کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه، ۱۴۰۰): د کابل ښار د قرغې بند سرچینې وايي، د دغه بند اوبه چې په کابل ښار کې د تفریح یوه ښایسته سیمه ده، د دوامدارې وچکالۍ او ناسمې استفادې له امله بې سارې کمې شوې دي.
دوی همداراز وايي، د دغه بند له اوبو څخه د ناسمې استفادې د نه مخنیوي په صورت کې ښايي دغه تفریحي سیمه تر راتلونکو څو کلونو په یوه دښته بدله شي.
د قرغې بند د کابل په لوېدیځه څنډه اته کیلومترۍ کې پروت دی، په ۱۳۳۰ کال کې د محمد ظاهرشاه په وخت (۱۹۳۳ – ۱۹۷۳) کې جوړ شوی دی.
د کابل ښاروالۍ سرچینو ویلي وو، د دغه بند اعظمي ظرفیت د اوبو د زېرمې په خاطر ۱۲ میلیون متر مکعب دی، چې په لومړیو کې یې ۲۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوله، خو وروسته د استوګنې د کورونو په جوړېدو سره ۱۰۰۰ هکټار ته کمه شوه.
کښتۍ چلول، د کب روزنې فارمونو څخه ليدنه، د شنو ونو قوریې او ګلف لوبې د دغه تفریح ځای جالبې برخې دي.
د دغه بند د بې ساري اوبو کمېدو په اړه اندېښنې
د قرغې بند د کښتیو مالک حاجي فضل پژواک خبري اژانس ته وویل، د لومړي ځل لپاره د قرغې بند اوبه دې کچې ته کمې شوې دي.
نوموړي په یاد بند کې د جوړ شوي پل پایې ته په اشارې سره وویل: ((په همدې حساب کې مخکې یې تر کوم ځایه اوبه وې او اوس یې کوم ځای ته ښکته شوې، ویلای شو چې ۱۲ متره ټيټې شوې دي.))
د قرغې بند د کښتیو مالک وايي، پرله پسې وچکالۍ او د خلکو له خوا د اوبو ناسمه استفاده د دغه بند د اوبو د کمښت لامل شوی دی.
هغه زیاته کړه: ((شخصي ټانکر اوبه وړي او په ډېره لوړه بیه یې پر خلکو پلوري، بیا یې هم زیان د کابل خلکو ته رسېږي.))
هغه د دې په روښانولو چې د قرغې بند ټوله ښکلا او منظره اوبه دي، وايي: ((خلک دغه ځای د اوبو د موجودیت له امله خوښوي او د تفریح لپاره دغې سیمې ته راځي.))
د سرچینې په خبره، که د دغه بند له اوبو څخه د ناسمې استفادې مخه ونه نیول شي او د بند د کاسې د بېرته ډکولو لپاره لار برابره نه شي، ښايي تر راتلونکو څو کلونو دغه تفریحي سیمه په یوه دښته بدله شي.
هغه له اړوندو مسوولینو وغوښتل چې د اوبو د ضایع کېدو مخه ونیسي، ترڅو د بند ښکلا د تېر په څېر پاتې شي، دغه لوی او مشهور تفریح ځای له منځه لاړ نه شي.
د کفایت الله په نوم یوه کښتۍ چلوونکي پژواک ته وویل، د تېرو کلونو په پرتله د قرغې د بند اوبو کچه ډېره ټيټه شوې ده.
هغه زیاته کړه: ((تېر کال د اوبو کچه دومره لوړه وه چې تر پله اوښتې او شاوخوا اووه میاشتې اوبه تر پله لاندې روانې وې، خو سږ کال د اوبو سطحه څو متره ټیټه شوې ده.))
نوموړی وايي، د قرغې بند اوبه د واورې او باران نه ورېدو او د دولتي او شخصي ټانکرونو له خوا د اوبو د انتقال له امله ټيټه شوې ده.
هغه هیله مندي څرګنده کړه چې د ورښت په ډېرېدو او د ټانکرونو په وسیله د بند اوبو د انتقال په مخنیوي سره به د بند کاسه له اوبو ډکه شي.
په ورته وخت کې نویدالله چې بند قرغه کې ۱۵ کرايي تختونه لري، هم د حاجي فضل خبرې تايید کړې او ويې ویل، د لومړي ځل لپاره د قرغې بند د اوبو کچه دومره ټیټه شوې ده.
هغه د قرغې بند د اوبو سطحې ټيټېدو لامل وچکالي، د شخصي او دولتي ټانکرو په وسیله له دغه بند څخه د اوبو انتقال بولي او وايي، له همدې امله د بند یوه برخه په دښته بدله شوې ده.
نوموړی د قرغې بند پر تفریحي سیمه سربېره د خلکو او دولت لپاره د عایداتو لویه سرچینه بولي او له اړوندو ادارو غواړي چې د اوبو د ناسمې استفادې د مخنیوي او د بند ډک ساتنې ته توجه وکړي.
د محمد په نوم د اوبو د یوه ټانکر خاوند چې له قرغې بند د اوبو ټانکر په ډکولو بوخت و، وویل، دا د څښاک اوبه نه دي، خلک یې تر ډېره د ودانیو جوړولو لپاره کاروي.
هغه زیاته کړه، مخکې (مخکيني نظام) کې د اوبو د انتقال اجازه نه ورکول کېده، خو اوس یې څوک مخه نه نیسي.
نوموړ په دې اړه له ډېرو خبرو ډډه وکړه.
مسوولان: ټانکرونو ته اجاره نه ورکول کېږي
د قرغې بند امنیتي مسوول احمدضیاء مجاهد د شخصي ټانکرو په وسیله د اوبو لېږد رد کړ او وویل، له قرغې بند څخه یواځې دولتي ټانکرو ته د اوبو د انتقال اجازه ورکول کېږي، دوی دغه اوبه د دولتي سیمو د ونو او بوټو د خړوبولو لپاره انتقالوي.
نوموړی وايي، دغه اوبه د باغونو، د بند د څنډو د کروندو، فرقې، باغ بالا، بادام باغ او… لپاره استفاده کېږي، خو د هوا په سړېدو او کروندو په نه موجودیت یې د هغه استفاده هم بنده کړې ده.
هغه په ټینګار سره وویل، د سرسبزۍ ریاست له ټانکرو پرته هېچا ته د اوبو د انتقال اجاره نه ورکوي.
په ورته وخت کې د کابل ښاروالۍ د سرسبزۍ ریاست فني مرستیال نقیب احمد فکوري په وروستیو څو کلونو کې تر ځمکې لاندې اوبو د سطحې ټيټېدو ته په اشارې سره وویل، په همدې دلیل د ونو د اوبو کولو لپاره د قرغې بند له اوبو استفاده کېږي.
هغه زیاته کړه: «مخکې یې د ځمکې له اوبو استفاده کوله؛ خو تر ځمکې لاندې د اوبو د ګټې اخیستنې د مخنیو لپاره له یوه کال راهیسې د کابل د سیند او د سیند د اوبو تر کموالي وروسته د قرغې بند له اوبو څخه ګټه اخیستل کېږي.»
نوموړی وایي، د قرغې له اوبو پر باغ بالا او بادام باغ سربېره، تر بند ښکته د خلکو د کروندو او ونو، د قرغې د شاوخوا او پنځمې او څوارلسمې ناحیو شاوخوا د ونو د اوبو کولو لپاره هم ګټه اخیستل کېږي.
فکوري په اونۍ کې د باغ بالا د اوبو استحقاق ۱۸ ساعته او د بادام باغ استحقاق یې ۲۱ ساعته وباله او ویې ویل: «له بده مرغه چې سږ کال د کانال د ډکوالي له امله له هغه څخه ښه ګټه نه ده پورته شوې او د نظام له بدلون راهیسې یادې ساحې یواځې درې ځله اوبه شوې دي.»
د هغه په وینا، د کابل سرسبزۍ ریاست به د قرغې بند و د کابل پنځمې او څوارلسمو ناحیو د شاوخوا اوبه کولو لپاره له پنځو تر لس ټانکره اوبه لېږدوي.
هغه د اوبو ضایعاتو لکه د اوبو تبخیر، په ځمکه کې جذب او نورو ته په اشارې سره وویل چې که په راتلونکو دوو کلونو کې باران ونه شي، نو ښایي چې بند به په بشپړ ډول وچ شي.
د کابل ښاروالۍ د سرسبزۍ رياست تخنيکي مرستيال د دې په څرګندولو چې له څو کلونو راهيسې د بارانونو له امله بند نه دى ډک شوى، وايي چې د دې ستونزې د هواري لپاره بايد د غرونو اوبه او هغه دروازې چې نورو سيمو ته بهېږي، د قرغې بند ته راګرځول شي.
په همدې حال کې د چاپېريال ساتنې د ملي ادارې د کنټرول او تفتيش پخواني رييس نېک محمد مخکې پژواک ته تر ځمکې لاندې اوبو کمېدل د اندېښنې وړ بللي و او ويلي یې دي چې اقليمي بدلونونه، د ورښتونو کمېدل او په ښار کې د نفوسو ډېرېدل تر ځمکې لاندې د اوبو د کمښت لامل شوي دي.
هغه ویلي و: «د کابل ښار تر ځمکې لاندې اوبو اصلي زېرمې د باران او واورې ورېدل دي چې د کابل ښار په شاوخوا کې د پغمان، چهار اسیاب (للندر) په غرونو کې ذخیره شوې او له هغه ځایه سرچینه اخلي چې د هغه بېلګه د قرغې بند او حشمت خان کول دي چې د کابل ښار د اوبو سرچینې دي چې تل باید له اوبو ډکې وي.»
نوموړي د خلکو له لوري په ځانګړې توکه د معدني اوبو د تولیدوونکو شرکتونو له لوري د ژورو څاګانو کېندل د اندېښنې وړ بللي او ویلي یې و چې د دې ستونزې د حل لپاره باید حکومت د معدني اوبو د تولیدي شرکتو فعالیتونه چې د اوبو ډېر لګښت لري، ودروي.
دا په داسې حال کې ده چې د پژواک د یوه مخکني راپور له مخې چې د روان کال د چنګاښ میاشت کې خپور شوی، د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې ویلي چې په کابل ښار کې د تر ځمکې لاندې اوبو کچه ۱۲ متره ټیټه شوې او د اندېښنې وړ یې بللې او ویلي یې دي چې حکومت د دې ستونزې د هواري لپاره ځینې پلانونه جوړ کړي دي.
Views: 62
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن