ښرنه (پژواک، ١٨ تله ١٤٠٠): د ٧ ميليونه افغانيو په لګښت د پکتيکا ولايت اومنۍ ولسوالۍ لپاره د اداري ودانۍ د جوړېدو چارې پيل شوې.
د اړوندې موضوع په اړه جوړ شوې غونډې ته د پکتيا مرستيال والي محب الله حماس وويل چې دغه ودانۍ د خلکو د غوښتنې په اساس جوړيږي.
هغه وويل چې د يادې ودانۍ په جوړولو ٧ ميليونه افغانۍ لګول کيږي چې چارې به یې په شپږو مياشتو کې بشپړې شي.
هغه زياته کړه: ((د دې ودانۍ په جوړېدو سره به په دغې ولسوالۍ کې ټولې ملکي او نظامي ادارې فعاله شي او د خلکو ورځنۍ ستونزې به هم حل شي.))
دغه راز د يادې ولسوالۍ قومي مشر عبدالرحمن وويل چې په تېرو ٢٠ کلونو کې دغې ولسوالۍ ته هیڅ کار نه دى شوى.
دى زياتوي: ((د پوهنې، روغتيا او نورو برخو کې موږ ته هیڅ کار نه دى شوى، دا لومړى ځل دى چې په دغې ولسوالۍ کې د يوې دولتي ادارې لپاره ودانۍ جوړيږي.))
همدارنګه د اومنې بل اوسېدونکي حسن خان وويل چې دغې ولسوالۍ ته ټولې غځېدلي لارې خامه دي او مخابراتي شبکې هم په کې فعاليت نه لري.
دى وايي: ((سړکونه يې دومره خراب دي چې د ژمي پرمهال موږ نه شو کولى له يو ځاى څخه بل ځاى ته سفر وکړو.))
د يادونې ده چې شاوخوا درې کاله وړاندې پر اومنې ولسوالۍ د طالبانو د بريد پرمهال د دغې ولسوالۍ اداري ودانۍ په ټوليزه توګه له منځه تللې وه چې اوس يې بېرته د جوړېدو چارې پيل شوې.
Visits: 170
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن