ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان سره د منځنۍ آسیا تړلې ګټې!

author avatar
19 Oct 2021 - 14:15
author avatar
19 Oct 2021 - 14:15

د ااا رهبرۍ سره د منځنۍآسیا هېوادونو د مسوولینو پرلپسې لیدنې د څه لپاره دي؟

لیکنه : شریف الله شګيوال

 

منځنۍ آسیا هېوادونو( پخواني شوروي جمهوریتونو) د افغانستان پخواني پاچا ظاهرشاه د واکمنۍ او بیا د سردار داوودخان واکمنۍ له سقوط وروسته نظامونو سره هم تودې سیاسي، نظامي او اقتصادي اړیکې لرلې.

په دغه لیکنه کې د افغانستان له پخوانیو نظامونو سره د شوروي او اړوندو جمهوریتونو په اړیکو ډېر تمرکز نه کیږي.

اویایمې لیسزه کې د ترکمنستان د وخت حکومت هڅه وکړه، چې د افغانستان پخواني جمهور رئیس ډاکټر نجیب الله له حکومت سره د ټاپي د ګازو لېږد پروژې تدارکاتي او عملیاتي چارې پیل شي، خو له بده مرغه په کور دننه د جګړو او ناامنۍ شدت د ټاپي پروژې پلي کېدل ناممکن کړل.

دغه راز د طالبانو په تېره دوره (۱۹۹۶-۲۰۰۱) کې هم د ترکمنستان دولت سره د ټاپي پروژې د پیل او تطبیق په اړه مذاکرات پیل کړل، خو وروسته بیا د سیاسي تحولاتو له امله ټاپي پروژې کارونه پیل نه شول.

له دې وروسته د پخواني جمهوررئيس حامد کرزي په دواړو دورو مشرۍ کې د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو سره د اقتصادي، ټرانزیټي او تجارتي اړیکو پراختیا او د دوه اړخیزو او څو اړخیزه پروژو د پلي کولو تړونونه لاسلیک شول. د افغانستان له لارې له جنوبي اسیا سره د منځنۍ اسیا د ټرانزیټ، تجارت او انرژۍ د لېږد شریکو پروژو د تطبیق لپاره تر ډېره لومړنۍ څېړنې او تدارکاتي چارې ترسره شوې.

له ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو ټاکنو وروسته او د محمد اشرف غني د واکمنۍ له پېل سره د افغانستان – منځنۍآسیا او دغه راز د شریکو ګټو هېوادونو(روسیه او د پخواني شوروي اتحاد جمهوریتونه) ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او سیاسي اړیکو نوی فصل پرانیستل شو .

د ازبکستان پخواني جمهوررئيس اسلام کریموف، چې د افغانستان د پخواني جمهوررئيس ډاکټر نجیب الله د حکومت له سقوط وروسته د افغانستان سره اړیکې پیچلې کړې وې او له افغانستان سره یې سیاسي او اقتصادي اړېکې پرېکړې وې ان تر دې، چې د افغانستان محصولات او صادراتو ته یې د ازبکستان له لارې د ټرانزیټ اجازه هم نه ورکوله.

د اسلام کریموف واکمنۍ کې ازبکستان تر حیرتان بندر پورې د اوسپنې پټلۍ په وسیله خپل محصولات او د نورو هېوادونو وارداتي توکي افغانستان ته انتقالول، خو له دې اړخه یې په خالي شویو واګونونو کې د افغانستان صادراتو ته اجازه نه ورکوله.

د اسلام کریموف له وفات وروسته او په ازبکستان کې د نوې رهبرۍ په رامنځته کېدو سره د کابل او تاشکند ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو نوی باب پرانیستل شو. د ازبکستان اوسنۍ رهبرۍ نه یوازې له افغانستان بلکې د سیمې او نړۍ ټولوهېوادونو لپاره په اقتصاد، سوداګرۍ او پانګونه کې پرانیستې پالیسي((Open policy غوره کړې، چې له امله یې د ډېرو هېوادونو د پانګه والو او صنعت کارانو  توجه هم جلب کړې ده .

د لومړي ځل لپاره له چین څخه په تجارتي توکو بار اورګاډی د ازبکستان له خاورې د بلخ ولایت حیرتان بندر ته داخل شو.

له ترکمنستان سره د فاریاب ولایت اندخوۍ ولسوالۍ کې د آقینې بندر- آتامراد- امام نظر ریل پټلۍ نړيوال مسير وصل او پرانیستل شو، چې په وسیله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ صادرات او واردات پیل شول.

دغه راز په هرات ولایت کې د تورغنډۍ او ترکمنستان ترمنځ د سړک د ټرانسپورټ ترڅنګ د اورګاډي پټلۍ پرانیستل شوه، چې د صادراتو او وارداتو لپاره په ټرانزیټ کې ارزانه او اسانه وسیله ده.

د افغانستان- ترکمنستان- ترکیې- ګرجستان او آذربایجان ترمنځ د لاجورد لاره هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

پوښتنه داده، چې منځنۍآسیا له افغانستان سره د اړیکو پراختیا کې ولې ډېره لېوالتیا او څه اړتیا لري؟

۱- ولې په دې وروستیو کې د ازبکستان، ترکمنستان، روسیې او تازه د قزاقستان چارواکو له طالبانو سره تګ راتګ او د لیدنو لړۍ توده کړې ده؟

۲-مزارشریف ته د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر د راتګ او له خپل افغان سیال سره یې لیدل څه پیغام او موخه لري؟

۳-کابل ته د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف راتګ د څه لپاره و؟

۴-د ااا د وزیرانو شورا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ ازبکستان ته د افغان پلاوي موخې او ګټې څه دي؟

۵-تاشکند ته د امارت د تللي پلاوي سفر سره په یوه وخت کابل ته د افغانستان په چارو کې د قزاقستان د جمهوررئيس ځانګړي استازي( یرزان کازوخانوف) راتګ او د ریاست الوزراء لومړي مرستیال مولوي عبدالغني برادر سره لیدنه له سیاسي اړخه څومره ارزښت لري؟

۶-د ترکمنستان د جمهوررئيس له خوا د افغانستان اوسني حکومت سره د اړیکو د دوام ډاډ د کومو موخو لپاره دی؟

افغانستان ته د مرکزي اسیا او په ټوله کې د ( شریکو ګټو هېوادونو) د لیوالتیا عوامل:

۱-ازبکستان د منځنۍ اسیا،چین او روسیې هېوادونو ته د افغانستان ټرانزیټي پل او افغانستان جنوبي اسیا ته د ازبکستان ټرانزیټي لاره ده.

۲-افغانستان د ازبکستان د برېښنا انرژۍ، ګازو ، سیخ ګول، اوسپنیز ګاډر، زراعتي او صنعتي تولیداتو لپاره هم مصرفي مارکیټ او هم پاکستان او هندوستان ته د صادرولو مسیر دی.

۳-برعکس ازبکستان بیا د افغانستان وچو او تازه مېوو او کاني ډبرو د پروسس او نړیوال مارکېټ ته د رسېدو لاره ده.

۴-له تېرو څو کلونو راهیسې د ازبکستان پانګه والو د حیرتان بندر کې د ډبرو سکرو پروسس او له دې لوري د افغان محصولاتو د صادرولو  برخو کې پانګونه کړې ده.

د شمېرو له مخې، د ازبکستان او افغانستان ترمنځ کلنی تجارت شاوخوا ۸۴۰ میلیونه ډالرو ته رسیږي، چې (۸۰۰) میلیونه ډالر په کې د ازبکستان صادرات دي او ۴۰ میلیونه ډالر د افغانستان صادرات.

۵-ازبکستان په سیمه کې په لوړه کچه د پنبې کښت او تولیدونکی هېواد او پاکستان د پنبې د مصرف ( پروسس او رخت جوړونکی) او افغانستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځمکني او هوایي اتصال نقطه ده.

دا یوه سیمه ییزه اقتصادي پروژه ده .

:  ۶-ګډه ریل پټلۍ

ازبکستان د سرخان دریا ولایت د ترمذ سرحدي ښارګوټي (ازبکستان غواړي په مهم تجارتي او ټرانزیټي ښار یې بدل کړي) له لارې د حیرتان بندر- مزارشریف-پلخمري- سالنګونو- پروان- کابل-لغمان او ننګرهار له مسیر تر پښتونخوا( پېښور) پورې د اورګاډي پټلۍ پروژه تکمیل کړي.

افغانستان سره د ترکمنستان د اړیکو جوړولو ګټې:

TAPI پروژه:

د ترکمنستان- افغانستان-پاکستان او هندوستان د ګاز پایپ پروژه :

افغانستان کې د زرګونو افغانانو د مستقیم او غیر مستقیم کار زمینه برابروي، د ټاپي مسیر کې ۴ سب سټیشن جوړیږي، چې اړوندو سیمو ته به په ارزانه بیه ګاز ورکوي، صنعتي پارکونو ته به ګازو حرارتي برېښنا تولید او ورکوي. ټاپي پروژې تطبیق سره افغانستان هر کال ۴۰۰ میلیونه ډالر حق العبور لاسته راوړي، د اقتصاد ترڅنګ د سیمې هېوادونو د اقتصادي ګټو په شریکولو سره د سیمې او افغانستان ثبات سره مرسته کوي.

TAP

د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان د وارداتي برېښنا ګډه پروژه ده. افغانستان ته د انرژۍترځنګ د برق د انتقال حق العبور پيسې ورکول کیږي او دا پروژې د افغانستان له ثبات سره مرسته کوي.

د افغانستان-تاجکستان او قرغیزستان شریکې ګټې:

CASA۱۰۰۰ کاسا ۱۰۰۰ د برښنا لیږد پروژه:

له قرغیزستان او تاجیکستان هېوادونو څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا لیږد پروژه ده.

دغه پروژه د کندوز له شېرخان بندر له لارې د هېواد له ۶ ولایتونو، ۲۳ ولسوالیو او شاوخوا ۶۰۰ کلیو څخه انتقالیږي.

د اټکل له مخې، افغانستان به له دغې پروژې ۳۰۰ میګاواټه برق او د ۴۵میلیونو ډالرو حق العبور ترلاسه کوي. دغه راز د هېواد سیاسي او اقتصادي ثبات سره مرسته کوي.

د منځنۍ آسیا په کچه د پرمختګ په حال کې اقتصاد (صنعتي او زراعتي محصولاتو) لرونکی هېواد قزاقستان د څه شي په لټه کې دی؟

قزاقستان او ازبکستان دواړه هېوادونه تر ډېره د صنعتي او زراعتي محصولاتو د تولید له مخې خودکفایي ته رسېدلي، نو اړتیا ده، چې دغه دواړه هېوادونه د خپلو صنعتي او کرنیزو محصولاتو لپاره مصرفي مارکېټ پیدا کړي، چې د اوس لپاره افغانستان د دوی د محصولاتو د لېږد او پلور ښه مارکېټ دی.

قزاقستان د افغانستان بازارونو ته د ازبکستان، ترکمنستان او یوه اندازه د تاجکستان له ټرانزیټي لارو غنم، اوړه، غوړي، مۍ او دغه راز برېښنایي وسایل، زراعتي ماشین آلات او ساختماني وسایل او توکي صادروي.

دغه راز قزاقستان د افغانستان وچو او تازه مېوو او زعفرانو د پلور ښه مارکېټ دی.

له قزاقستان سره د افغانستان کلنی تجارت د ۵۰۰ میلیونو ډالرو په حدود کی دی، چې له بده مرغه د افغانستان صادرات تر اوسه ډېر کم او د شاوخوا ۱۰ میلیونو ډالرو په ارزښت دي.

پایله:

سیمه ییزې اقتصادي پروژې او سیمه ییز اتصال په سیمه کې د ثبات او پرمختګ وسیله ده.

په نړۍ کې دا ثابته شوې، چې د اقتصادي ګټو شریکولو په سیمه کې سیاسي ثبات سره مرسته کړې ده.

خو په افغانستان کې د دې ټولو اقتصادي پروژو تطبيق او له بشپړولو وروسته امتيازونو ترلاسه کول د اوسني حکومت د مسوولینو د سیاسي بصیرت او قوي ارادې پورې تړلي دي.

 

یادونه:  دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی؛ پژواک یی مسوولیت نه اخلي.

Visits: 222

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.