ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

معلولیت او بې‌کاري؛ بادغیس کې لوستي معلولین د کاري فرصتونو برابرېدو غوښتنه کوي

معلولیت او بې‌کاري؛ بادغیس کې لوستي معلولین د کاري فرصتونو برابرېدو غوښتنه کوي

author avatar
17 Jan 2023 - 19:37
معلولیت او بې‌کاري؛ بادغیس کې لوستي معلولین د کاري فرصتونو برابرېدو غوښتنه کوي
author avatar
17 Jan 2023 - 19:37

قلعه‌نو (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۱): په بادغیس ولایت کې ځیني معلولین چې کافي سواد او تحصیلي اسناد هم لري، د سختو کارونو ترسره کولو کې خپلې ناتوانۍ ته په اشارې په دولتي او نادولتي ادارو کې د کاري فرصتونو برابرېدو غوښتنه کوی.

هغوی وایي، که څه هم ډېرې ستونزې یې ګاللې او خپلې لوړې زده‌کړې یې پای ته رسولې، خو تر اوسه یوه بنسټ هم ورته کاري فرصتونه نه دي برابر کړي.

۳۰ کلن محمد عارف چې لس کاله مخکې یې د یوې چاودنې له امله یوه پښه له لاسه ورکړې وایي، د سختو کارونو وس نه لري، که څه هم لوړې زده‌کړې یې هم کړې، خو تر اوسه ورته دنده نه ده ورکړل شوې.

هغه چې د لیسانس تحصیلي سند هم لري وایي، له پرله‌پسې غوښتنو سره سره هم نه دی توانېدلی چې په حکومتي او غیرحکومتي ادارو کې استخدام شي.

محمد عارف چې د خپلې ۱۲ کسیزې کورنۍ یوازینی نفقه‌راوړنکی دی وایي، نه د سختو کارونو وس لري او نه هم ورته په دولتي ادارو کې کار ورکول کېږي.

هغه له سرپرست حکومته غوښتنه وکړه چې لوستو معلولینو ته د کار زمینه برابره کړي.

د بادغیس د اب‌کمري ولسوالۍ یو معلول عبدالحنان چې نیمه لوړې زده‌کړې یې کړې، له ډېرو هڅو سره سره بیا هم تر اوسه هيڅ یوه دفتر او ادارې ورته کار نه دی ورکړی او له بې‌کارۍ رنځيږي.

هغه هم د محمد عارف په څېر خپلې زده‌کړې له ډېرو ستونزو او کړاوونو سره پای ته رسولې دي او وایي، که څه هم څو ځلې یې د کار لپاره دفترونو او ادارو ته غوښتنې کړې، خو تر اوسه په یوه ځای کې هم نه دی استخدام شوی.

هغه وویل: «یو لاس می له لاسه ورکړی، نه شم کولی چې سخت او شاقه کارونه وکړم او خپلې ۹ کسیزې کورنۍ ته مې نفقه برابره کړم؛ خو له دولته غواړم چې لږ تر لږه په ټيټو بستونو کې مې استخدام کړي، څو وکولی شم چې خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ برابره کړم.»

په بادغیس کې یو مدني فعال اقا ارباب شیخ الاسلامي وایي، معلولین هم د دغه هېواد او خاورې برخه ده او باید په دولتي او نادولتي ادارو کې جذب شي.

د هغه په خبره، په بادغیس کې معلول کسان ډېر دي او هغه یې چې لوړې زده‌کړې لري باید په د فترونو او حکومتي ادارو کې استخدام شي.

د بادغیس د شهیدانو او معلولینو ادارې سرپرست مولوي اسماعیل رحماني وایي، دغه موضوع یې له مرکزي مسوولینو سره شریکه کړې او هیله‌من دی چې په دې برخه کې پاملرنه وشي.

د رحماني په خبره، په بادغیس کې ۳۰ سلنه معلولین د کافي سواد خاوندان دي او هڅه کېږي څو هغو ته د کار زمینه برابره شي.

د بادغیس د شهیدانو او معلولینو ریاست د شمېرو له مخې، اوسمهال ۴۱۴۷ معلولین په دې اداره کې ثبت او راجستر شوي چې ۳۰ سلنه یې کافي سواد او آن ځيني یې لوړې زده‌کړې هم لري.

Visits: 13

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.