ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان د نوي بهرني سیاست په اړه څو کرښې

author avatar
4 Sep 2021 - 09:49
author avatar
4 Sep 2021 - 09:49

لیکنه :عبدالحی قانت

په سیاست کې د لوبو ختمېدل نشته، هرې لویې او وړې لوبې پسې بله نوې لوبه نښتې وي، په دې میدان کې د هر مشکل حل بل مشکل زېږوي، هغه ملتونه له دې لوبو روغ وځي‌ چې مشرتابه یې ملت ته مخلص وي. موږ له یوې ۲۰ کلنې لوبې ډېر مات ووتو، داسې چې اوس مو هم د ملت ۷۰٪ خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي،‌ له ۳۶ میلیونه خلکو څخه ۲۰ میلیونه تر اوسه سم خوراک ته لاس رسی نه لري، جګړې مو د ۲۶۰،‌۰۰۰ افغانو ژوند واخیست، فساد، غبن غلاوې، چور چپاول خو یې یو څنګ ته پرېږدو. موږ په داسې حال کې د تېرې لوبې مشرانو په میدان پرېښودو چې ۸۵٪ اقتصاد مو پر همدوی تکیه دی، موږ تر اوسه په خیراتونو او مرستو ژوند کوو، د امریکا شتون که شل کاله نور هم اوږد شوی وای، زموږ به همدا حال و.

په جیو ستراتېژیک لحاظ افغانستان کې نوې لوبه د نورو هېوادونو ده.

دغه لوبه لکه د پخوا په څېر په سیمه کې د امریکا لوبه نه، بلکې د واقعي جیو پولیتیک لوبه ده، له دې امله به دغه نوي فصل ته د بهرني سیاست لپاره قوي ستراتېژي جوړول غواړي.

تېر پړاو کې زموږ سیاست واشنګټن کې ترسیمېده، په کابل کې یواځې د هغه سیاست لپاره یوه اجرايي‌ قوه د نام نهادو ټاکنو له لارې ټاکل کېدله، خو اوسنی مرحله بدله ده، اوس باید موږ خپل سیاست خپله جوړ کړو، مسوولیت به یې هم زموږ پر اوږو وي،

زه فکر کوم راروانه مرحله کې موږ ته په بهرني‌ سیاست کې لویې ننګونې پرتې دي.‌

نوی بهرنی سیاست ښکاري چې ډېر تمرکز په سیمه ولري، د سیمه ییز تمرکز په اساس افغانستان ډېرې لویې اقتصادي ګټې لاسته راوړلی شي چې پخوا ممکنې نه وې.‌ اقتصادي نښلون او سیمه ییز اتصال مخکې د ټاکنیز کمپاین لپاره استفاده کېده خو اوس داسې فرصت دی چې په واقعي معنا یې عملي کول ممکن دي.‌

لومړۍ حلقه زموږ په سیمه کې د امریکا له وتلو وروسته د افغانستان قضیې کې دوه مثلثونه رامنځ ته کېدونکي دي.

یو مثلث د چین، پاکستان او ترکیې دی چې مشري به یې چین کوي او بل مثلث د روسیې، ایران او هند دی چې مشري یې تر ډېره روسیه کوي. دا مثلثونه ښايي د مشترکو ګټو په اساس سره یو ځای واوسيږي.‌

زموږ نوی حکومت باید په دې فکر وکړي‌ چې د دوی تر منځ تعامل یې څه واوسي.

دویمه کړۍ د ټولو هغو ګاونډيو هېوادونو حلقه ده چې له موږ سره یې پولې نښتې دي. دا حلقه مهم ترینه حلقه ده او خپلې ګټې په دې کې ویني چې راروان وخت کې د افغانستان له لارې خپلو کې سره ونښلي.‌ مخکې له هر څه باید دې حلقې سره چې له شپږو هېوادونو جوړه ده باید نوی حکومت د ښه ګاونډيتوب تړون لاسلیک کړي. دې تړون کې باید د دوی د ټولو هغو اندېښنو چې دوی یې راتلونکي کې له افغانستان څخه لري، کتبي تضمینونه وکړای شي.‌ له دوی سره دا هم په کار ده چې په ډاګه شي چې دوی به لکه د ASEAN . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.