هېواد له نورو لایتونو څخه دي چې تر بل ولایت کندهار د هوايي دهلېز له لارې الوتنو ته ډېره اړتیا لري.

د ده په خبره، د هوايي دهلېز له لارې صادرات ځکه ارزښت لري چې مېوه په خپل اصلي کیفیت په لنډه موده کې تر اړوند مارکېټ پورې رسول کېږي.

د سوداګرو د ټولنې دغه مشر وویل، له نوي بدلون راتلو سره د نورو برخو تر څنګ د سوداګرۍ په برخه کې هم تر اوسه ډېرې چارې ګونګې او نامعلومې دي چې د نوي حکومت له جوړېدو سره به څرګندې شي.

و مو غوښتل په دې اړه د ا.ا.ا د اړوندو مسوولینو نظر هم واخلو خو څوک په دې اړه خبرو ته حاضر نه شول.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.