ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا اوسېدونکي: د نجونو او هلکانو زده کړو ته دې لازم پام وشي

د پکتيا اوسېدونکي: د نجونو او هلکانو زده کړو ته دې لازم پام وشي

author avatar
8 Sep 2021 - 16:34
د پکتيا اوسېدونکي: د نجونو او هلکانو زده کړو ته دې لازم پام وشي
author avatar
8 Sep 2021 - 16:34

ګردېز (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۰): د پکتيا اوسېدونکي وايي، زده کړې د ټولنې د پرمختګ بنسټ دی او طالبان بايد د نجونو او هلکانو د معیاري زده کړو دوام ته لازم پام وکړي.

دوی دا خبرې د ګردېز اړوند په زاهو سيمه کې د يو ښوونځي ودانۍ د پرانيستې لپاره جوړې شوې لويه غونډه کې وکړې او ټينګار يې وکړ چې خلک د پوهنې په برخه کې همکار دي.

د ياد ښوونځي ودانۍ شاوخوا شپږ مياشتې مخکې جوړه شوې وه، خو په سيمه کې د مېشتو دوو قومونو ترمنځ يې د نوم پر سر د جنجال له امله پرانيسته نه وه شوې.

که څه هم پوهنې رياست د يادې ستونزې د حل هڅې کړې وې، خو بريالي شوى نه و او د دې ستونزې له امله له تېرو شپږ مياشتو راهيسې زده کوونکي هم ښوونځي ته له تلو منعه شوي وو.

خلک وايي، د نوم ستونزه د پوهنې رياست د اوسنيو مسوولينو له خوا د درېيم نوم پر ټاکلو حل او ياد ښوونځی د حضرت عمر فاروق په نوم نومول شوی دی.

د سيمې قومي مشرانو، ځوانانو، زده کوونکو او د پوهنې رياست مسوولينو د زده کړو پر دوام ټينګار وکړ او ويې ويل چې ټولنه د نجونو زده کړو ته هم د با تعليمه هلکانو په څېر اړتيا لري.

دا په داسې حال کې ده چې په پکتيا کې لا هم د لوړو ټولګيو نجونې ښوونځيو ته د تګ اجازه نه لري.

قومي مشر ملک عزت زاهووال د طالبانو له مشرتابه او مسوولينو غواړي چې ښوونځيو ته د نجونو د تګ په اړه خلکو ته ډاډ ورکړي او د لوړو زده کړو پر وړاندې دې هم سخت شرايط نه ږدي.

زاهووال پژواک ته وويل: ((مکتبونه کم دي، بايد زيات شي. د مکتب د نوم په اړه د خلکو مخالفت حل شوی او ټول همکاره دي؛ يوازې دلته نه، خلک له مکتبونو سره هر ځای کې همکاره دي. خلک غواړي چې لويې او وړې نجونې يې تعليم وکړي، بايد زمينه ورته برابره شي.))

زده کوونکي د ښوونځي د ودانۍ پر جوړېدو او دوی ته ښوونځي ته د تګ پر اجازه خوښ دي او د ښوونکو او کتابونو د اړتياوو پر پوره کېدو ټينګار کوي.

د دوی له ډلې د اتم ټولګي زده کوونکی اسماعيل وايي: ((ډېر خوشاله يو چې تعمير راته جوړ شو او مکتب مو شروع شو. غواړم ډاکټر شم او وطن ته خدمت وکړم. کتابونه بايد پوره شي. معلمان هم کم دي. دلته اوس يوازې څلور رسمي استادان دي، په څلور استادانو مکتب نه چليږي.))

د نهم ټولګي زده کوونکي عبدالهادي وويل: ((نجونې د تعليم همدومره ارمانجنې دي، لکه موږ چې يو او دا يې حق دی. ښځو ته په هره برخه کې ضرورت شته، ځيني داسې بخشونه دي چې له سړيو زيات ضرورت دی ورته، لکه قضا او طب. موږ هيله لرو چې طالبان به د خلکو غوښتنې په نظر کې ونيسي.))

د پکتيا د پوهنې رييس ملا نېک محمد وويل چې د نجونو د زده کړو مسئله ورته مهمه ده او په خبره يې، د حجاب په مراعاتولو زده کړو ته دوام ورکولای شي.

نېک محمد وايي: ((موږ کوشش کوو چې د مکتبونو د تعميرونو نيمګړې پروژې هم شروع کړو، په دې باره کې به له کمېسیون نه بودجه وغواړو. زه ټولو خلکو ته ډاډ ورکوم چې زموږ له خوا نجونو ته اجازه ده، ټول دې تعليم وکړي، خو د حجاب خيال بايد وساتل شي.))

دا په داسې حال کې ده چې د کابل په ګډون په ټول افغانستان کې طالبانو يواځې له اووم ټولګي ښکته نجونو او هلکانو ته ښوونځيو ته د تګ اجازه ورکړې ده.

Visits: 153

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.