ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني معلولین: له تېرو دوو کلونو راهیسې مو معاش نه دی اخیستی

د غزني معلولین: له تېرو دوو کلونو راهیسې مو معاش نه دی اخیستی

author avatar
28 Nov 2021 - 17:57
د غزني معلولین: له تېرو دوو کلونو راهیسې مو معاش نه دی اخیستی
author avatar
28 Nov 2021 - 17:57

غزني (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۰): د غزني لسګونه معلولین وايي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې یې خپل معاشات نه دي اخیستي چې تېر حکومت ورته ټاکلي وو.

دغه معلولین چې شمېر یې لسګونو ته رسېده، نن د اطلاعاتو او کلتور ریاست په تالار کې راټول شوي وو او د خپلو حقونو غوښتنه یې کوله.

د محمد انور په نوم د غزني ښار یوه معلول پژواک خبري اژانس ته وویل، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او په یوازې ځان نه شي کولای د کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.

دی وايي، تېر حکومت میاشتنی معاش ورته ټاکلی و خو دوه کاله کېږي چې نه دی ورکړل شوی، په داسې حال کې چې په تېر حکومت کې یې هم څو ځله په دې اړه د شکایت غږ پورته کړی و.

نوموړی د اوسني حکومت له چارواکو غوښتنه کوي چې د معلولینو ستونزو ته پام وکړي او حقوق یې ورکړي.

د شېر محمد په نوم بل معلول هم پژواک خبري اژانس ته وویل، هغه مهال چې حقوق یې ورکول کېدل نو تر یوه حده یې پرې د کورنۍ اړتیاوې پوره کولې خو اوس چې یې معاش نه ورکول کېږي نو له سختو ستونزو سره مخ دی.

دی هم وايي، په کورنۍ کې بل څوک نه لري چې کار وکړي، همدا معاش ورته هر څه و.

د ده په خبره، هر معلول ته د معلولیت کچې ته په کتو له کاله ۳۵ تر ۶۰ زره افغانۍ ورکول کېدې چې د دوی ژوند پرې روان و.

نوموړی هم له حکومته غوښتنه کوي چې حقوق یې باید ورکړل شي.

د معلولینو د ټولنې مشر سید فضل الحق هاشمي وايي، تېر حکومت په درېیو کټګوریو کې معلولینو ته معاشونه ټاکلي وو.

نوموړی له چارواکو غواړي چې معلولینو ته دې په یوه سترګه وکتل شي او له کوم توپیر پرته دې د دوی معاشونه ورکړل شي.

دی وايي، دوه کاله کېږي چې معلولینو خپل معاشات نه دي اخیستي، په داسې حال کې چې یو ځل یې د تېر حکومت پر مهال لاریون هم وکړ خو تر اوسه یې غږ نه دی اورېدل شوی.

غزني کې د سویډن کمېټې یوه غړي محمد ظاهر مرادي پژواک اژانس ته وویل چې معلولنیو ته په څلورو برخو روغتیا، تعلیم، کرنه او حرفه کې روزنه ورکوي څو هغوی وکړای شي له دې لارې خپلو کورنیو ته نفقه پيدا کړي.

د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي حبیب الله مجاهد وايي، هڅه کوي د معلولینو ستونزې وڅېړي او مناسبه حل لاره ورته پیدا کړي.

دی وايي، د معلولینو د معاش ستونزه له مرکز سره شریکوي او په جدیت تعقیبوي.

د یادونې ده چې په تېر کې هم د غزني معلولینو د معاشاتو د نه ورکړې او خپلو نورو ستونزو د حل لپاره لاریونونه او غونډې کړې دي.

Views: 53

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.