ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ښوونکي: د ښوونکي ورځ ډالۍ کې دې د نجونو ښوونځي پرانيستل شي

ښوونکي: د ښوونکي ورځ ډالۍ کې دې د نجونو ښوونځي پرانيستل شي

author avatar
5 Oct 2021 - 18:53
ښوونکي: د ښوونکي ورځ ډالۍ کې دې د نجونو ښوونځي پرانيستل شي
author avatar
5 Oct 2021 - 18:53

کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۰): سږ کال د ښوونکي ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې لا هم د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو د بېرته پرانیستلو په اړه پرېکړه نه ده شوې؛ خو د یادو دورو ښوونکي غواړي چې درسونه پیل شي.

د تلې ۱۳مه د ښوونکي د ملي ورځې په نوم یادیږي او هر کال د هېواد په مرکز او ولایتونو کې په ټولو ښوونځیو کې دغه ورځ لمانځل کیږي. د زده کونکو سربېره چې د مختلو ډالیو او ګلدستیو په ورکولو سره د ښوونکي د لوړ مقام ستاینه کوي، د پوهنې وزارت هم غوره ښوونکي د ستاینلیکونو او امتیازي معاشونو په ورکولو سره ستایي.

د یادونې ده چې د روان کال د زمري په ۲۴مه د هېواد د سیاسي نظام له سقوط وروسته، د زده کړو د ټولو مرکزونو فعالیت ودرېد؛ خو له څه مودې وروسته نجونو او هلکانو ته لومړنیو ښوونځیو، او منځنیو او لېسو ته یوازې هلکانو ته د تګ اجازه ورکړل شوه.

خو تراوسه د نجونونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو درسونه نه دي پیل شوي.

په دې ورځ د نجونو ښوونځیو د ښوونکو غوښتنې

ځیني ښوونکي د پوهنې له وزارته غواړي چې د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو د بېرته پرانیستلو په برخه کې دې اقدام وکړي.

په کابل ښار کې د یوه ښوونځي ښوونکې قدسیې پژواک خبري اژانس ته وویل: «زه د لسم او یولسمو ټولګیو معلمه یم، خو تر اوسه زموږ او زموږ د ولادونو برخلیک نه دی معلوم، تعلیمي کال پای ته ورسېد؛ خو د نجونو ښوونځي لا هم نه دي پرانیستل شوي.»

هغې زیاته کړه چې لور یې په دوولسم ټولګي کې ده او ټاکل شوې چې راتلونکی کال د کانکور په ازموینه کې ګډون ورکړ؛ خو سږ کال یې تراوسه درسونه نه دي پیل شوي.

نوموړې د پوهنې له وزارته وغوښتل چې د ښوونځیو د درسونو د پیل په اړه پرېکړه وکړي او ژر باید د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو درسونه پیل کړي.

دغه راز په کابل ښار کې د یوې بلې لېسې ښوونکې لیلا صالحي وویل: «د ښوونکې په دې ورځ، موږ له حکومته غواړو چې نور کورنۍ، نجونې او ښوونکي مه په تمه کوئ، مهرباني وکړئ د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو درسونه پیل کړئ، خلک ډېر ځورېدلي، د دغه وضعیت دوام خلک نور هم ځوروي.»

هغه چې له لسو کلونو راهیسې د نجونو یولسمو او دوولسمو ټولګیو ته د دري مضمون درس ورکوي، زیاته کړه: «خلک خوشحاله وو چې په هېواد کې به د سیاسي نظام له بدون سره سوله او ارامي راشي چې په ریښتیا هم امنتیي وضعیت ښه شوی؛ خو د خلکو اقتصادي وضعیب خراب دی. د دغه وضعیت دوام به نړیواله ټوله په هېواد کې د نوي سیاسي نظام په اړه بې باوره او له نوي حکومت څخه به هغه د نه ملاتړ لامل شي.»

دې ښوونکې د شته ستونزو پر حل ټینګا وکړ او زیاته یې کړه: «یو ځل بیا له اسلامي امارت نه غواړو چې ښځې او نجونې مه ځوروئ، د دغه وضعیت دوام به د دې لامل شي چې خلک له هېواد ووځي.»

هغې زیاته کړه، خور یې د طب پوهنځي د پنځم کال محصله ده؛ خو د دولتي پوهنتونو د درسونو د نه پیلېدو له امله پر کور ناسته ده او د برخلیک نامعلوم والي له امله په رواني ستونزو اخته شوې ده.

لیلا وویل چې که د ښوونځیو او پوهنتونونو درسونه پیل نه شي، نو د دوی د کورنۍ په ګډو به ډېری کورنۍ د خپلو اولادونو د زده کړو په موخه له هېواده ووځي.

د نجونو ښوونځیو د ژر پیل په اړه د کارپوهانو ټینګار

د اقتصاد پوهنځي استاد محمد معروف مسلم یار پژواک ته وویل چې د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو ژر پرانیستل، یو له بنسټیزو اتیاوو څخه دي.

هغه وویل: «د علم زده کړه پر مسلمان که نر وي او که ښځه فرض ده. فرق نه کوي او د علم بڼه هم مهمه نه ده هر ډول چې وي، خو هغه زده کړه چې د بشریت لپاره ګټوره وي.»

نوموړي زیاته کړه چې د نجونو د ښوونځیو له پرانیستلو سره به د زرګونو ښځو اقتصادي ستونزې د هغوی د معاشونو له لارې هوارې شي.

د مسلمیار په وینا: «د ښوونځیو د دوازو پرانیستل، تېرو غلطیو مخه نیسي، د اسلامي امارت پر وړاندې د نړیوالې ټولنې بهانې لرې کوي او د دغه ټولنې مرستې به له افغانستان سره پیل شي.»

استاد مسلمیار زیاته کړه: «باید ووایو چې د نجونو د تحصیل په اړه د اسلامي امارت پرېکړه قاطع ده او د سمې فضاد د رامنځته کولو په لټه کې دی څو درسونه بېرته پیل شي او موږ هیله مند یو چې دغه پرېکړه ژر عملي شي.»

په ورته مهال د حقوقو او سیاسي علوم د پوهنځي استاد محمد شریف ادیب هم د ښوونځیو پر پرانیستلو ټینګار وکړ او ویې ویل چې ښځې او نجونې نیمه ټولنه تشکیلوي. د هغوی د تحصیل، زده کړو او کار مخه باید ونه نیول شي.

د هغه په خبره د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانیستل د نورو ګټو ترڅنګ، پر حکومت د نړیوالې ټولنې باور زیاتوي، ملاتړ یې کوي او له افغانستان سره خپلې مرستې پیلوي.

نوموړي وویل چې که طالبانو د پوهنتونونو او ښوونځیو د پرانیستلو او ښځو د کار په پرېکړه کې ځنډ وکړي او یا لکه د دوی په تېر حکومت کې ناسمه پرېکړه وکړي، پر دې سربېره چې د هېواد د مېرمنو او نجونو له کلک غبرګون، بلکې د نړۍ له سختو غبرګونو سره به هم مخ شي.

یادو واړو کارپوهانو د منځنیو ښوونځیو، لېسو او پوهنتونونو پرانسیتل اساسي اړتیا وبلله او له حکومت نه یې وغوښتل چې دې اړه له دقت او سرعت نه کار واخلي.

پژواک خبري اژان هڅه وکړه چې په دې اړه د حکومت د یوه ویاند ځواب هم ترلاسه کړي؛ خو هغوي په دې اړه ځواب ورنه کړ.

خو د یادونې وړ ده چې د پوهنې وزارت سرپرست شیخ نورالله منیر، له الجزیرې ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې له دې امله چې اسلامي شریعت د زده کړو مخالف نه دی، د افغانستان حکومت هم د نجونو له تعلیم سره ستونزه نه لري.

په ورته مهال، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد، څو ځله په خپلو خپرو کې د نجونو د منځینو ښوونځیو او لېسو پر پرانسیتلو ټینګار کړی؛ خو د هغه د پیل دقیقه نېټه یې نه ده ښودلې.

Visits: 71

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.