کابل (پژواک، ۱ لړم ۱۴۰۰): د پخواني حکومت له سقوط وروسته د ملي پولیسو اکاډمي محصلین له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.
دغه محصلین چې شمېر یې زرګونو ته رسېږي، خپل راتلونکي ته اندېښمن دي او له اوسني حکومت څخه د خپل برخلیک معلومولو غوښتنه کوي.
د شهید ستر پاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمۍ ډېری دغه محصلین وايي، څو ځلې یې هڅه کړې چې اکاډمي او د کورنیو چارو وزارت ته ورشي خو د دننه کېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.
یو له دغو محصلینو د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکی عبیدالله نورزی دی چې وايي د دې اکاډمۍ د جنايي پوهنځي د درېیم کال محصل دی.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، فراغت ته یې څه کم یو کال پاتې و چې طالبان واکمن شول او له زرګونو نورو محصلینو سره یو ځای بې برخلیکه شوی دی.
هغه زیاته کړه، د پولیسو اکاډمي محصلین له بد وضعیت سره مخ دي، ان یو شمېر یې په اګسټ میاشت کې د امریکا د تخلیې پروګرام پر مهال له الوتکو راولوېدل او مړه شول، ځیني نور په قاچاقي توګه تاجکستان ته روان وو چې ووژل شول.
دی وايي، شاوخوا دوه میاشتې تېرېږي چې ټول محصلین په تمه دي څو نوی حکومت د دوی د برخلیک په اړه پرېکړه وکړي او د دوی زحمتونه ضایع نه شي.
د ده په خبره، په وار وار له یو شمېر نورو محصلینو سره د کورنیو چارو وزارت او په خپله اکاډمي ته ورغلی خو د دننه تګ اجاز نه ده ورکړل شوې.
دی وايي، غوښتنه یې دا ده چې اکاډمي بېرته پیل شي، محصلین خپلې زده کړې بشپړې کړي، خلکو او هېواد ته خدمت وکړي.
خو نوموړي دا هم وویل چې که د دوی برخلیک معلوم نه شي نو اړ دي لاریونونه وکړي او خپل غږ پورته کړي.
عبدالولي هلمندی بل محصل دی چې د پولیسو اکاډمي د امنیې پوهنځي کې له ۱۳۹۷ لمریز کال راهیسې زده کړې کوي.
دی هم خپل راتلونکي ته اندېښمن دی او وايي، په دې وروستیو کې طالبانو دغې اکاډمۍ ته نوی قوماندان او د تدریس رییس ټاکلي خو د محصلینو د برخلیک په اړه لا څه نه دي ویل شوي.
د ده په خبره، نه پوهېږي چې هغوی به نوي محصلین جذبوي او که نه هماغه مخکنۍ لړۍ بېرته پیلوي او محصلین بېرته ور غواړي.
دی وايي: ((پر موږ د ملت پیسې لګول شوې، په هر محصل د ورځې ۵زره افغانۍ لګښت شوی، موږ غواړو خپلې نیمګړې زده کړې بشپړې کړو او وروسته هېواد ته خدمت وکړو.))
د دې اکاډمي بل محصل قیس منګل دی چې وايي، په داسې حال کې بې برخلیکه شوی چې د کابل له سقوط څو ورځې وروسته له ۵۰۰ تنو نورو محصلینو سره یو ځای فارغېده.
نوموړي پژواک ته وویل، د افغانستان د پولیسو اکاډمي چې په وروستیو کې د شهید ستر پاسوال عبدالرازق په نوم نومول شوې وه، ۵ زره محصلین لرل چې تر ۷۰ ډېرې ښځینه محصلینې وې.
دی وايي، دغو محصلینو په پنځو پوهنځیو (امني، جنايي، سرحدي، لوژستیک، اداره او محبس) کې زده کړې کولې چې اوس یې برخلیک په تیارو کې ډوب دی.
ده دا هم وویل چې د دې اکاډمۍ ډېر استادان او محصلین له هېواده وتلو ته اړ شوي او تللي خو په زرګونو نور بې برخلیکه پاتې دي.
نوموړی له حکومته غواړي چې د دوی برخلیک څرګند شي او بېرته خپلې زده کړې پیل کړي.
ده د یوې بلې ستونزې یادونه هم وکړه چې تذکرې، شهادتنامې او نور اسناد یې هم په دې اکاډمي کې بند پاتې دي.
حسیب الله خاموش چې له دغې اکاډمي فارغ شوی، هم خپل برخلیک او راتلونکي ته اندېښمن دی.
نوموړي پژواک ته وویل، څو ځلې اړوندو ادارو ته ورغلی خو طالب چارواکو ورته ویلي چې د پخواني حکومت پوځي کارکوونکي نه جذبوي.
دی وايي، طالب ځواکونه پوځي زده کړې نه لري او نه شي کولای په مسلکي توګه امنیت خوندي کړي او یا له پېښو سره مسلکي چلند وکړي.
د ده په خبره، امنیت یوازې په توپک نه خوندي کېږي، طالبان اړ دي چې د امنیت خوندیتوب او جرایمو د مخنیوي برخه کې له مسلکي کدرونو کار واخلي او پر مهمو بستونو یې وګوماري.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او طالب ویاند ذبیح الله مجاهد شاوخوا یوه میاشت مخکې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي وو چې د اردو، پولیسو او ملي امنیت ځواکونه به له طالبانو سره د وسله وال ځواک د جوړېدو په برخه کې یو ځای شي.
خو تر اوسه دا ژمنې عملي شوې نه دي.
بلخوا د کورنیو چارو وزات ویاند سعید خوستي پژواک خبري اژانس ته وویل، د کورنیو چارو وزارت پلان لري چې ټول مسلکي خلک بېرته ور وغواړي.
ده زیاته کړه، د هغو کسانو زده کړې به هم بېرته پیل شي چې د پولیسو په اکاډمي کې یې زده کړې په نیمايي کې پاتې شوې دي.
د پخواني حکومت له سقوط وروسته نه یوازې د یادې اکاډمۍ د زرګونو پوځي محصلینو، بلکې د هغو فارغ شوو کسانو برخلیک روښانه نه دی چې کلونه یې د امنیت د ټینګښت، له جنايي جرمو او له فساد سره د مبارزې په برخو کې کار کړی دی.
دغه راز د بېلابېلو امنیتي ارګانونو له درې سوه زره ډېر سرتېري هم کور ناستې شول او یا هم له هېواده وتلو ته اړ شول.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن