کابل (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۰): د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د تاجکستان له بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهیرالدین سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغو وزیرانو تېره ورځ د ټیلېفوني خبرو پر مهال هوکړه کړې چې د افغانستان برخه کې به پیاوړې همغږي ولري.
سرچینې زیاته کړې چې لاوروف او مهیر الدین په ټینګار ویلي چې د افغانستان په اړه د مسکو او نورو غونډو پرېکړې باید په همغږۍ سره عملي شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په اړه د مسکو فارمت پرله پسې ناسته لس ورځې مخکې وشوه او ګډونوالو یې افغانستان کې پر یوه ټولګډونه حکومت ټینګار کاوه.
دغه راز د تېرې چهارشنبې په ورځ په ایران کې د افغانستان د شپږو ګاونډیانو یوه غونډه هم وشوه.
Views: 118
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن