ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې معلولین خپل خراب اقتصادي حالت ته اندېښمن دي

هرات کې معلولین خپل خراب اقتصادي حالت ته اندېښمن دي

author avatar
23 Jan 2023 - 17:19
هرات کې معلولین خپل خراب اقتصادي حالت ته اندېښمن دي
author avatar
23 Jan 2023 - 17:19

هرات (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۱): په هرات کې ځيني معلولین له خپل خراب اقتصادي وضعیته شکایت لري او وایي، په اوسنیو شرایطو کې چې ډېری یې د خپلو کورنیو نفقه‌راوړونکي دي، د کار نشتوالي له له سختو ستونزو سره مخ دي.

۱۶ کلنه معلوله حواګل چې له خپلې مور سره د هرات د شهیدانو او معلولینو ریاست ته راغلې وایي، مرستې ته سخته اړتیا لري.

هغه زیاتوي، د یوه دېوال لوېدو له امله معلوله شوې او اوس د ملا او پښو له برخې فلج ده.

نوموړې زیاته کړه چې هره ورځ دلته راځي څو د مرستو ترلاسه کولو لپاره په دغه بنسټ کې ثبت شي، خو راتلل یې پایله نه لري.

د حواګل په څېر یو بل معلول عبدالکریم هغه کس دی چې په کورنیو جګړو کې یې یوه پښه له لاسه ورکړې ده.

نوموړی وایي، که څه هم د معلولینو ریاست کارت هم لري، خو چا یې غوښتنې ته چې د مرستو ترلاسه کول او یا بل بنسټ ته معرفي کول دي، پاملرنه نه ده کړې.

د هغه په خبره، مکلف دی چې له همدې یوې پښې سره د خپلې پنځه کسیزې او کرایي کور لګښت پیدا کړي خو دا چاره د حکومت له ملاتړ پرته د اندېښنې وړ ده.

د یاد ولایت یوه بل اوسېدونکي صفت‌الله له پژواک سره په خبرو کې وویل، ۳۶ کاله وړاندې کله چې شوروي پوځيانو پر هېواد یرغل وکړ، په یوه هوایي برید کې معلول شو او خپل یو لاس او پښه له لاسه ورکړه.

خو هغه وایي، تر اوسه د یوه معلول کس په توګه په ځلونو د ګذر شوراګانو کې ثبت شوی خو هیڅه مرسته یې نه ده ترلاسه کړې.

په هرات ولایت کې معلول خلک له سیمې‌ییزې ادارې غواړي چې دوی ته دې د کار زمینه برابره کړي څو وکولی شي خپلو کورنیو ته حلاله روزي پیدا کړي.

په ورته وخت کې، په هرات کې یو اقتصادي فعال مهیک فلاح په دغه ولایت کې د معلولینو او شهیدانو کورنیو وضیعت د اندېښنې وړ بولي.

نوموړي زیاته کړه چې د مرستندویه بنسټونو بندېدل د معلولینو او اړو خلکو ژوند له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ کوي.

هغه وایی، ښایي حکومت هم د بودجې نشتوالي له امله د ټولو غوښتنو ته رسېدنه و نه کړای شي.

خو د هرات د شهیدانو او معلولینو ادارې د شمېرو له مخې، دمګړۍ په دغه ولایت کې شاوخوا پنځه زره معلولین او اووه زره د شهیدانو کورنۍ شته دي.

د هرات د شهیدانو او معلولینو ریاست مسوولین وایي چې دوی د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته بانکي حسابونه جوړ کړي دي.

د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو رییس مولوي غلام‌الدین سعد وایي، تر اوسه ۳۰۰ میلیونه افغانۍ د هغو بانکي حسابونو له مخې چې ثبت شوي د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته ورکړل شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، دغه اندازه پیسې «د اسلامي امارت شهیدانو» او د تېر حکومت او ملکي وګړو کورنیو ته ورکړل شوي دي.

نوموړی مني چې دغه مرستې د هغوی د ستونزو هواري لپاره بسنه نه کوي.

هغه له موسسو او اړوند بنسټونو غواړي چې له هغوی سره اساسي مرستې وکړي.

د یادونې ده، دغه اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې بهرنۍ موسسې چې ډېری مرستې یې د شهیدانو کورنیو، معلولینو او اړو خلکو ته ځانګړې وې، تړل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې اوږدې جکړې ډېر یتیمان او معلولین پر ځای پرېیښي چې اوس په ډېر په بد اقتصادي وضعیت کې دي.

Visits: 26

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.