د افغاستان په کچه څه باندې ۱۸۹ زره معلولین ثبت شوي
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولینو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې دغه وزارت د افغاستان په کچه ۱۸۹ زره او ۶۳۵ معلولین ثبت کړي دي.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولینو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې دغه وزارت د افغاستان په کچه ۱۸۹ زره او ۶۳۵ معلولین ثبت کړي دي.
د معلولینو نړۍوالې ورځې (د ډسمبر ۳مه) سره همهاله په کابل کې د سره صلیب روغتون رییس وایي چې په افغانستان کې هر کال د سره صلیب نړۍوالې کمېټې په اوو مرکزونو کې له ۱۶ تر ۱۸ زره پورې نوي معلولین ثبتیږي.
په بلخ کې یو شمېر معلولین د بشري حقونو د اسلامي اعلامیې د تصویب ۳۴مې کالیزې رارسېدو سره سم له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کوي چې دوی ته د مرستو په وېش کې لومړیتوب ورکړي.
بلخ ولایت کې یو شمېر معلولین وايي، اوسنيو شرایطو ته په پام سره دوی ته ټاکلې تنخوا بسنه نه کوي نو حکومت یې باید د لوړولو اقدام وکړي.
په بلخ کې یو شمېر معلولین وايي چې دوی د ټولنې تر ټولو اړمن خلک دي او نړۍواله ټولنه په ځانګړې توګه د خوړو نړۍوال پروګرام دې ورسره مرسته وکړي.
د لوګر د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست وايي چې شاوخوا ۲۰۴۱ معلولین او د شهیدانو ورثه کورنۍ خیالي تثبیت شوي او د حقوقو له لېسته یې ایستلي دي.
بادغیس کې ځيني معلولین په داسې حال کې د خلکو له ناسم چلنده شکایت کوي چې دغه ولایت کې مسوولین وايي، د معلولینو حقونو په اړه د پوهاوي پروګرامونه ډېروي.
د افغان معلولینو او زیانمنونکو ټولنه په افغانستان کې د معلولینو شمېر نږدې ۱۴ سلنه ښیي او پر ملي او نړۍوالو بنسټونو غږ کوي څو له هغوی سره اړینې مرستې وکړي.
د بلخ ولایت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو مسوولین وایي، معلولین به د خپلو وړتیاوو له مخې په دولتي ادارو کې وګومارل شي.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وایي، د یوې هوکړې له مخې به له ۶۳۰۰ ډېرو معلولینو ته د حرفوي زدهکړو، پیاوړتیا او فزیکي چوپړ ته د لاسرسي په برخو کې خدمات وړاندې شي.
په اروزګان کې یو شمېر معلولین وايي، د دغه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري یې نومونه له هغو لیستونو ایستل شوي چې له مخې یې، د دوی د معلولیت کچې ته په کتو میاشتني حقوق ورکول کېدل.
په هرات کې ځيني معلولین له خپل خراب اقتصادي وضعیته شکایت لري او وایي، په اوسنیو شرایطو کې چې ډېری یې د خپلو کورنیو نفقهراوړونکي دي، د کار نشتوالي له له سختو ستونزو سره مخ…
په بادغیس ولایت کې ځیني معلولین چې کافي سواد او تحصیلي اسناد هم لري، د سختو کارونو ترسره کولو کې خپلې ناتوانۍ ته په اشارې په دولتي او نادولتي ادارو کې د کاري فرصتونو برابرېدو غوښتنه کوی.
د کندوز ولایت ځیني معلولین وايي چې د معاشونو نه ترلاسه کولو له امله له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دي.
په غور ولایت کې یو شمېر معلولینو د یوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې له سرپرست حکومت، ملي او نړۍوالو بنسټونو څخه د کار او د دوی د معاشونو ورکړې غوښتنه وکړه؛ حکومتي چارواکي د دغې ستونزې په تایید سره وايي، د بودجې نشتوالي له امله د دوی معاشونه نه دي ورکړل شوي.
د بلخ یو شمېر معلولینو د دغه ولایت له ديني عالمانو غوښتي چې له معلولینو سره د چلند په اړه کې دې د منبر له لارې خلکو ته پوهاوى ورکړي.
په بادغیس کې معلولین وایي چې اوس سوله راغلې او نور باید ټول خلک د هېواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره کار وکړي او حکومت دې د کار زمینه برابره کړي. په افغانستان کې…
د غزني لسګونه معلولین وايي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې یې خپل معاشات نه دي اخیستي چې تېر حکومت ورته ټاکلي وو. دغه معلولین چې شمېر یې لسګونو ته رسېده، نن د اطلاعاتو او…
ننګرهار کې د شهیدانو او معلولینو د کورنۍ یو شمېر غړي وايي، شهیدانو او معلولینو چارو امریت کې موظف کسان د فساد په خاطر د دوی چارې ځنډوي. دوی نيوکه کوي چې له مودو…