Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې څه باندې دوه زره معلولین او د شهیدانو ورثه خیالي تثبیت شوي

پل‌علم (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۲): د لوګر د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست وايي چې شاوخوا ۲۰۴۱ معلولین او د شهیدانو ورثه کورنۍ خیالي تثبیت شوي او د حقوقو له لېسته یې ایستلي دي.

د لوګر د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د معلولینو او شهیدانو امر ذبیح‌الله فاتح پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېرو دوو کلونو کې په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې شاوخوا ۱۰ زره معلولین او د شهیدانو کورنۍ ثبت شوې دي.

هغه وايي چې په دې موده کې یادو کسانو ته شاوخوا ۲۱۵ میلیون افغانۍ د کلني حقوقو په توګه وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړه: «ا.ا له واک ته رسېدو سره سم په دغه ولایت کې د معلولینو او شهداوو ورثې کورنیو په اړه دقیقه پلټنه شوې ده او د پلټنې په ترڅ کې ۱۸۰۰ خیالي معلولین او ۲۴۱ د شهداو ورثه چې جعلي کتابچې یې جوړې کړې وې، پېژندلي او پر ځای یې نوي او مستحق کسان ثبت او راجستر کړي دي.»

هغه دغه راز زیاتوي، په تېر یو کال کې په مرکز پل‌علم او شپږو ولسوالیو کې پر معلولینو او د شهیدانو پر کورنیو د شاوخوا ۱۸ میلیون افغانیو په لګښت خوراکي توکي وېشل شوي.

د پل‌علم یوه اوسېدونکي محمدحلیم صدیقي چې په دواړو پښو معلول دی، پژواک ته وویل، خوښ دی چې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري خیالي معلولین او د شهیدانو کورنۍ په نښه شوي او له لېسته ایستل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: «دا خو ډېر ښه کار شوی خو یاد کسان دې عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي، له دولت څخه مو هیله دا ده چې زموږ د معلولینو او شهیدانو کورنیو کلني حقوق په خپل وخت راکړئ.»

باید وویل شي چې له دې مخکې هم د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې ورته سلګونه خیالي معلولین او د شهیدان ورثه کورنۍ پېژندل شوي او پر ځای یې نوي او مستحق کسان ثبت شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.